د پاکستان سپريم کورټ د الېکشن ټربيونلز د جوړولو د فېصلو ضد خواست اورېدنه کې د لاهور هايکورټ فېصله او الېکشن کمېشن اعلاميه معطل کړې ده، عدالت حکم کړی، الېکشن کمېشن دې د لاهور هايکورټ د چیف جسټس سره مشوره وکړي.
د سپريم کورټ چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د قضيې اورېدنه کړې ده.
الېکشن کمېشن د الېکشن ټربيونلز په اړه د لاهور هايکورټ د فېصلې ضد سپريم کورټ ته خواست کړی وو.
مرکزي حکومت د روان کال مې په مياشت کې د يو صدارتي فرمان (آرډيننس) جاري کړی او الېکشن کمېشن ته یې دن وي او اضافي ټربيونل جوړولو واک ورکړی وو.
لاهور هايکورټ د ياد آرډيننس ضد خواست قبول کړی او په 12م جون یې د اتوو ټربيونلز جوړولو حکم کړی وو.
الېکشن کمېشن د دغو ټربيونلو جوړولو ضد سپريم کورټ ته خواست کړی وو، او ويلي يې وو د الېکشن ټربيونلز جوړولو اختيار د الېکشن کمېشن سره دی، او د لاهور هايکورټ فېصله د قانون ضد ده.
د شورو/ چهارشنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف وکیل بېرسټر سلمان اکرم راجه د التوا خواست کړی او قانون پوه وکيل نیاز الله په بنچ اعتراض کړی وو، هغه ويلي وو چیف جسټس دې د بنچ برخه نه وي.
وروسته چيف جسټس قاضي فايز عيسا او جسټس جمال مندوخېل ريمارکس ورکړي او د الېکشن کمېن وکيل سکندر مومند دلايل ورکړي او د هایکورټ د اعلاميې او فېصلې معطل کولو خواست یې کړی وو.
بيا جسټس عقيل عباسي او جسټس جمال مندوخېل نور ريمارکس ورکړي دي.
د نورې اورېدنې او ريمارکس وروسته عدالت د بلې اورېدنې پورې د الېکشن ټربيونلز جوړولو فېصله معطل کړې، او عدالت د الېکشن کمېشن اعلاميه هم معطل کړې ده.
سپريم کورټ حکم کړی، الېکشن کمېشن او چيف جسټس لاهور هايکورټ دوه ايينې څوکۍ لري، چې څنګه د لاهور هايکورټ چيف جسټس وټاکل شي الېکشن کمېشن دې ورسره مشاورت وکړي، عدالت ويلي د مشورې د لارې دا لانجه ختمه کړل شي، او عدالت بيا قضيه د نامعلومه وخته پورې ځنډولې ده.
(خبر د وي او اې اردو په مننه)
Forum