لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناکامه قاتلانه حملې د پېښې وروسته، تر اوسه ټرمپ د خپلې ژوبلې په اړه رسمي معلومات ندي خپاره کړي


څلور ورځې پس د هغه چې د پېنسلوېنیا په بټلر سیمه کې د امریکا په پخواني صدر ډونالډ ټرمپ باندې د قاتلانه حملې ناکامه هڅه وشوه، تر اوسه عوامو ته څه روښانه معلومات ندي ورکړی شوي چې ټرمپ څومره ژوبل شوی، روغتون کې یې څه درملنه یې شوې، او یا د دې زخم یا زخمونو کوم دوامداره اثر به د هغه په صحت باندې پاته وي او که نه.

د ټرمپ انتخابي کمپېن د نوموړي د صحت په باب د څه ویلو، د کوم مېډيکل رپوټ یا ریکارډ د خپرولو، او یا هم د هغه د معالجو ډاکټرانو د ښودلو نه ډډه کوي او دې ته انتظار دي چې دا معلومات به د خپله ټرمپ، د هغه د ملګرو او یا کورنۍ له خلې خلکو ته وویل شي.

د ټرمپ د روغتیا په اړه اولني معلومات د حملې نه نیمه ګېنټه پس خواره شول. کله چې په ټرمپ ډزې وشوې، هغه پرځمکه ولوېد، او چې کله بېرته پورته کړی شو، نو داسې حال کې چې د غوږ نه یې په مخ باندې وینې بهېدلې وې، لاپرواه یې خپل سوک په هوا کې پورته پورته کولو او خپلو پلویانو ته یې د "فایټ" نعري وهلي چي د مزاحمت یا مبارزې معنا ورکوي. د ټرمپ کمپېن وروستو یو بیان جاري کړ او ویې ویل چې هغه "ښه" دی او "په یو ځایي مېډیکل مرکز کې معاینه کیږي."

د هغه ترجمان وویل چې "نور جزئیات به وروسته څرګند کړی شي."

د همغې ورځې د ماښام تر ۸:۴۲ بجو پورې څه معلومات نه و ترلاسه شوي، خو بیا ټرمپ پخپل تروټ سوشل نومې پلېټفارم باندې ولیکل چې په هغه مرمۍ/ګولۍ لګېدلې ده. ټرمپ لیکلي و چې ګولۍ د هغه د ښي غوږ پورته برخه سورۍ کړې ده.

د هغه په بیان کې راغلي و: "زه سمدستي پوه شوم چې څه خرابي روانه ده، او په دې کې مې یو تېز غږ، ډزې واورېدې او فورآ مې احساس وکړ چې ګولۍ زما د پوستکي نه تېره شوه."

د ملګرو او کورنۍ لخوا معلومات

ولسمشرانو او د سترو پارټیو نامزدان له ډېرې مودې راهېسي مجبوره دي چې کله د هغوی د صحت په باب څه پوښتنې راپورته شي، نو یوې خوا ته د ډاکټر او مریض ترمنځ چې د معلوماتو د تحفظ څه حق دی هغه هم خیال کې وساتي او ترڅنګ یې د خلکو دا توقع هم پوره کړي چې غواړي د خپلو مشرانو د صحت او د جسماني قابلیت په باب معلومات ترلاسه کړي. د مثال په طور، ټرمپ د ډېرې مودې راهېسي په صدر جو بایډن زور اچولی چې باید د ذهني صحت یو امتحان ورکړي.

د صحت ماهرین وایي، کله چې په یو صدر یا پخواني صدر باندې ډزې وشي او هغه زخمي شي، نو په یقیني توګه ډاکټران د هغه د صحت ارزونه کوي او یو مېډيکل رپوټ یې د جسماني صحت په باب تیاوري.

په ۱۹۸۱ کال کې چې د امریکا د هغه وخت په صدر رانلډ رېګن ناکامه قاتلانه هڅه وشوه او په ګولۍ وویشتل شو، هغه سمدستي واشنګټن هسپتال ته ولېږدول شو او بیا د هسپتال چارواکو په منظمه توګه د هغه د صحت او حالت په باب عوامو ته معلومات ورکول.

ټرمپ په تېرو درېیو ورځو کې د خپل رېپبلېکن ګوند په کنوېنشن کې راڅرګند شوی او په ښي غوږ باندې یې سپینه پټۍ تړل شوې ښکاري. خو د خالي/شنبې ورځې راهېسي د ټرمپ انتخابي کمپېن د هغه د صحت او یا درملنې په باب هېڅ کوم بیان ندی جاري کړی.

د کمپېن پر ځای، د ټرمپ ملګري او رشته داران دا خبرونه خپروي.

د کانګرس ممبر راني جکسن چې د ټرمپ د صدارت پر مهال یې وایټ هاوس کې د ټرمپ د ډاکټر په حیث کار کولو او د ډزې د پېښې وروستو د هغه سره په سفرونو کې مل پاته شوی دی، د ګل/دوشنبې په ورځ په یو پاډکسټ مرکه کې وویل چې د ټرمپ د غوږ یوه برخه شکېدلې ده، خو زخمی به یې روغ شي.

جکسن زیاته کړه چې په کار ده د زخم علاج په احتیاط وشي چې نور وینه ترې رانشي.

د ټرمپ زوی، اېرېک ټرمپ له سي بي اس سره په یوه مرکه کې د شورو په ورځ وویل چې د پلار د غوږ زخم یې ګنډل شوی ندی (بخۍ نده لګول شوې)، خو زخم یې لا تازه دی.

یاده دې وي چې ټرمپ کله صدر و، نو هغه وخت یې هم د صحت په اړه ډېر کم معلومات ورکول کېدل. په ۲۰۱۶ کال کې چې د اول ځل دپاره صدارتي انتخاباتو ته اودرېد، نو هغه وخت یې هم د خپل بشپړه مېډیکل رپوټ د خورولو انکار وکړ او صرف یې د خپل ډاکټر یو یادداشت جاري کړ چې په کې ټرمپ صحتمنده بلل شوی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG