لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: د ریاست د ناسمو فیصلو له امله ترهګرې ډلې بیا د پښتونخوا نه تر بلوچستانه سر راپورته کوي


د ګل په ورځ‌ پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې د‌ پیپلز ګوند مشر ویلي، په کومه ورځ چې پاکستان اؤ افغانستان د ترهګرۍ اؤ نورې ستونزې هوارې کړې تر هغې وروسته به افغانستان، پښتونخوا اؤ قیایلي سیمو دننه د معاشي ترقۍ دوره پیل شي . (ٍفایل فوټو)
د ګل په ورځ‌ پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې د‌ پیپلز ګوند مشر ویلي، په کومه ورځ چې پاکستان اؤ افغانستان د ترهګرۍ اؤ نورې ستونزې هوارې کړې تر هغې وروسته به افغانستان، پښتونخوا اؤ قیایلي سیمو دننه د معاشي ترقۍ دوره پیل شي . (ٍفایل فوټو)

د پاکستان پیپلز ګوند مشر اؤ د هیواد پخواني خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي د ریاست د ناسمو فیصلو له امله ترهګرۍ ډلې نن یو وارې بیا د خېبر پښتونخوا نه نیولې تر بلوچستانه سر راپورته کوي.

بلاول بوټو د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ دستونزو په هواري ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي چې د خپل منځي ستونزو هواری د دواړو هیوادونو د ولسونو په ګټه دی.

د ګل په ورځ‌ پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې د‌ پیپلز ګوند مشر ویلي، په کومه ورځ چې پاکستان اؤ افغانستان د ترهګرۍ اؤ نورې ستونزې هوارې کړې تر هغې وروسته به افغانستان، پښتونخوا اؤ قیایلي سیمو دننه د معاشي ترقۍ دوره پیل شي .

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان اوړمه ورځ په بلاول بوټو کلکې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ کله چې هغه خارجه وزیر ؤ نو حتی د افغانستان دوره یې هم نه وه کړې .

خو عمران خان ویلي وؤ، برعکس کله چې دی پخپله وزیراعظم ؤ اؤ د ترهګرۍ ستونزې سر راپورته کړی ؤ نو دی په هغه مهال پخپله کابل ته تللی اؤ هلته یې د افغان چارواکو سره په دغه ستونزه خبرې کړې وې.

بلاول بوټو د عمران خان څرګندونو ته خپل غبرګون کې وویل "د افغانستان په سفر ستونزې نه حل کیږي، دا یو تاثر دی چې که ته یو جهاز راونیسې اؤ هلته لاړ شې، نو مسلې به هوارې شي ، د مسلو هواري لپاره خبرې اترې اؤ‌ ډپلوماسي ضروري ده"

بلاول بوټو وویل" نن چې زمونږ ولس د کومو مشکلاتو سره مخ دی مونږ پخپل تاریخ کې تر ننه داسې ستونزې نه وې لېدلې ، یو لوري ته اقتصادي ناورین د هر پاکستاني د کور حقیقت دی، سیوا شوې ګراني، بې وزلي اؤ بې روزګاري د هر پاکستاني ستونزه ده اؤ ورځ تر بلې حالات خرابېږي"

د هغه په وینا، بل لوري ته زمونږ امنیتي وضعه ده، د پاکستان ولس اؤ امنیتي ځواکونو په درنو قربانیو ورکولو سره دې ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړې وه اؤ د دوي ملا یې ماته کړې وه، خو په افسوس سره چې د ریاست په توګه مونږ داسې فېصلې وکړې چې له امله یې د پښتونخوا نه تر بلوچستانه نن بیا دا ترهګرې ډلې سر راپورته کوي.

هغه وویل اوس چې حکومت په موجوده وضعیت د ټولنیز ګوندیز کانفرنس رابللو کومه پرېکړه کړې ده پیپلز ګوند به دغه کانفرنس ته خپل پلاوی ورلیږي اؤ خپل مثبت رول به لوبوي.

د نوموړي وینا وه، د افغانستان په اړوند چې کوم حقیقت دی باید ټول هغه ومني "اؤ هغه دا چې دومره ډیرو هیوادونو هلته ماتې وخوړه اؤ خپل اهداف یې ترلاسه نه کړی شول ، داسې ولې وشول؟ ددې پوښتنې فیصله به تاریخ کوي"

پخواني خارجه وزیر وویل ، دافغانستان اؤ پاکستان تر منځ چې کومې ستونزې دي نو دا زمونږ اؤ د افغان ولس په ګټه ده چې ددې ستونزو باید هواری راوباسو اؤ حالات ښه لوري ته یوسو.

د هغه وینا وه چې دا ټولې ستونزې په افغانستان د واکمنو طالبانو دحکومت په قابو کې نه دي ، ځکه چې هغوي سره پوځ نه شته اؤ ددې ترڅنګ د ترهګرۍ د مخنیوي تجربه هم نه لري اؤ د استعداد ستونزې ورته هم پېښې دي.

خو هغه وویل زمونږ په شکایتونو کې هم وزن دی اؤ هیله ده چې هغوي به ددې شکایتونو د هواري هڅه وکړي

بلاول بوټو وویل کله چې افغانستان اؤ پاکستان د خپل منځي ستونزو اؤ ترهګرۍ هواری ولټوي نو افغانستان، پښتونخوا اؤ پخوانیو قبایلي سیمو کې به د معاشي ترقۍ دوره پیل شي اؤ ددې له امله به د منځنۍ اسیا هیوادونه اؤ توله نړۍ د پاکستان اؤ افغانستان د لارو څخه په تېرېدو زمونږ تر بندرونو اؤ سمندرو ورسیږي اؤ تجارت به کولی شي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG