پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، د خېبرپښتونخوا په اېبټ اباد او د بلوچستان په ګوادر ښارونو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوي دي، ويل شوي د مخکې نه په شپږو اغېزمنو ضلعو کې هم په ماحولیاتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.
د پوليو د مخنيوي پروګرام پرون په څلورمه جولايۍ ويلي، د صحت په قامي اداره کې د پوليو د مخنيوي ليبارټرۍ د جون د لسمې نه تر 12مې پورې د اېبټ اباد، ګوادر، سبي، کېچ، دکۍ، اوسته محمد، مستونګ او راولپنډۍ څخه د خچنو اوبو نه نمونې اخستې او په هغو کې د پوليو وايرس موندل شوي دي.
ويل شوي، سږ کال د ملک په 50 ضلعو کې د پوليو وايرس معلوم شوي، ځکه د میاندو پلارانو دپاره ضروري ده چې د دې وايرس څخه خپلو ماشومانو ته ورپېښې خطرې وپېژني او د پينځو کالو نه کم عمر ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.
اېبټ اباد او ګوادر سره په نورو ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو تازه وايرس په داسې حال کې موندل شوي، چې د لومړۍ جولايۍ څخه نن د پينځمې جولايۍ پورې د ملک په 41 ضلعو کې د پوليو څاڅکو ځانګړی کمپاين روان دی، په دغو 41 ضلعو کې د خېبرپښتونخوا 11 او د بلوچستان صوبې 16 ضلعې شاملې دي.
پاکستان کې د پوليو ځانګړی کمپاين په داسې وخت کې کيږي چې تېر د جون په مياشت کې پاکستان کې د پوليو څلور نوې پېښې رپورټ شوي دي، په دغو تازه پېښو کې دوه د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله، يوه په کوټه او بله د سيند صوبې د کراچۍ ښار په کيماړۍ ضلعه کې مخې ته راغلې ده.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې په ټول ملک کې د پوليو ټولې اته پېښې رپورټ شوي، چې پکې درې د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله، يوه يوه په کوټه، چمن او ډېره بګټي کې معلومې شوي دي.
دوه نورې پېښې د سيند صوبې په شکار پور او د کراچۍ په کيماړۍ ضلعو کې رپورټ شوي دي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum