د پاکستان د انتظام لاندې خپلواکې سیمې ګلګت بلتستان حکومتي وياند ويلي، د دارېل سيمې د هډر د پېښې مرکزي تورن کمانډر شاه فېصل د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. د رپورټونو ترمخه نښته کې اووه نور کسان هم ژوبل شوي خو چارواکو د ژوبلېدو تاييد نه دی کړی.
د تېر کال د دسمبر په لومړيو کې د ګلګت دیامير ضلعې په چلاس سیمه کې پر هغه مسافر بس وسلوالو ډزې کړې وې، چې د پنجاب راولپینډۍ ښار ته روان وو.
هغه وخت ويل شوي وو، په بس باندې وسله وال بريد کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او 26 پورې نورې ژوبل شوي، او په وژل شویو کسانو کې دوه پاکستاني پوځیان هم شامل وو، چې په رخصتۍ کور ته روان وو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې پاکستان سپېشل یونټ (ایس پي یو) یو تن ټپي کېدو هم ويل شوي وو.
ياده پېښه د چيلاس په (هډر) نومي ځای کې شوې وه.
د ګلګت حکومتي وياند فېض الله فراق وي او اې ډیوه سره په شريک کړي خبر کې ويلي، د هډر پېښه کې نومول شوو ملزمانو پرضد عملیات شوي او امنيتي ځواکونو په پېښه کې مرکزي تورن کمانډر شاه فېصل وژلی دی.
هغه ويلي، په امنیتي ادارو هم د مخالف لوري ډزې شوي خو امنيتي ځواکونو ته کوم تاوان نه دی اوښتی، خو پاکستاني رسنيو په نښته کې د اووه کسانو ژوبلېدو ويلي دي.
حکومتي وياند ويلي، ياد کمانډر د دسمبر په مياشت کې په قراقرم هايي وی په مسافر بس د حملې مرکزي ملزم وو، پاکستاني رسنيو خبر ورکړی په نښته کې د کمانډر يو ملګری ژوبل شوی هم دی
د وژل شوي کمانډر په اړه نور تفصيلات نه دي ويل شوي چې تعلق یې د کومې وسله والې ډلې سره وو.
د يادې پېښې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه وه منلې او نه هم چارواکو د پېښې سبب ویلی وو.
خو د ګلګت بلتستان وياند ويلي، د هډر په پېښه کې د علماو کرامو په ګډون د مختلف طبقه فکر سره تعلق لرونکي څو مسافر په بې دردۍ سره په نخښه کړل شوي وو.
ګلګت بلتستان له دغې پېښې مخکې هم داسې پېښې شوي چې پکې پولیس او د پاکستان پوځیان وژل شوي او ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې وه.
Forum