لاس رسیدونکی لینک

 
بنګله دېش : د شیخ حسینه واجد په ګډون د اوو پخوانیو اعلا چارواکو ضد د قتل عدالتی تحقیقات پیل شوي
تازه خبر

بنګله دېش : د شیخ حسینه واجد په ګډون د اوو پخوانیو اعلا چارواکو ضد د قتل عدالتی تحقیقات پیل شوي


شیخ حسینه واجد د طالبعلمانو له سختو احتجاجونو وروسته په پینځم اګست له خپل منصب نه مستعفي شوې وه اؤ ګاونډي هیواد هند ته تښتېدلې وه ، د اې اېف پي ترمخه په دغه احتجاجونو کې د 450 نه زیات کسان وژل شوي وو. (فایل فوټو)
شیخ حسینه واجد د طالبعلمانو له سختو احتجاجونو وروسته په پینځم اګست له خپل منصب نه مستعفي شوې وه اؤ ګاونډي هیواد هند ته تښتېدلې وه ، د اې اېف پي ترمخه په دغه احتجاجونو کې د 450 نه زیات کسان وژل شوي وو. (فایل فوټو)

د بنګله دېش یو عدالت د ګوښه شوې وزیراعظمې شیخ حسینه واجد او د هغې د حکومت د شپږو نورو اعلا چارواکو پر ضد د قتل تحقیقات پیل کړي دي.

د اې اېف پي خبري ادارې د خبر له مخې یوه تن د ځايي وکیل مامون میا له لارې په عدالت کې خواست جمع کړی چې پکې د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینه واجد، د کورنیو چارو پخواني وزیر اسد الزمان خان، د عوامي لیګ جنرل سیکرټري عبید قادر په ګډون د پولیسو د څلور اعلا چاوراکو پرضد د يو تن د وژنې په تور دې مقدمه وکړی شي.

د ډهاکه میټرو پولیټن عدالت په دغه خواست پولیسو ته امر کړی چې د تورن کسانو پرضد د قتل تحقیقات پیل کړي.

د عدالت دا حکم د بنګله دیش په قانون کې د کوم تن پرضد د فوجداری مقدمې پیل کېدو اولنی ګام دی.

شیخ حسینه واجد د طالبعلمانو له سختو احتجاجونو وروسته په پینځم اګست له خپل منصب نه مستعفي شوې وه اؤ ګاونډي هیواد هند ته تښتېدلې وه ، د اې اېف پي ترمخه په دغه احتجاجونو کې د 450 نه زیات کسان وژل شوي وو.

د حسینه واجد وروسته نوبیل انعام یافته ډاکټر محمد یونس د بنګله دېش د ۱۵ کسیز نوي لنډ مهاله حکومت مشري سمبال کړې ده.

بنګله دېش کې په سرکاري ملازمتونو کې د کوټې د نظام خلاف په 15مه جولایي طالبعلمانو احتجاجي مظاهرې پیل کړې وې.

مظاهره چیانو د پاکستان څخه د ازادۍ اخستو په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو غړو ته سرکاري ملازمتونو کې د 30 فیصده کوټې ځانګړې کولو خلاف احتجاج کولو.

مظاهره چیانو تور لګولی وو چې ملازمتونو کې د کوټې ځانګړې کولو ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته ورسیږي.

عوامي لیګ هغه یواځينی ګوند وو چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په کال 1971م کې پاکستان نه د بیلیدو لپاره د بنګله دېش جوړولو د تحریک مشري کړې وه.

یادونه: د دې خبر معلومات اې اېف پي او اې پي نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG