د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلېنکن د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي چې اسریل په غزه کې د ډز بندۍ او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په اړه د اختلافاتو کمولو وړاندیز منلی او په حماس یې غږ کړی چې هغه دې هم دغسې وکړي.
بلېنکن د اسرایلي چارواکو سره د یوې ورځې لیدنو په وخت چې د اسرایل وزیراعظم نېتن یاهو سره د دوو او نیم ساعت ناسته هم شامله وه وروسته خبریالانو ته دغه غونډې "ډیرې مثبت" بللی دي.
خو بلېنکن دا ونه ویل چې ایا د حماس د وسله والې ډلې د وړاندیز په اړه شکایتونه په پام کې نیول شوي او که نه.
د امریکا اعلا سفارتکار د دې وړاندې ویلي وو ممکنه ده چې د امن موجوده خبرې په غزه کې د جنګ بندۍ اخېرۍ موقع وي.
په قطر کې د ډزبندۍ او د یرغمل شویو کسانو د راستنیدو په اړه خبرې له کوم پرمختګ پرته په ټپه ولاړې دي، خو تمه ده چې روانه اوونۍ د امریکا د وړاندیز پر اساس به د اسرایل او حماس ترمنځ د فاصلې د ختمولو لپاره خبرې اترې بیا پیل شي.
د بلېنکن دغه سفر په داسې مهال شوې چې د امریکا صدر جو بایډن د انتخابي کال له وجې او د شخړې په اړه د خپل دریځ او د ډیموکرېټک ګوند چې د ګل – دوشنبې په ورځ ډیموکرېټک ملي کنوېنشن پیلوي، د فلسطین پلوه لاریونونو او په سخت مقابلې په ریاستونو کې د مسلمانانو او عرب - امریکایی د راې ورکونکو په اړه د اندیښنو له وجې د سخت فشار سره مخ دی.
سره له دې چې امریکا د امید څرګندونه او د نېتن یاهو دفتر دا ناسته مثبته بللې، اسرایل او حماس دواړو اشارې ورکړې چې هر ډول معامله به مشکله وي.
د همدې مسلو په اړه له میاشتو راهیسې خبرې روانې دي، چې اسرایل وايي جګړه یوازې د حماس پوځي او سیاسي طاقت په توګه د ختمیدو وروسته پای ته رسېداې شي او حماس وايي چې دا به مکمل جوړجاړی مني او عارضي جوړ جاړې نه.
بلېنکن هم مشکلات تسلیم کړو او هغه وويل: " چېلنج د دې سره چې حماس د اختلافات کمولو وړانديز سره اتفاق وکړي، دا خبره یقیني کولو ضرورت دی چې په دې اړه واضحه پوهه شتون ولري چې بېلابېلې خواوې به څنګه خپلې ژمنې پوره کړي، او څنګه به په دغه معاهده عمل کوي." .
حماس ویلي دي چې د منځګړي په توګه پر امریکا خپل باور له لاسه ورکوي او امریکايي مذاکرات کوونکي یې د اسرایل په ملاتړ تورن کړي. او وایي چې داسې نوې غوښتنې یې کړې دي چې وسله والې ډله یې ردوي.
ويل شوي، د اسرايل او حماس ترمنځ د خبرو هدف د يرغمال اسرایليانو په خوندي ډول خوشي کول، او په غزه کې د تباهۍ خورونکې جګړې ودرول دي، په کومه جګړه کې چې په غزه کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د 40,000 نه زياتې وژنې شوي دي.
د مذاکراتو هدف په سيمه کې د کړکېچ کمول هم دي، چې پکې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنیه په ايران کې او حزب الله د مشر د لبنان په پلازمينه بيروت کې د وروستیو وژنو وروسته سېوا والی لیدل کيږي.
ايران د اسماعيل هنيه د وژنې د بدل اخستو اعلان کړی، او حزب الله هم د اسرايل خلاف د عملياتو چټکولو ويلي دي.
په سيمه کې کړکېچ په داسې وخت کې سېوا کيږي چې په غزه کې د جګړې 11مه میاشت ده.
د اسرايل او حماس جګړه د تېر کال اووم اکتوبر وروسته له هغې پيل شوې چې حماس په اسرايل حمله کړې او 1200 اسرايليان يې وژلي او 250 يې يرغمال کړي وو.
حماس د نومبر په میاشت کې د عارضي جنګ بندۍ په وخت خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړي وو. اسرايل وايي، اوس هم د حماس سره خواوشا د 100 پورې کسان يرغمال دي او په ممکنه توګه 40 تنه يرغماليان وژل شوي دي.
Forum