د اوکراین هوايي ځواکونو د خالي- شنبې په ورځ ویلي د هېواد هوايي دفاع نظام یې د روس 14 ډرون ویشتلي او را غورځولي دي.
د اوکراین هوايي پوځ په ټیلي ګرام (پیغام رسولو اپلیکیشن) په یوه بیان کې ویلي چې دغه ډرون الوتکې د اوکراین په سویل او مرکز کې په شپږو سیمو کې ویشتل شوې او را غورځول شوي دي.
بلخوا د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوکراین د کرسک په سیمه کې په سام دریاب د یو پل د ویجاړولو لپاره غربي راکټ کارولی دی چې په ممکنه توګه د امریکا جوړ ایچ ای ایم اې ار ایس (HIMARS)راکټ وي. او په نتیجه کې هغه رضا کار وژل شوي چې د ملکي خلکو د ژغورلو هڅه یې کوله.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ ناوخته په ټیليګرام وویل چې "د اول ځل لپاره د کرسک سیمه د غربي ساخت جوړ شوو راکټ لانچرو سره په نخښه شوې ده چې په احتمالي توګه د امریکا جوړ ایچ ای ایم اې ار ایس (HIMARS)راکټ وي " .
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا زیاته کړه: " د برید په نتیجه کې په ګلشکو ضلع کې د سیم سیند پل په مکمله توګه ویجاړ شو او د ملکي خلکو په را ایستلو کې مرسته کوونکي رضاکاران ووژل شول. "
د اوکراین د پوځ مشر اولېکسانډر سرسکي د جمعې په ورځ وویل چې د اوکراین ځواکونه د روس کورسک سیمې
په ځینو برخو کې یو نه تر درې کیلومټرو پورې پرمختګ کړی دی.
کییف دعوه کوي چې د اګست له شپږمې نیټې راهیسې یې په دغه علاقه کې په 1,150 مربع کیلومیټر سیمه کې 82 ځایونه په خپل کنټرول کې اخیستي دي.
رویټرز ویلي چې په ازاده توګه د دواړو خواوو دعوې نه شي تاییدولی.
روس پر غرب تور لګولی چې د روس پر خاوره د اوکراين د لومړي ځمکني بريد هڅونه او ملاتړ کوي او ويلي چې د کيف "ترهګريز بريد" به د جګړې بڼه بدله نه کړي.
Forum