د غزې په ښار کې د بې ځایه شویو خلکو په یو سکول باندې د اسرایلو هوايي برید د خالي/ شنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان ووژلي، بل اړخ ته حماس ویلي، چې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې په دوه بریدونه کې د حماس د سیمه ایز قوماندان په ګډون نهه وسله وال ووژل شوي دي.
د اسرایلو پوځ ویلي، د لوېدیځې غاړې په دوو هوایي بریدونو کې لومړی یي د طولکرم ښار ته څېرمه په یوه موټر کې د وسلوالو په یوه سیل باندې وکړ، چې په وینا یي، د برید د ترسره کولو په حال کې وو.
د حماس په یوه بیان کې ویل شوي چې په وژل شویو کې یو یې د طولکرم قوماندان وو، بل اړخ ته یي اتحادي اسلامي جهاد ډلې ادعا کړې چې په برید کې وژل شوي څلور نور د هغوي جنګیالي وو.
اسرایلي ځواکونو د دغه هوایي برید یو ساعت وروسته، په سیمه کې دوهم هوایي برید هم کړې او وایي چې د وسلوالو یوه بله ډله یي پکې په نښه کړې چا چې یي په عسکرو ډزې کړې وې، د اسرایلو پوځ دې بریدونو ته په تلکرم کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات ویلي.
د فلسطین خبري ایجنسۍ وافا ویلي چې په دې برید کې څلور کسان وژل شوي خو حماس ویلي چې په لویدیځه غاړه کې د اسرایلو په دوو بریدونو کې وژل شوي ټول نهه تنه جنګیالي وو.
بل اړخ ته د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کیدو نه وروسته د حماس اؤ ایران لخوا د بدلې اخستو ګواښونه مخې ته راغلي اؤ دې سره د غزې د جګړې سیمې ته د خورېدو په اړه اندېښنې لا سیوا شوي دي.
په لبنان کې د اسرایل حمله کې د حزب الله د کمانډر فواد سکر اؤ تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژنو وروسته د تېرې یوې اوونۍ په مهال سیمه کې تاو تریخوالی سیوا شوی دی.
اسرایل په اعلانیه ډول د اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واري نه ده قبوله کړې خو د ایران سپریم مشر ددې وژنې پړه په اسرایل ور اړولې اؤ اعلان یې کړی چې د اسماعیل هنیه د وژنې بدله به اخلي..
د ایران له ګواښونو وروسته امریکا پرله پسې اشارې ورکوي چې اسرایل به په سیمه کې یوازې نه پرېږدي.
اسرایل د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزې کې له حماس سره په جګړه اخته دی. اسرايلي چارواکي وايي د حماس په هغو بریدونو کې 1200 اسرايلي وګړي وژل شوي چې وایي اکثریت یې ولسي خلک وو.
اسرايل د دغو بریدونو په جواب کې په غزه کې د حماس په ضد عملیات پیل کړي دي، چې د غزې د روغتیا د چارواکو په وینا تر اوسه پورې پکې څه باندې 39,480 کسان وژل شوي چې وایي اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.
Forum