لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: امنیت مو وړومبی ضرورت دی، د ترهګرۍ ناسور به په ګډه ختموؤ


کوټې ته خپل دا سفر وزیراعظم شهباز شریف په داسې حال کې کړی چې په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې یو وارې بیا د ترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په دغه دواړو صوبو کې په دې وروستیو کې د وسله والو په بریدونو کې د عامو خلکو تر څنګ ګڼ شمیر امنیتي عسکر وژل شوي دي. ( فایل فوټو)
کوټې ته خپل دا سفر وزیراعظم شهباز شریف په داسې حال کې کړی چې په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې یو وارې بیا د ترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په دغه دواړو صوبو کې په دې وروستیو کې د وسله والو په بریدونو کې د عامو خلکو تر څنګ ګڼ شمیر امنیتي عسکر وژل شوي دي. ( فایل فوټو)

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف مرورو بلوڅانو ته په یو ځای د کښېناستو اؤ په ګډه د ګیلو مانو ختمولو وړاندیز کړی دی اؤ ویلي یې دي هر څوک چې د پاکستان اؤ بلوچستان ښېګړه غواړي حکومت به یې خپلې سینې ته راجوختوي.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د ګل په ورځ وزیراعظم شهباز شریف دبلوچستان د سفر په مهال صوبایي کابینې ته ویلي که بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو ته سرمایه کاري راماتول وي نو دې لپاره "امنیت زمونږ وړومبی ضرورت دی اؤ مونږ به په ګډه د ترهګرۍ ناسور ختموؤ"

کوټې ته خپل دا سفر وزیراعظم شهباز شریف په داسې حال کې کړی چې په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې یو وارې بیا د ترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په دغه دواړو صوبو کې په دې وروستیو کې د وسله والو په بریدونو کې د عامو خلکو تر څنګ ګڼ شمیر امنیتي عسکر وژل شوي دي.

په ۲۰م جون وزیراعظم ملک کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د عزم استحکام په نوم د نوؤ پوځي عملیاتو منظوري ورکړې ده خو په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا کې اکثره سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنو ددې عملیاتو سره کلک مخالفت ښودلی اؤ ویرې یې ښکاره کړي چې دا عملیات به بلوچستان اؤ پښتونخوا کې بیا د بې کورۍ اؤ نا امنۍ سوب وګرځي.

شهباز ویلي هر څوک چې د بلوچستان اؤ پاکستان ښېګړه غواړي نو مونږ به یې سینې ته راجوختوؤ اؤ خارجي طاقتونه هم مونږ ټول پېژنو.

وزیر اعظم د بلوچستان حکومت ته ویلي چې د هغه د حکومت مقصد عام ولس ته اسانۍ ورکول دي اؤ وفاق د بلوچستان د پرمختیا اؤ خوشحالۍ لپاره د بلوچستان د صوبایي حکومت تر شا ولاړ دی.

بلوچستان د مځکې له حسابه د پاکستان تر ټولو لويه او له قدرتي شتمنيو ډکه صوبه ده خو د تعليم، صحت، او روزګار په حواله تر نورو صوبو شاته پاتې ده.‏

په بلوچستان کې له تيرو څو لسيزو څخه بېلا بېل بلوڅ وسلوال (ناقانونه) تنظيمونه د پاکستان د پوځ او حکومتونو تر څنګ د پاکستان او چين تر منځ د ‏روانې اقتصادي پروژې سي پېک پر ضد فعاليت کوي.‏

بلوڅ سياسي تنظيمونه هم د بلوچستان د شاته پاتې او نا امنيو زمه واره د پاکستان اسټبليمشنټ او اسلام آباد بولي او زياتره وخت وايي چې د بلوچستان ‏خلکو ته د هغوی پر وسايلو او شتمنيو اختيار نه ورکولو له کبله د بلوچستان په ځوانانو کې د ملک ضد فکر دوه مومي، خو اسلام اباد او د بلوچستان حکومت ‏وخت په وخت دغه تورونه رد کړي دي.

وزیر اعظم شهباز شریف وویل نن که بلوچستان صوبه د پرمختیا په زغل کې شاته روانه ده نو ددې یو شمیر علتونه دي اؤ که چرې د سبسډي ۵۰۰ اربه روپۍ د بلوچستان په ترقۍ اؤ خوشحالۍ لګول شوې وای نو نن به دلته پرمختیا اؤ خوشحالي لیدل کېده.

بلوچستان د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ دی اؤ دغلته وخت په وخت بیلتون پاله بلوڅ وسله وال تنظیمونه په امنیتي ځواکونو، د پنجاب په وګړو اؤ بهرنیو تاسیساتو بریدونه کوي.

د اپریل په میاشت کې د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي وؤ غره ته د ختلو(بلوڅ وسله والو) سره د خبرو اترو لپاره یوه کمیټي جوړولی شي اؤ دا کمیټی به پارلیمان کې د موجودو ګوندونو، پارلیمان نه د بهر ګوندونو اؤ قبایلي شخصیاتو سره له خبرو اترو وروسته خپله غوڅه راي مخې ته راوړي.

تر دې وړاندې هم سرفراز بګټي بلوڅ مزاحمت کوونکو ډلو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه خو بلوڅ وسله والو ډلو لا د حکومت د روغې جوړې اؤ مذاکراتو دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG