په غزه کې د اوربند او یرغمل شوو د پاره خبرې کونکو د خالي یا شنبې په ورځ په قاهره کې د جوړجاړي په نویو وړاندیزونو خبرې وکړې خو له څو ساعتونو خبرو وروسته د پرمختګ کومه نښه ونه لیدل شوه.
د منځګړیتوب هڅو نه خبر یو فلسطیني چارواکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل: "په قاهره کې خبرو کوم پرمختګ نه دی کړی. اسرایل د فلاډیلفي کوریډور یا دهلیز په اوږدو کې د اتو ځایونوپه ساتلو ټینګار کوي.
د مصر دوو امنیتي سرچینو ویلي د حماس یو پلاوی د خالي یا شنبې په ورځ قاهرې ته رسېدلی چې د اسرایلو او د منځګړو مصر، قطر او امریکا ترمنځ په مهم خبرو کې د هر ډول وړاندیزونو د نږدې څارنه وکړي.
حماس په اسرایل تور پورې کړی چې له هغو شیانو نه چې مخکې یې په خبرو کې په اتفاق کړې وو نه په شاته ځي خو اسرایل یي ردوي. دغه ډله وايي چې امریکا په ښه نیت منځګړیتوب نه کوي.
یو تن چې د مذاکراتو نه خبر دې رایټرز ته ویلي په اسرایلو کې وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د اسراییلي اوربند له مذاکره کوونکو سره په دې اړه خبرې کړې چې ایا اسرایلي پوځیان باید د غزې او مصر تر منځ د پولې په اوږدو کې پاتې شي.
غزه کې د روانې جګړې څه کم یوولس میاشتې کېږي، مصر، امریکا او قطر د میاشتو راهېسي د اوربند لپاره ، د اسریلي یرغمال شوو د خوشي کولو او د فلسطیني قیدیانو د راخلاصولو لپاره هڅې کوي.
د امریکې صدر جوبایډن د قطر او مصر له مشرانو سره د جمعې په ورځ په ټیلیفون خبرې کړې او له هغوی یې په ټینګار سره غوښتي دي چې په غزه کې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کېدو په اړه تړون ته ورسیږي.
یاده دې وي حماس د تیر کال د اکتوبر په وومه نیټه په اسرایل برید کړې وو چې د ۱۲۰۰ نه زیات کسان پکې وژل شوي وول چې اکثریت یې ولسي خلک وو. حماس ډلې ۲۵۰ کسان یرغمال کړي هم وول.
د اسرايل په غچ اخیستونکو بریدونو کې بیا تر دې دمه د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا چارواکو په وینا ۴۰ زره نه زیات کسان وژل شوي، خو د ولسي خلکو او وسلوالو شمېر یې جلا نه دی ښودلی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو ترمخه په غزه کې د جګړې د لاسه ۲۳ لکه نه زیات خلک بې کوره شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا د جمعې په ورځ په یوه تازه راپور کې وویل چې غزې ته د جولای په میاشت کې د ټولو نه کم خوراکي توکي ننوتلي.
په غزې کې ۲۵کاله وروسته په وړومبي ځل د پولیو پېښه مخکې ته راغلې ده اؤ د ملګرو ملتونو عممومي سکتر انتونیو ګوتریس لکونو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب د څاڅکو ورکولو لپاره په غزې کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
Forum