لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

عمران خان:د جنرال فېض په ګرفتارۍ نه یم ویرېدلی ګنې د جوډيشل کمیشن خبره به مې نه کوله

د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان وویل اسټیبلشمنټ په ټګۍ راوستي خلک په اقتدار کښینولي اؤ هغوي اوس د ملک ادارې تباه کوي .(فایل فوټو)
د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان وویل اسټیبلشمنټ په ټګۍ راوستي خلک په اقتدار کښینولي اؤ هغوي اوس د ملک ادارې تباه کوي .(فایل فوټو)

د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان وایي د جنرال (ر) فېض حمید په ګرفتارۍ بیخي نه دی ویرېدلی اؤ که چرې ویرېدلو نو د جوډیشل کمیشن خبره به یې نه کوله.

په اډیاله زندان کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان ویلي د هغه په ضد نوی ریفرنس په ۲۳م نومبر د چیف جسټس په ریمارکس جوړ کړل شوی اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې ده چې هر کله یوه قضیه د اورېدنې لاندې وي نو چیف جسټس په هغې څنګه ریمارکس ورکولی شي.

عمران خان پخپلو خبرو کې ویلي، هغه اسټیبلشمنټ نه غوښتنه کوي اؤ پېغام ورته ورکول غواړي چې تاسو هیواد د تباهۍ لوري ته روان کړی دی.

هغه وویل اسټیبلشمنټ په ټګۍ راوستي خلک په اقتدار کښینولي اؤ هغوي اوس د ملک ادارې تباه کوي .

پاکستان کې د انټرنیټ د بندېدو په اړه د تحریک انصاف مشر وویل ، په ټولنیزو رسنیو د بندیز لګول کیدو له امله هیواد ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو تاوان اړول شوی اؤ تور یې لګولی چې دا هر څه یوازې د چیف جسټس د ملازمت د مودې د پراختیا اؤ د پارلیمان دننه په دریوؤ کې د دوؤ برخو اکثریت ترلاسه کولو لپاره کولی شي.

د عمران خان حکومت د کال 2022م د اپرېل په میاشت کې د پارلیمان دننه د بې باورۍ د تحریک له لارې اپوزیشن ګوندونو نسکور کړی ؤ اؤ بیا د هغه اؤ د ګوند د نورو مشرانو په ضد یې بیلابیلې مقدمې جوړې کړل شوې وې.

تېر کال په پينځم اګست د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور د توشه خانې په قضیه کې عمران خان ته د درېوؤ کالو د بند سزا اورولې وه، او د هغې راهسې عمران خان په جېل کې بندي دی.

د خپل حکومت له نسکورېدو وروسته هغه په امریکا تور لګولی و چې حکومت یې د امریکا په سازش نسکور کړل شوی خو وروسته یې بیا وویل"د حکومت د لرې کولو سازش یې د امریکا څخه نه د پاکستان نه پيل شوی وو"

امريکې، د پاکستان پوځ او حکومت د عمران خان دا تورونه څو ځله رد کړي چې ګنې حکومت یې د سازش له لارې ختم کړل شوی ؤ

See all News Updates of the Day

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند: که د چمن پرلت غوښتنې نه منل کيږي د اسمبلۍ مخې ته پرلت پيلوو

Chaman Eid.
Chaman Eid.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند چيرمېن خوشحال خان کاکړ چمن پرلت ته په خپله وينا کې د پاکستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د چمن خلکو غوښتنې دې ومنل شي که نه مني بيا به د ملت پاله ګوندو سره په ګډه په کوټه کې صوبايي اسمبلې مخې ته احتجاجې پرلت پيل کړي.

د عوامې نيشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اڅکزي وويل چې دا وخت په چمن کې عادي خلکو ﺭوﺯګاﺭ دﺭواﺯې تړلو څخه حکومت په خپل لاس خلک ﺭاپاﺭولو ته هڅوي.

په چمن کې ناست ملت پاله ګوندونو او سوداګرو پرلت د تيرکال اکتوبر مياشتې څخه ﺭوان دی.

د تيري مياشتې اګست دياﺭلسمه نېټې څخه په چمن کې بیرته شروع شوی د څلوﺭو ملت پاله ګوندونو او سوداګر تنظيمونوګډ احتجاجې پرلت نن د سپتمبر پر ۱۷مه هم ﺭوان وو او پکې په ﺯيات شمير خلکو ګډون دﺭلودې او د حکومت څخه د چمن او سپين بولدک تر منځ دﺭواﺯه باندې د پخوا په څېر پر شناخت کاﺭډ او افغان تذکره د پاکستان څخه تګ او ﺭاتګ کولو غوښتنه یې کوله.

خو پاکستان حکومت اوس هم پر دغه پريکړه ولاړ دی او وايي چې بي له پاسپوﺭټ او ويزې هيچاته به هم پر چمن پوله تګ او ﺭاتګ کولو اجاﺯه وﺭ نه کړي.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند چيرمېن خوشحال خان کاکړ دغه پرلت ته نن په خپله وينا کې وويل که چيرې درپاکستان حکومت د چمن د خلکو غوښتنه نه مني دوی به د صوبايي اسمبلۍ ومخته ته احتجاج اعلان کړي او ټوله بلوچستان کې به لارې بندې کړي.

"موږ وويل چې په دغه پرلت کی به د چمن خلک ناست وي دغه بس د چمن مسله ده د پشتون افغان مسله نه ده يا عزيزه دا مسلم باغ قلعه سيف الله ژوب لوﺭالای ټوله وطن مسله ده يواځي د چمن مسله نه ده موږ په ټوله سيموکې جلسې جلوسونه کړي دي هړتالونه کړي دي موږ ستاسو سره قول کوو چې دغه د ټولې جنوبې پشتونخوا مسله اوس جوړه شوې ده موﺯ به ګډ احتجاج په کوټه کې اسمبلۍ ومخته کوو".

د ملت پاله ګوندونو او تاجر تنظيمونو دلته په چمن کې ﺭوان پرلت ته د خوشحال کاکړ لخوا احتجاج کوټې ته غځولو دغه نوي بيان باندې په سم لاسې توګه د حکومت عکس العمل مخته نه دی ﺭاغلی. وي او اې ډيوه د بلوچستان حکومت وياند شاهد ﺭند سره تماس نيولو او د حکومت دﺭيځ اخستلو هڅې وکړې خو هغه جواب نه دی کړی.

خو د بلوچستان حکومت اعلا چاﺭواکو مخکې خبري ﺭسنیو ته ويلي وو چې پاکستان به د افغانستان سره تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ ويزه د پرېکړې څخه پر شا نه شي.

چمن پرلت کې دا وخت عوامي نيشنل ګوند، پشتونخوا نيشنل عوامي ګوند، نيشنل ډيموکريټک ګوند او پشتون ژغوﺭنې غوﺭځنګ او سوداګر او خواﺭيکښ تنظيمونه ګډون لري.

و پرلت ته عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اڅکزي وويل د سپين بولدک او چمن تر منځ دﺭواﺯه باندې پاسپوﺭټ ويزه شرط عملې کيدو له وجې قبايلو خپل منځ کې ﺭشتې پرې شوې دي او بل پرعادې خلکو ﺭوﺯګاﺭ دﺭواﺯې حکومت تړلي دي د دغه پريکړې څخه حکومت په خپل لاس خلک ﺭاپاﺭولو ته هڅوئ.

"چې پر يوه قدم وينې هغه مې کاﺭوباﺭ دی دا مې ژوند دی دلته مې وﺭوﺭ دی او بیا دا تاﺭيخ یوہ ناولده ظلم دی چې موﺭ د لوﺭ وجناﺯې ته نه پريزدې پلاﺭ د زوی وجناﺯې ته نه پريزدې يوه د بل و شادې ته نه سره ايله کوې او بيا وايې، ﺯه انصاف کوم دا څنګه انصاف دی چې ته وایې په دغه انصاف ﺯه ﺭياست چلوم موږ صفا دﺭته وايو دغه ﺭنګه انصاف ﺯموږ پلار او نيکونو نه دی منلی".

تېر کال په اکتوبر کې لنډمهاله حکومت د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې له افغانستان سره پر پوله د پاسپورټ شرط نافذ کولوپريکړه وکړه چې د دغه پريکړې مخکې له چمن ښاره هره ورځ په زرګونو کارګر او کوچني سوداګر له افغانستان سرحدي بازارونو ته په پاکستاني شناختي کارډ او له چمن سره څېرمه د افغانستان د سرحدي سیمو خلک په افغان تذکره پاکستان ته تګ راتګ ﺭاکاوه، چې بيا د هغه وخت حکومت د دې پرېکړې پر ضد د تېر کال د اکتوبر له 20مې د روان کال د جولای تر 21مې په چمن ښار کې نهه میاشتنی اوږد احتجاجي پرلت وشو.

منځګړې کمېټۍ د حکومت او پرلت والوترمنځ نتيجه وﺭکونکې خبرو وﺭوسته د جولای پر 21م دغه پرلت ختم کړل شو خو بیا پرلت کمېټۍ پر حکومت د خبرو څخه پرشا کيدو توﺭ لګولو وﺭوسته د اګست پر دياﺭلسمه بيرته پرلت پيل کړی دی.

د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وايي، د صوبې وزیراعلا د افغانستان سره په خپل سر خبرې نه شي کولی

د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي ويلي د افغانستان سره خبرې د رياست کار دی، نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړي چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډا پور ويلي وو که مرکزي حکومت اجازت ور نه کړي د افغانستان سره به نېغ په نېغه خبرې وکړي.

علي امين ګنډاپور په 11م ستمبر د وکيلانو يوې غونډې ته ويلي وو اوس به پخپله د افغانستان سره خبرې کوي، آو د صوبې نه به پلاوی افغانستان ته ليږي، نوموړي له دغې وروسته په پېښور کې د افغان قونصل جنرل سره ملاقات کې ويلي وو سيمه ييزه امن د افغانستان او پاکستان دواړو د پاره مهم دی.

صوبايي حکومت افغانستان ته د پلاوي لېږلو لپاره لا هم کومه نېټه نه ده اعلان کړې خو د خېبر پښتونخوا ګورنر وايي د افغان طالبانو سره خبرې کول د صوبايي حکومت نه بلکې د رياست کار دی.

فېصل کريم کنډي ويلي، "هغه څنګه د رياست يا فېډريشن په اساس هلته ځي، او په هغې باندې بيا خبري کوي چې داسې کوو يا به داسې کوو".

د پاکستان حکومت دعوه کوي، افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د وسله والو بريدونه سېوا شوي او څړنيزو ادارو روپورټونو ترمخه يواځې د اګست په مياشت کې په پاکستان کې 59 بريدونه شوي او په دې ترټولو زيات 29 په خېبر پښتونخوا او 28 په بلوچستان صوبه کې شوي دي.

پاکستان تور لګوي چې وسله وال په پاکستان کې د بريدونو د پاره د افغانستان خاوره کاروي خو افغانستان دغه تورونه ردوي.

څيړونکي وايي کله چې په افغانستان کې جمهوري حکومتونه وو په پاکستان تورونه لګېدل چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي او د کوټې او پېښور شورا په نوم په پاکستان کې موجود وو.

د څيړونکو په خبره د پاکستان هغه پاليسي ښکاري چې ناکامه شوې او د افغان طالبانو په واک کې دراتلو پس د پاکستان امنيتي ستونزې نورې هم سېوا شوي دي.

خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د باجوړ نه د عوامي نېشنل ګوند غړی نثار باز خان وايي، "افغانستان خپلواکۍ ته نه پريښودل کيږې، نن چې هلته څوک په واک کې دي، نو دا خو د پاکستان خواهش وو، د پاکستان د اسټبلشمنټ خواهش وو، چې دا خلک دلته راشي او دلته په اقدار کښېني، نو چې اوس د دوي کومې اړيکې خرابې دي بيا سوال راپورته کيږې، چې دوي دا خلک راوستل او کښېنول او مرسته يې ورکوله نو پکار ده چې اوس ورسره اړېکې سمې کړي".

څيړونکي وايي د پاکستان او افغانستان اړېکي ورځ تربلې په خرابېدو دي، په ډېورنډ پوله بريدونه سېوا شوې، د افغان کډوالو د واپسۍ لړۍ شروع ده، تجارتي لارې اکثر له بندې پرتې وي او په لوړه کچه د مذاکراتو کوم عمل روان نه دی.

څيړونکي وايي تر څو چې دواړو هېوادونو خپلې مسلې د مزاکراتو د لارې نه وي هوارې کړې ترهغې به يې اړيکي تاوجنې وي.

څيړونکي: د آی اېم اېف د پور پروګرام د پاکستان دپاره ضروري دی خو ګراني ورسره هم سېوا کېدی شي

د پاکستان نوم د نړيوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف د ایګزېکټیو بورډ د راتلونکې غونډې په ایجنډا کې په رسمي توګه شامل کړل شوی دی. آی اېم اېف به د ستمبر په 25 د پاکستان لپاره د اووه اربه ډالرو نوي پور پروګرام منظورۍ ته بیاکتنه وکړي. دغه خبره آي اېم اېف په خپله وېب پاڼه خپره کړې ده.

څیړونکي د پاکستان د خراب اقتصاد لپاره د آی اېم اېف پروګرام ضروري ګڼي، خو د دغه پروګرام د منظورۍ سره د ګرانۍ سېوا کېدو ویری هم څرګندوي.

پاکستان د خپل اقتصاد په ثبات کې د مرستې لپاره د نړیوال مالیاتې فنډآی اېم اېف څخه د اووه اربه ډالرو د پور غوښتنه کوي.

په تیرو ورځو کې د پاکستان سټېټ بینک ویلي وو چې حکومت یې د آی اېم اېف د پروګرام ټول شرطونه پوره کړي او اوس د IMF د پروګرام په ترلاسه کولو کې نور کوم خنډ نشته.

اسلام اباد کې د اسلامک پوهنتون استاز پروفېسر ډاکټر معراج الحق وايي، "اوسني وخت کې د آی اېم اېف پروګرام د پاکستان لپاره ډېر زیات ضروري دی. د پاکستان حکومت دعوه کوي، چې د آی اېم اېف ټول شرطونه یی پوره کړې او زما د معلوماتو تر مخه هم د آی اېم اېف ټول شرطونه پوره کړل شوي دي، چې له امله یې د پروګرام د منظورۍ قوی امکان شته".

د پاکستان او آی اېم اېف ترمينځه د جولايۍ په 12مه نېټه د سټاف لیول په کچه خبرې ترسره شوې وې. د آی اېم اېف د قرض نوی پروګرام به 37 مياشتو پوري جاری وي.

د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د آی اېم اېف لوطنامه د پاکستان د اقتصاد لپاره یو مهم ګام بلي، خو دا هم وایي چې د ټېکسونو کچه به زیاتول وي ځکه چې ملک په خيرات نه شي چلېدلی.

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په 15مه نیټه د سود کچه 17 فیصدو ته را کښته کړې او دعوه ګوي چې د ګرانۍ کچه 9۔6 فیصدو ته راکښته شوې، چې د اکتوبر 2021 راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.

خو څیړونکې د آی اېم اېف د پروګرام سره په ګرانۍ کې د زیاتوالي ویره څرګندوي.

اقتصاد پوه افتخار دراني وايي، د پاکستان بهرنۍ زیرمې، د چین، متحده اماراتو او سعودي عرب په اقتصادې مرستو سربیره، دا وخت هم یواځې نهه بيلينه ډالره دي، پاکستان ته په روان مالي کال کې 26.20 بيلينه ډالرو قرضې ورکول وي چی پکې د 16.3 بيلينو ډالرو قرضو موده به بیرته پراخول هم وي.

سوات: وسله والو په وروستي بريد کې د پبجي "PUBG" لوبې د لارې يو بل سره رابطه ساتله

د سوات د پوليسو مشر ډاکټر زاهدالله
د سوات د پوليسو مشر ډاکټر زاهدالله

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات د پوليسو مشر، ډي پي او ډاکټر زاهدالله وايي، وسله والو نزدې 20 ورځې وړاندې د سوات بڼ پوليسو په چوکۍ بمي چاودنه کړې، په دغه بريد کې ککړ کسان نيول شوي او هغوی ويلي، چې د بريد په وخت یې د رابطې دپاره ويډيوي ګېم يا لوبه پبجي "PUBG" د رابطې دپاره کاروله.

د اګست په 28مه د سوات د بڼ سيمې د نوي کلي پوليسو په چوکۍ د لاسي بم ګرنېډ د بريد ويل شوي وو، او په نتيجه کې یې يو پوليس اهلکار وژل شوی او دوه ژوبل شوي وو.

زاهدالله وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، ياد بريد د لاسي بم نه وو، اېښودل شوي بارودي مواد او بم وو، او هغې ته چاودنه ورکړل شوې وه.

د نوموړي په خبره، په ياد بريد کې ککړ درې کسان نيول شوي او د هغوی نه په پلټنو کې معلومه شوې، چې دوی د رابطې يا يو بل سره د تماس دپاره پبجي او نور اېپونه هم کارولي دي.

هغه وويل، د بڼ په بريد کې پينځه کسان ککړ وو، او درې پکې نيول شوي دي. د نوموړي په خبره، د دغو کسانو تعلق د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره دی، د پاکستان پوځ او حکومت اوس ټي ټي پي د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

په سوات کې په 14م اګست د سمبټ په سيمه کې نامعلومه وسله والو په پوليس پوسته بريد کړې او يو پوليس اهلکار يې وژلی وو، په دغه ورځ په چارباغ تيليګرام کې هم په پوليسو بريد شوی خو په هغې کې مرګ ژوبلې نه وې اوښتې.

د سوات د پوليسو مشر زاهدالله وايي، "په دې کې شک نشته چې د سوات په لرې پرتو غرونو کې د وسله والو شتون شته، خو حالات په قابو کې دي".

هغه وويل، د سوات، بونېر او شانګلې پورې غرييزه سيمو کې وسله وال ځای په ځای ښکاره کيږي خو په دې سيمه کې دوی دومره نه دي څومره چې په کال 2022م کې ښکاره شوي وو.

په سوات کې د کال 2022م د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو، ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.

له دغې وروسته هم د دغه کال ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې په اګست 2022م کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات او صوبې په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه لاريونونه او مظاهرې شوې وې.

دغه پېښې وروسته له هغې شوې چې د کال 2021م په 28 نومبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د څو بريدونو زمه وارۍ یې هم منلې وې.

سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو او د خېبرپښتونخوا صوبې په نورو سيمو کې د ناامنۍ د پېښو وروسته د ولسي پاڅونونو لړۍ پيل شوې کومه چې تراوسه روانه ده.

څيړونکي: د امریکا مرستې اوس هم د پاکستان دپاره ډېرې مهمې دي

د ستمبر په 16 مه د سیاسي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستيال جان باس په اسلام آباد کې له پاکستان مرستيال وزير اعظم او د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره ليدلي او د سيمه ييزه همکارۍ په اړه يي ورسره خبري کړي دي.

څيړونکې وايي پاکستان له امریکايي مرستو پرته په ترهګرۍ قابو نه شي موندلی.

ويل شوي، په دې ليدنو کې دواړو خواو د اقتصادي او امنيتي مسلو، او د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختيا په اړه خبرې شوي، او د ترهګرۍ او د سيمه ييزه ثبات د پياوړتيا په ارزښت پکې ټينګار شوی دی.

څيړونکې وايي، د سیمه ییزه امنیت لپاره امريکا اوس هم مثبت کردار لوبولی شي.

د نړیوالو چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر منور حسېن وايي، "د امریکايي مرستو پرته پاکستان مخ په وړاندې نه شي تللی، هغه که سياسي، سيکيورټي، معاشي يا بيا تعليمي چارې وي، پاکستان همیش امريکايي مرستو ته اړتيا لري".

د نوموړي په خبره، "د پاکستان په دفاعي صلاحیت کې جدت د امريکايي مرستو سره راغلی، دا وخت پاکستان له چين سره هم په ګډه په دفاعي صلاحيتونو کې اضافه کوي خو چې کومې دفاعي مرستې امريکا له پاکستان سره کړي هغه چين نشي کولی".

ويل شوي، جان باس له افغانستانه امریکا ته د افغان کډوالو ځای پر ځای کولو په بهیر کې د پاکستان د دوامداره همکارۍ مننه وکړه.

دا په داسې حال کې چې په دې ورستيو کې د پاکستان پوځ او افغان طالبانو ترمينځ نښتو کې د مرګ ژوبلې خبرونه مخې ته راغلي او پاکستان پرله پسې په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون او خوندي ځالو تورونه لګولي خو په افغانستان واکمنو طالبانو مدام دا تورونه رد کړي او دریځ لري چې نه خو په افغانستان کې وسله والې ډلې شته او نه څوک د افغانستان خاوره د بل هیواد په ضد کارولی شي.

په قاید اعظم پوهنتون کې د نړیوالو چارو استازرپروفېسر ډاکټر فهيم الله خان وايي، "دا وخت افعان طالبانو لپاره پاکستان يو اهم هيواد دی. زما په خيال طالبان دې باید د پاکستان جايز سیکیورټي مطالبات ومني. او هم دا به هغوی لپاره ګټه ور وي، پاکستان سره ښه اړيکي په راتلونکي کې افعان طالبانو ته معاشي او سياسي ګټې ورکولی شي. دغه سياسي، ډيپلوماټيک او معاشي ګټې ټي ټي پي افعانستان ته نه شي ورکولی".

له دې وړاندې په بلوچستان صوبه کې د 25م او 26 اګست په منځني شپه کې په بيلا بيلو وسله‌والو بريدونو پيښې امريکا په ښکاره غندلي چې پکې امنيتي اهلکارو په ګډون 70 نه زيات کسان وژل شوي وو.

له جان باس سره په دغو ليدنو کې په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم هم موجود وو.

له دې وړاندې، د ستمبر پر درېيمه په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم هم له اسحاق ډار سره د دوه اړخيزو اړيکو په بېلابېلو برخو کې "د همکارۍ د پراختیا" تر څنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د "خونديتوب" په اړه خبرې کړې وې.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00
XS
SM
MD
LG