لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه: مرستندویه کارکوونکي وايي د اسرایل په برید کې د یوې کورنۍ 15 غړي وژل شوي دي


اې ایف پي فوټیج  چې سهار وختي اخیستل شوی کې ښودل شوي چې مرستندویه کارکوونکي د ویجاړ شوي کانکریټ بلاکونو انبارونو کې جسدونه لټوي.
اې ایف پي فوټیج  چې سهار وختي اخیستل شوی کې ښودل شوي چې مرستندویه کارکوونکي د ویجاړ شوي کانکریټ بلاکونو انبارونو کې جسدونه لټوي.

د غزه سول ډیفېنس ایجنسۍ ویلي چې د اسرایل په هوايي برید کې د نهه ماشومانو او دریو ښځو په ګډون د یوې فلسطیني کورنۍ 15 غړي وژل شوي دي.

د غزه د سول ډیفېنس ایجنسۍ ویاند محمود بسال اې ایف پي خبري ادارې ته ویلي برید د غزې په مرکزي برخه کې د الزویده په ګاونډ کې د اجله کورنۍ په کور شوی دی.

د اسرایل پوځ په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

يوه عيني شاهد اې ایف پي ته وويل چې بريد د نیمې شپې وروسته شوی دی.

احمد ابو الغول نومي تن اې ایف پي ته وویل: "درې راکټونه په مستقیم توګه په کور ولګېدل."

ابو الغول زیاته کړه : "دننه ډېر ماشومان او ښځې وې، دوی څه کړی و چې داسی ورسره وشول ؟"

اې ایف پي فوټیج چې سهار وختي اخیستل شوی کې ښودل شوي چې مرستندویه کارکوونکي د ویجاړ شوي کانکریټ بلاکونو انبارونو کې جسدونه لټوي.

د اسرایل او حماس تر منځ د لسو میاشتو زیاتې جګړې کې د غزې لویه برخه ویجاړه شوې ده.

دغه جګړه وروسته د هغه پیل شوه چې حماس د اکټوبر په اوومه پر اسرایل برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د اې ایف پي شمیرې چې د اسرایل حکومتي شمیرې دي ترمخه 1,198 کسان ووژل شول، چې زیات پکې ولسي وګړي وو.

حماس وسله والو په دغه برید 251 کسان هم یرغمل کړي وو، چې 111 یې اوس هم په غزه کې بندیان دي.

د اسرایل پوځ وایی حماس یرغمل 39 وژلي دي.

په غزه کې د حماس تر انتظام لاندې د صحت وزارت په وینا د اسرایل په ځوابي پوځي عملیاتو په غزه کې لږترلږه 40,005 کسان وژلي دي.

د صحت وزارت چې د ملکي او وسله والو د تلفاتو په اړه جزئیات نه وړاندې کوي.

خو اسرایل وایي په وژل شوو کې ډیر وسله وال دي.

په غزه کې جنګ د ختمولو او د اسرایل او حماس ترمنځ د امن په کوښښونو کې بوختو نړیوالو مرکچیانو د جمعې په ورځ‌ اعلان وکړو چې د فریقېنو ترمنځ اختلافات ختمولو دپاره یې دواړو خواو ته د سولې مجوزه تړون په چټکتیا د عملي کېدو په اړه نوی تجویز وړاندې کړی دی.

په واشنګټن کې یو امریکايي چارواکي وویل د امریکې صدر جوبایډن په دوحه کې د اسرایل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ او یرغمالانو د ازادۍ دپاره په تېرو دوو ورځو کې په مذاکراتو د پرمختګ په اړه د مصر صدر عبدالفح السیسي او د قطر امیر شېخ تمیم بن حماد بن الثاني سره په ټېلې فون خبرې وکړې.

صدر بایډن وویل په تېرو درو ورځو کې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی، معاهده ممکنه ده خو لا نور کار هم پاتې شوی دی.

په قطر کې د دوو ورځو مذاکراتو راغونډولو په موقع د امریکې، مصر او قطر مرکچیانو یو مشترکه بیان کې وویل خبرې اترې يې په سنجیده، تعمیري او مثبتې فضا کې وشوې.

(د دې خبر ځینې معلومات د ای پي او رویټرز اخیستل شوي)

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG