لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو ډلو ويلي، ايران په يوه ورځ د دوو افغانانو په ګډون 29 کسانو ته د پانسۍ سزا ورکړې


د بشري حقونو ډلې ويلي، ايران پرون په اتم اګست په يوه ورځ لږ تر لږه 29 کسانو ته د پانسۍ سزا ورکړې ده، په دغو کسانو کې چې دوه افغان وګړي هم شامل دي، 26 پکې په يو ځای په زندان کې په دار ځړول شوي دي.

ايران دغه سزاګانې وروسته له هغې ورکړي چې يوه ورځ وړاندې یې د کال 2022م د مظاهرو په تړاو يو تن ته د پانسۍ سزا ورکړې او دغه سزا په نړیواله کچه غندل شوې وه.

په ناروی کې د ايران د بشري حقونو ډلې ويلي، پرون د ايران د پلازمينې تهران نه بهر د کېراج په غېض الحصار زندان کې 26 کسان په يو ځای په دار ځړول شوي، او درېو نورو ته د کېراج د ښار په زندان کې د پانسۍ سزا ورکړل شوې ده.

ويل شوي، دغو کسانو ته د وژنو، نشه يي توکيو او جنسي تيريو په تړاو سزاګانې ورکړل شوي دي.
د بشري حقونو نورو ډلو، چې پکې په امریکا کې د بشري حقونو ايجنسي (هرانا) او ايران کې د بشري حقونو مرکز (CHRI) شامل دي، هم تاييد کړې چې په کېراج کې لږ تر لږه 24 کسان په دار ځړول شوي دي.

د بشري حقونو ډلې په ايران نيوکې کوي چې هر کال د چین نه علاوه تر ټولو زياتې د پانسۍ سزاګانې ورکوي، او د بشري حقونو د ډلو په وينا ايران د کال 2022م د مظاهرو نه وروسته د پانسۍ سزاګانې په ټولنه کې د ويرې خورولو دپاره ورکوي.

ايران کې د شري حقونو سازمان (اېچ آی آر) مشر محمود اميري مقدم ویلي، د نړیوالې ورورولۍ د سمدستي غبرګون نه بغېر، په راتلونکو مياشتو کې هم په اسلامي هيواد (ايران) کې په لسګونو کسان د مرګ د مشين ښکار کېدی شي.

د بشري حقونو سازمان ويلي، ايران کې په وروستيو کلونو کې په دومره غټه کچه د پانسۍ د سزا ورکولو مثال نشته، دومره پانسيانې په وروستي ځل په 2009م کې ورکړل شوې وې.

د بشري حقونو ډلو د غلام رضا رسايي په نوم تن د پانسۍ سزا ورکولو غندنه کړې، څوک چې په کال 2022م کې د پاسداران انقلاب ځواک د يو ساتونکي د وژنې په تور کې مجرم ګرځول شوی وو.

د بشري حقونو ډلو ويلي، دغه تن ته سختې سزاګانې ورکړل شوې او په هغه په زوره جرم منل شوی وو.

ويل شوي، غلام رضا رسايي چې عمر یې خواوشا 35 کاله وو، دا هغه تن دی چې د مهسا اميني په بند کې د وژنې وروسته په ستمبر 2022م کې د پيل شوو احتحاجي مظاهرو په لړۍ کې ورته پانسي ورکړل شوې او دا لسم تن چې د دغو مظاهرو په تړاو کې په دار ځړول شوی دی.

اېمنسټي انټرنېشنل ويلي، دغه د لږکۍ کُرد نسله تن چې د يارسان عقيدې منونکی وو، هغه ته په پټه د پانسۍ سزا ورکړل شوې، کورنۍ یې نه وه خبر کړل شوې او نه یې وکیل خبر کړل شوی، او د پانسۍ وروسته یې کورنۍ مجبوره کړل شوې، چې د کوره لرې یې ښخ کړي.

اېمنسټي انټرنېشنل ويلي، دغه تن ته د کال 2023م په اکتوبر کې وروسته له هغې، چې وهل شوی، د بجلۍ کرنټونه ورته ورکړل شوي، ساه یې بنده کړل شوې، جنسي تشدد پرې شوی، او نور ناوړه عملونه ورسره شوي، او جرم پرې منل شوی، د پانسۍ سزا ورته ورکړل شوې وه.

د فرانس د بهرنيو چارو وزارت غلام رضا رسايي ته د ورکړل شوې سزا غندنه کړې، غېر منصفانه او غېر انساني سزا یې ورته ویلي دي.

د ايران دپاره د امریکې خصوصي اېلچي (استازي) ابرام پيلی دفتر هم په ايران تور لګولی، چې په مظاهره چیانو په غلطو قضيو کې په زوره جرمونه مني، او سزاګانې ورته ورکوي.

ايران کې د بشري حقونو سازمان ويلي، رسايي عدالت ته ويلي وو چې په زوره پرې جرم منل شوی خو عدالت د هغه بيان د پامه غورځولی وو.

ياد سازمان ويلي، په ايران کې يواځې سږ کال لږ تر لږه 345 کسانو ته د پانسۍ سزا ورکړل شوې ده.

د سازمان مشر اميري مقدم ويلي، ايران د خپل پخواني دښمن اسرايل سره کړکېچ پله د نړۍ پام ګرځولو څخه ګټه پورته کوي او په غټه کچه د پانسۍ سزاګانې ورکوي.


(د دې خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ونې په پاڼو د انځورونو جوړول یا لیف ارټ هنر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG