د امریکا نایب صدره کامېلا هېرس به د امریکا په وخت د زیارت/پنجشنبې په ماښام د ډېموکرېټانو په ملي کنوېنشن کې راڅرګنده شي او په باقاعده توګه به راتلونکو صدارتي انتخاباتو ته د خپل ګوند لخوا خپله نامزدګي قبوله کړي.
د هېرس دا د قبولۍ وینا به هغې ته یو فرصت ورکړي چې د صدارت عهدې دپاره خپل نقطه نظر خلکو ته څرګند کړي. کامېلا هېرس چې تر اوسه د امریکا نایب صدره پاته شوې ده، د دې عهدې نه بهر زیات پېژندلی شوې نده، خو نن شپه به پخپلې وینا کې کوشش کوي چې ځان امریکاییانو ته ډېر وروپېژني.
مېرمن هېرس به پخپل تقریر کې دا قصه وکړي چې څنګه د متوسطې طبقې په یوه محله کې د خپلې کارېګرې مور لخوا لویه شوې او روزل شوې ده. هغه به دا هم ووایي چې کله سرکاري وکیله وه، نو کارنامې یې څه وې. په همدې حال کې د کامېلا هېرس رقیب، ډانلډ ټرمپ کوشش کوي چې د مېډیا توجو ځان ته راواړوي، او اعلان یې کړی چې د کامېلا هېرس د وینا په وخت کې به، هغه (ټرمپ) پخپله هم په سوشل ټروټ پلټفارم باندې آنلاین راشي او خبرې به کوي.
وي او اې ډېوه به د کامېلا هېرس د وینا په اړه تاسو ته بشپړ رپوټ د وینا نه وروستو وړاندې کړي.
Forum