لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان او لکي مروت کې وسله والو بريدونو کې د پوځي افسر په ګډون درې عسکر، پوليس اهلکار او درې نور تنه وژل شوي


د شمالي وزيرستان انتظاميې وي او اې ډیوه ته تاييد کړې، چې د ميرانشاه تحصيل په تپي علاقه کې تېره شپه ناوخته وسله والو د پوځ په چيک پوسته وسله وال بريد کړی، او په بريد کې د پوځ يو کېپټن وژل شوی او څلور نور عسکر ژوبل شوي دي.
د شمالي وزيرستان انتظاميې وي او اې ډیوه ته تاييد کړې، چې د ميرانشاه تحصيل په تپي علاقه کې تېره شپه ناوخته وسله والو د پوځ په چيک پوسته وسله وال بريد کړی، او په بريد کې د پوځ يو کېپټن وژل شوی او څلور نور عسکر ژوبل شوي دي.

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعې شمالي وزيرستان کې په يو وسله وال بريد کې د پوځ يو افسر وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي. په شمالي وزيرستان کې په هدفي پېښه کې يو بل تن وژل شوی او هم په سيمه کې په يو کور مارټر ګوله غورځېدلې، درې زنانه پکې ژوبلې شوي دي.

بله پېښه په کوز جنوبي وزيرستان کې شوې، په اېف سي ځواکونو وسله وال برید شوی، دوه عسکر پکې وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دغو پېښو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

هم نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان سره په پوله ټانک ضلعه کې د اېف سي ځواک درې عسکر نامعلومو کسانو تښتولي دي. او په لکي مروت ضلعه کې د پوليس اهلکار په ګاډي ډزې شوي، د ډزو په پېښه کې پوليس اهلکار او هغه سره په ګاډي کې ناست درې ماشومان په ګډون درې نور کسان وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې وي او اې ډیوه ته تاييد کړې، چې د ميرانشاه تحصيل په تپي علاقه کې تېره شپه ناوخته وسله والو د پوځ په چيک پوسته وسله وال بريد کړی، او په بريد کې د پوځ يو کېپټن وژل شوی او څلور نور عسکر ژوبل شوي دي. ژوبل عسکر د بنو پوځي روغتون ته منتقل کړل شوي دي.

په پوځي چيک پوسته د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د يادې پېښې وروسته په تپي علاقه کې د نامعلومې خوا څخه په يو کور مارټر ګوله غورځېدلې او درې ښځې پکې ژوبل شوي دي، ځايي انتظاميه د ښځو ژوبلېدو تاييد کړی او ويلي يې دي ښځې د ميرانشا روغتون ته د درملنې دپاره وړل شوی دی.

د انتظامیې ترمخه په ميرانشا کې د يو تن جسد هم ترلاسه شوی چې پېژندګلو یې د رضاالله په نوم شوې او په ډز وژل شوی دی، خو د دغه پېښې علت تراوسه نه دی معلوم شوی.

بله پېښه هم نن سهار په کوز جنوبي وزيرستان کې د افغانستان سره پولې ته نزدې بېرمنګ تحصيل په خامرنګ علاقه کې شوې ده.

په سيمه کې امنیتي سرچينې وي او اې ډيوه ته ویلي، نامعلومو وسله والو د اېف سي ځواک په پوسته بريد کړی، په برید کې د يو اينجينير په ګډون دوه تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي، ويل شوي وژل شوی اينجينير د بمونو ناکاره کولو ماهر وو.

په ياده پېښه کې ژوبل عسکر په واڼه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي. ويل شوي د پېښې وروسته ټوله علاقه په ګېره اخستل شوې او د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.

خامرنګ انګور اډې ته غځېدلې لاره ده، او دغه مهمه چيک پوسته ګڼل کيږي. د ياد بريد زمه واري هم تراوسه پورې چا نه ده منلې.

د لکي مروت ضلعې د پوليسو وياند شاهد حميد وي او اې ډیوه ته ويلي، په انډس هايي وی د وایلډ لايف دفتر سره نزدې نامعلومو موټر سايکل سورو وسله والو د پوليس اهلکار سعدالله په ګاډي ډزې کړي، او وژلی یې دی.

د پوليسو وياند ترمخه، پولیس اهلکار (هېډ کانسټېبل) سعدالله خان نن سهار د خپلې کورنۍ د ښځو او ماشومانو سره پېښور ته علاج له روان وو، نامعلومو موټر سايکل سورو وسله والو پرې ډزې کړي، پوليس اهلکار او هغه سره دوه ماشومانو په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي دي.

ويل شوي په پېښه کې يو بل ماشوم ژوبل شوی او ښځې بچ پاتې شوي دي.

هم نن د ټانک ضلعې پوليسو ویلي، خبر ورته ترلاسه شوی چې د ګومل تاڼې په اعظم کوټ سيمه کې د اېف سي ځواک درې عسکر چې په رخصتي کور ته راغلي وو، نامعلومه کسانو تښتولي دي.

پوليسو ویلي، دا نه ده معلومه چې د اېف سي عسکر چا تښتولي خو د ټانک پوليسو ضلعي دفتر چارواکو ويلي، د عسکرو تښتولو وروسته د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.

په ټانک ضلعه کې په تیرو شپږو میاشتو کې خواوشا د 20 پورې اېف سي عسکر وژل شوي، په دوی کې زياترې پېښې هم داسې شوي چې د اېف سي عسکر په رخصتۍ کور ته راغلي او وژل شوي دي.

په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا جنوبي او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

دا تازه پېښې په داسې وخت کې شوي چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وړاندې نه د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".

د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه.

او زياته کړل شوې،"فورم د ځينو خلکو لخوا د عزمِ استحکام په حواله بلاجوازه تنقيد او ځانګړو ګټو ترلاسه کولو دپاره په اوازو اندېښه څرګنده کړې وه".

د کور کمانډرانو غونډه په داسې وخت کې شوې چې له دغې يوه ورځ وړاندې د خېبرپښتونخوا په مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل ‏شوي دي، له دغې وړاندې په درېمه جولايۍ باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، ‏هدايت الله خان او هغه ‏سره څلور نور کسان پکې وژل شوي وو.‏

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په اوومه جولايۍ د خېبرپښتونخوا او بلوچستان بيلابيلو سيمو ترڅنګ، اسلام اباد او کراچۍ کې "د ناامنۍ، ترهګرۍ او جنګونو ضد او ډېورنډ لاين (افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله) د غلطو قوانينو او پښتون وطن کې د ناروا لوډشيډنګ خلاف" مظاهرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG