د خېبرپښتونخوا پوليسو دعوه کړې، د درابڼ تاڼې په علاقه کې د سي ټي ډي او نورو قانون نافذونکو ادارو د ترهګرو سره نښته شوې، او درې ترهګر يې وژلي دي.
د خېبرپښتونخوا پوليسو تېره شپه ناوخته په خپله فېس بک پاڼه خبر ورکړی، د درابڼ تاڼې په حدودو سګو پُل علاقه کې ورته د ترهګرو د موجودګۍ خبر ترلاسه شوی، بيا سي ټي ډي او نورو قانون نافذونکو ادارو یې پرضد علميات کړي، د ترهګرو سره نښته شوې، او درې ترهګر وژل شوي او پېژندګلو یې کولی شي.
د صوبې پوليس مشر آی جي اختر حیات خان د سي ټي ډي او نورو ټيمونو کارکردګي ستايلې، او ويلي يې دي، د ترهګرو خلاف به د دغه ناسور ختمولو پورې عمليات روان وي، او حکومتي عملداري به په هر صورت قايمه ساتي.
بيان کې ويل شوي، د ترهګرو پېژندګلو کولی شي، او په علمياتو کې سي ټي ډي او نورو قانون نافذونکو ادارو ته د کوم تاوان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دغه عمليات په داسې وخت کې شوي چې په وروستيو کې خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
پرون ناوخته د پاکستان پوځ ویلي، د 18lم او 19م اګست په مینځنۍ شپه کې افغانستان سره په پوله باجوړ ضلعه کې په پوله د امنیتي ځواکونو او خوارجو (تحريک طالبان پاکستان) ترمنځ نښته کې درې پوځيان وژل شوي او پوځ د پينځو خوارجو وژلو او څلورو ژوبلېدو ويلي وو.
د پاکستان پوځ ویلي وو، په افغانستان کې د عبوري حکومت نه د پولې د انتظام سمبالولو، او دغه وعدې چې خپله خاوره به خوارجو ته کارېدو دپاره نه پرېږدي، تمه ساتي.
هم پرون د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې د پوليسو وياند شاهد حميد وي او اې ډيوه سره شريک کړي خبر کې ویلي وو، د 18م اګست په مازيګر نزدې پينځه بجې د برګي تاڼې په حدودو کې وسله والو ترهګرو د برګي تاڼې په موبايل ګاډي ډزې کړي، په نتيجه کې یې کانسټېبل نثار احمد وژل شوی او د اېس اېچ او شاکر خان په ګډون درې نور پوليس اهلکار ژوبل شوي وو.
او د اتوار په ورځ امنيتي سرچینو ویلي وو، د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې دوه پوځيان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو. د پاکستان پوځ د پېښې په اړه تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
او د اتوار په ورځ د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې نامعلومو وسله والو د ټرېفک پوليس اهلکار باندې ډزې کړې، ژوبل شوی او وروسته یې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی وو.
باجوړ کې بله پېښه د تبليغي مرکز مخې ته شوې، د شېر زمين په نوم تن چې د تبليغي جماعت يو ځایي مشر او کاروباري دی، د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی وو.
د رپورټونو ترمخه، داعش خراسان د دغه پېښې زمه واري منلې ده.
د 13م اګست په شپه ناوخته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر ويلي وو، په خېبر پښتونخوا صوبه کې یو وارې بیا د ترهګرۍ فتنې سر راپورته کړی او د ترهګرۍ چقولو یا ځپلو لپاره د پاکستان پوځ او قانون په ځای کوونکې ادارې په مبارزه بوختې دي.
د پاکستان د ازادۍ د ملي ورځې په اړوند په کاکول پوځي اکیډمۍ کې د سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې جنرل منیر ویلي وو، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې پښتنو کوم د زړورتیا، ایثار او قربانیو لازواله داستان رقم کړی په هغې ټول قام پښتنو ته سلام کوي.
پوځي مشر ویلي وو په ځمکه د فساد خوروونکو طاغوتي قونونو مخې ته د پاکستان پوځونه او ټولې قانون په ځای کوونکې ادارې ولاړې دي او د پښتونخوا ولس د خپل پوځ او قانون په ځای کوونکو ادارو سره اوږه په اوږه لکه د فولادو د غر ولاړ دی چې په دې ټول قام د پښتونخوا د ولس احسانمن دی.
Forum