لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټین په افغانستان کې واکمن طالبان، د ترهګرۍ په ضد جنګ کې خپل اتحادیان وبلل


د روس صدر ولاډیمیر پوټین وایي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنه ډله، د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې خپل اتحادیان ګڼي.

پوټین چې د زیارت په ورځ (د جولائی په ۴مه نېټه) د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې ناستې ترڅنګ، خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: «مونږ ته په کار ده چې د دې واقعیت له مخې عمل وکړو چې د طالبانو تحریک، ملک پخپل کنټرول کې لري. او له دې اړخه، طالبان بغیر د شک، د ترهګرۍ ضد جګړه کې زمونږ اتحادیان دي.»

له هغه وخته چې په کال ۲۰۲۱ اګسټ کې طالبانو په افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړ، تر اوسه روس کرار کرار د دې ډلې سره د تعلقاتو په جوړولو بوخت دی، خو طالبان لا هم په روس کې یوه کالعدمه ډله پېژندل کیږي.

پوټين د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې یقین څرګند کړو چې طالبان د خپل ملک امن او استحکام غواړي.

پوټین پخپلو خبرو کې وویل: «دا چې هر نګران حکومت د خپل اختیار د استحکام او د خپلې مشرۍ لاندې ملک د استحکام دپاره دلچسپي لري، زه ډاډه یم چې طالبان هم غواړي دا یقیني کړي افغانستان کې هرڅه امن وي، او د ځانګړو قوانینو پیروي کوي.»

تر دې وړاندې د سږکال په مئی میاشت کې د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف ویلي و چې طالبان په افغانستان کې "حقیقي طاقت" دی. هغه دا هم وویل چې د ماسکو لخوا د کالعدم تنظیمونو د لېست نه د طالبانو ډله ممکنه حذف کول، "معروضي حقیقت" څرګندوي. دا خبرې د روس سرکاري خبري ادارې، تاس رپوټ کړې وې.

تاس خبر ورکړی و چې د روس وزارتونو د هغه ملک صدر ولاډیمیر پوټین ته سپارښتنه کړې چې ماسکو کولی شي طالبان د کالعدم ډلو د لېست نه وباسي.

د دې خبر مواد له روئټرز خبرې ادارې اخېستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG