لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنیتي سرچینې دعوه کوي خېبر پښتونخوا کې یې د جون میاشتې پورې297 وسله وال وژلي


د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) شمېرې ښیي د روان کال په اوږدو کې په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه په امنیتي ځواکونو 284 ترهګریز بریدونه هم شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي (فایل فوټو)
د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) شمېرې ښیي د روان کال په اوږدو کې په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه په امنیتي ځواکونو 284 ترهګریز بریدونه هم شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي (فایل فوټو)

امنیتي سرچینې دعوه کوي چې په خېبر پښتونخوا کې سږکال د جون د میاشتې پورې په شپږ میاشتنۍ موده کې د استخبارتي معلوماتو په اساس640 عملیات ترسره شوي چې پکې 297 تندروه وسله وال وژل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) شمېرې ښیي د روان کال په اوږدو کې په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه په امنیتي ځواکونو 284 ترهګریز بریدونه هم شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.

د پاکستان انسټي ټیوټ فار پیس سټډيز نومې څېړنیزې ادارې ( تهنک ټېنک) د رپورټ له مخې یوازې د جون په میاشت کې ټي ټي پي اؤ نورو ځایي طالب ډلو خېبر پښتونخوا کې د 21 ترهګریزو بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده چې په دې بریدونو کې د 19 امنیتي عسکرو په ګډون 28 کسان وژل شوي دي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د پاکستان شخصي ټي وي چینل جیو نیوز د امنیتي سرچینو له قوله پخپل رپورټ کې ویلي چې امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د صوبې په 13 ضلعو کې وسله وال وژلي دي.

رپورټ وایي چې په جنورۍ کې41، فرورۍ کې 55 ،مارچ کې 52 ،په اپریل او مې میاشتو کې 55 ،55 اؤ تېره دجون میاشت کې 39 ترهګر وژل شوي.

امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې په دې وسله والو کې تر ټولو زیات په شمالي وزیرستان کې وژل شوي چې شمیره یې 112 ښودل شوې.

هم دا شان په ډیرہ اسماعیل خان کې د 46، ټانک کې د 32، لکی مروت کې د 30، خیبر کې د 24 او جنوبی وزیرستان کې د 18 وسله والو د وژنې دعوه شوې ده.

رپورټ زیاتوي چې په باجوړ کې په دې موده کې 10، پېښور او بنو کې 7،7 کورمه، کوهاټ او سوات کې 3،3 اؤ مردان کې 2 ترهګر وژل شوي

د څېړنیزو ادارو رپورټونه وایي په اګست کال 2021م کې د افغانستان په اقتدار د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان کې یو وارې بیا ترهګرې ډلې منظم شوي اؤ د ترهګرۍ ستونزې په شدت سره سر راپورته کړی دی.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه عملي کوي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ ترهګري دپاکستان کورنۍ ستونزه بولي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په 22م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزمِ استحکام په نوم د ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې ده خو د ملک بیلابیلو سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې د پوځي عملیاتو پځای دې ریاست د ترهګرو ډلو سره د پټو معاملو نه لاس واخلي.‏

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG