لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې سياسي ګوندونو د عزم استحکام عمليات رد کړي او اېچ ار سي پي یې په ممکنه اثراتو اندېښنې څرګندې کړي


غونډې ته وينا کې د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر میا افتخار حسېن ويلي چې په موجوده وخت کې د پښتونخوا تر ټولو لویه ستونزه د امنيت او په ترهګرۍ کې زياتوالی دی
غونډې ته وينا کې د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر میا افتخار حسېن ويلي چې په موجوده وخت کې د پښتونخوا تر ټولو لویه ستونزه د امنيت او په ترهګرۍ کې زياتوالی دی

خېبرپښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند په کوربه توب اووه سياسي ګوندونو د ترهګرۍ ضد نوو اعلان شوو عزم استحکام عمليات رد کړي، په صوبه کې د امنيت، ترهګرۍ په زياتېدو او نورو موضوعاتو یې بحث کړی دی. او پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د عزم استحکام په ممکنه اثراتو اندېښنه څرګنده کړې ده.

پېښور کې پرون په اتمه جولايۍ د عوامي نېشنل ګوند لخوا پښتونخوا کې د اتحاد لپاره د بيلا بېلو سياسي ګوندونو غونډه بلل شوې او غونډه کې د سياسي استازو د صوبې د امنيت، ترهګرۍ په زياتېدو، اقتصادي ستونزو او اتمې فرورۍ په انتخاباتو، او د ټولو ستونزو هوارولو لپاره د یواتحاد په جوړولو سلا کړې ده.

غونډې ته وينا کې د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر میا افتخار حسېن ويلي چې په موجوده وخت کې د پښتونخوا تر ټولو لویه ستونزه د امنيت او په ترهګرۍ کې زياتوالی دی. د عام ولس تر څنګ ټول سياسي ګوندونه د ترهګرو په نخښه دي، په صوبه کې حکومتي رټ په نظر نه راځي او د پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په عملي توګه د شپې د ترهګرو حکومت وي.

نوموړي ويلي، د عزم استحکام په عمليات د امریکې د خوشالۍ او د سي پېک پروژې د مخې نيولو لپاره دي د ولس په پوځي عملياتو او خبرو اترو هيڅ باور نه دی پاتې. د ترهګرۍ پر ضد د څه قسمه ګام پورته کولو نه مخکې دې حکومت پارليمان، ولس، سياسي ګوندونه او خلک په اعتماد کې واخستل شي.

د جمعيت علما اسلام پښتونخوا جنرل سيکرټري عطا الحق دروېش غونډې ته په خپلو خبرو کې ويلي، د امن راوستل او د ولس د سر او مال حفاظت د رياست ذمه واري ده خو رياست په دغه ذمه وارۍ سر ته رسولو کې پاتې راغلی دی. هغه هم ويلي بې له مشورې او سلا د پوځي عملياتو پرېکړه یې ګوند رد کړې ده.

د جماعت اسلامي پښتونخوا نايب امير عنايت الله خان غونډې ته ويلي، ګوند یې د ترهګرۍ ضد د عزم استحکام په نوم نوي پوځي عملیات رد کړي، اوزياته کړې یې ده، د نوو عملیاتو نه وړاندې دې د تېرو عملياتو پوره حساب کتاب وکړل شي او ولس دې ترې خبر کړل شي.

د عوامي نېشنل ګوند په کوربه توب غونډه کې د مزدور کسان پارټۍ، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند، قومي وطن پارټۍ، نيشنل ډېموکرېټګ ګوند او عوامي ورکرز پارټۍ مشرانو او استازو ګډون کړی دی.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي، په دې کې شک نشته چې په ملک کې د امنيت د ګډوډ صورتحال مخنيوی پکار دی خو اېچ ار سي پي په دغو اقداماتو اندېښنه لري.

کمېشن ویلي، ریاست دې دا هېر نه کړي چې د عزم استحکام په څېر اقداماتو تعلق يواځې د امنيت سره نه وي بلکې د دې يو سياسي تناظر هم وي، ځکه پارليمنټ دې د سياسي ګوندونو اندېښنې په نظر کې وساتي او دغو عملياتو د روڼتيا جايزه ورته اخستل پکار دي.

اېچ ار سي پي ويلي، د دغو عملياتو په عامو خلکو منفي اغېزې کېدی شي، ځکه د وړاندې نه په پوځي عملياتو کې بې کوره شوي خلکو ته تراوسه معاوضه نه ده ورکړل شوې او نه د هغو د بحالۍ دباره اقدامات شوي دي.

د بشري حقونو کمېشن ويلي، دا عمليات دې د نورو په زوره بې درکيانو، حراستی مرکزونو يا پوځي عدالتونو، عدالت نه لرې وژنو، غېر قانونه ګرفتاريانو او حراستي مرکزونو کې د جواز په توګه ونه کارول شي.

په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".

پوځ ويلي وو،"فورم د ځينو خلکو لخوا د عزمِ استحکام په حواله بلاجوازه تنقيد او ځانګړو ګټو ترلاسه کولو دپاره په اوازو اندېښه څرګنده کړې وه".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG