لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي مشرانو په وېسټ بېنک کې د یهودي ابادکارانو دلاسه د تشدد غندنه کړې


د صحت فلسطيني چارواکو ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وېسټ بېنک د نابلس ښار سره نږدې جېت کلي کې د تشدد کې یو فلسطینی وژل شوی او یو شمېر نور زخمیان شوي دي
د صحت فلسطيني چارواکو ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وېسټ بېنک د نابلس ښار سره نږدې جېت کلي کې د تشدد کې یو فلسطینی وژل شوی او یو شمېر نور زخمیان شوي دي

اسرایلي مشرانو د جمعې په ورځ په هم غږۍ د مقبوضه وېسټ بېنک کې د فلسطینیانو په یو کلي کې د یهودي اباد کارانو د تشدد غندنه وکړه چې په غزه کې د اسرایل او حماس د جنګ شروع کېدو وروسته په کې اضافه شوې ده.

د صحت فلسطيني چارواکو ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وېسټ بېنک د نابلس ښار سره نږدې جېت کلي کې د تشدد کې یو فلسطینی وژل شوی او یو شمېر نور زخمیان شوي دي.

د کلي اوسېدونکو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل لږ تر لږه ۱۰۰ پورې ابادکاران چې مخونه يې پټ کړي وو جېت ته داخل شوو، ډزې یې وکړې، کورونو او موټرو ته يې اورونه واچول او د اوبو ټېنکرو ته یې نقصان ورسوولو. د پېښې وډیوز کې لیدل کېږي چې کلی د اور په لمبو کې پټ دی.

اسرایلي وزیراعظم وویل هغه په تشدد کې ککړو کسانو خلاف په د جرمانه ګامونو په لړ کې قانوني ګامونه اخیستل کطږي. هغه په ابادکارانو غوښتنه وکړه چې د تشدد نه په شا شي.

د اسرایل صدر اېزک هرزوګ او د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د حملې غندنه وکړه. ګېلانټ وویل ابادکارانو په بې ګناه خلکو حمله کړې ده چې د اباداکارانو د اقدارو نمایندګي نه کوي.

اسرایل وېسټ بېنک د ۱۹۶۷ په جګړه کې نیولی او فلسطینیان يې د خپل اینده ریاست برخه ګڼي. په نړیواله کچه د فلسطینیانو په پراخه کچه حمایت کېږي.

د انساني حقونو تنظیمونه وايي د تشدد په لړ کې د يهودي ابادکارانو ګرفتاري او په ضد يې قانوني اخیستل کېدل انتهايي غېر معمولي خبره ده.

د جمعې په ورځ د فرانس او برطانيي خارجه وزیران د سفارتي خبرو اترو په لړ کې د اسرایل په دوره وو او دواړو د جمعې په ورځ په جېت کې د تشدد غندنه وکړه.

امریکايي سفیر جېک لیوهم د جمعې په ورځ په ټوېټر په وېسټ بېنک کې د ابادکارانو د تشدد غندنه وکړه او د اسرایلي چارواکو نه يې وغوښتل چې فلسطینیانو ته د تحفظ ورکړي.

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا شورا وویل په فلسطینیانو د ابادکارانو حملې د قبلولو وړ نه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG