لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د نایب صدارت د پاره امیدواران: ټېم والز او جی ډي وېنس پوځي خدماتو ته یوه کتنه


په تیرو 20 کلونو کې د لومړي ځل لپاره ریپبلکن او ډیموکریټانو دواړو د امریکا د نایب صدارت لپاره هغه کسان غوره کړي چې پوځ کې یي وخت تیر کړی او نظامي تجربه لري. دې نه مخکې په ۲۰۰۴ کال کې داسې شوي ول کله چې صدر جورج ډبلیو بش د سنېټر جان کیري سره مخامخ شوې وو.

ریپبلکن ګوند سېنټر جی ډي وینس او ډیموکریټک ګوند د مینیسوټا ګورنر ټېم والز د خپل ګوندونو لخوا د امریکا د نایب صدارت د پاره امیدواران کړي دي. که څه هم د دوي سیاسي نظرونه جدا دي خو دواړه په پوځ کې د خدماتو یو شریک تاریخ لري.

والز ۱۷ کلن وو چې په رضاکارانه توګه په ارمي نېشنل ګارډز کې بهرتي شولو او بیا یي ۲۴ کاله پکې تیر کړل. د مینیسوټا نېشنل ګارډز په وینا، والز مینیسوټا ته لیږدلو نه مخکې په نېبراسکا کې د سینیر سرجنټ او د یو انتظامي ماهر په توګه خپله دنده ترسره کوله.

په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کال کې د اتو میاشتو لپاره ټېم والز په افغانستان کې د دوامدارې ازادۍ د عملیاتو په ملاتړ ایټلي ته استولې شوي وو چې مقصد یي د اروپا په بیلابیلو ځایونو کې د امنیتي ماموریتونو سره مرسته کول وو خو هغه په جګړه کې شخصي برخه نه ده اخیستي.

بل اړخ ته وینس چې جیمز ډیویډ هیمل نوم یي وو، ۱۹ کلن وو چې په خپله خوښه یي پوځ کې ځان بهرتي کړې وو او څلور کاله یي د امریکا د سمندري ځواکونو د غړي په توګه دنده ترسره کړله. هغه په ۲۰۰۵- ۲۰۰۶ کال کې د شپږو میاشتو د پاره عراق کې د پوځي عملیاتو په وخت د یو پوځي خبریال په توګه خپله دنده ترسره کړې ده.

د ښاغلي والز په څیر وینس هم جګړه نه ده لیدلې او وایي چې هغه "خوشاله دی چې له هرې ریښتینې جګړې څخه بچ پاتي دی.”

د وېرجینیا د ویټرنز د خدماتو د بورډ مشر کارل بیډل وي او اې ته وویل،"دا چې راتلونکی مرستیال صدر به حکومت ته نظامي تجربه راوړي کومه چې زمونږ د هیواد لپاره ښه خبره ده."

ښاغلي وینس د شور یا چهارشنبه په ورځ په والز نیوکه وکړه ادعا یي وکړه چې د ډیموکریټانو نایب صدر عراق ته د تلو نه مخکې خپله یونټه پریخودلې وه.

خو د فیډرل الیکشن کمېشن ریکارډ ښآیي والز په ۲۰۰۵ م کال کې د کانګرس د انتخاباتو د پاره خپله پوځي دنده پریخودلي وه. او د هغه یونټه په ۲۰۰۶م کال د مارچ په مایشتې کې عراق ته لیږل شوي وه.

یاده ده وي د سږ کال د نومبر په پينځمه نېټه کېدونکي صدارتي انتخاب ټرمپ د ريپپلېکن پارټۍ صدارتي امیدوار دی او هغه وېنس ځان سره د نایب صدارت دپاره نامزد کړی دی.

بل اړخ ته د امریکا نائب صدرې کاملا هېرېس چې د سږکال د نومبر میاشت کې کیدونکي صدارتي ټاکنو لپاره د ډیموکرېټک ګوند ممکنه صدارتي نومانده هم ده ،د خپل مرستیال صدر لپاره د مینیسوټا ګورنر یا والي ټیم والز نامزد کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG