لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واېټ هاوس: د غزې د جنګ بندۍ خبرې روانې دي د مسلو په هوارولو کار روان دی


د امریکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت ویاند جان کربي ويلي، په غزه کې د جنګ بندۍ او يرغماليانو په اړه د تړون دپاره د قاهرې په خبرو کې اوس هم پرمخ تګ کيږي، او د ځانګړو مسلو په هوارولو به راتلونکو ورځو کې د کاري ډلو په کچه خبرې روانې وي.

کربي په ورچويل بڼه خبريالانو سره خبرو کې دغه اوازې رد کړي چې مذاکرات قطع شوي او ويلي يې دي، دغه خبرې رغنده وې.

کربي ويلي، "خبرې اصل کې په داسې ځای دي چرته چې دوی ته ښکاري بل منقطقي قدم دا دی چې په لاندې کچه کاري ډلې کښېنې، او ټول تفصيلات ورته په وړاندې بوتلل پکار دي".

هغه زياته کړې، په سپينه ماڼۍ کې د صدر جوبايډن د منځني ختيځ لوړ پوړی سلاکار برېټ مېکګرل، چې په دغو مذاکراتو کې برخه اخلي، د کاري ډلو د خبرو پيل کېدو دپاره يوه بله ورځ تېره کړي او بیا زر قاهرې ته روان شي.

کربي ويلي، د کاري ډلو په وړاندې حل طلبه مسلو کې يوه د حماس په بند کې د يرغماليانو او د اسرايل په بند کې د فلسطيني بنديانو تبادله ده.

د څو مياشتو راهسې روانې دغه خبرې چې په غزه کې د اسرايل پوځي عمليات ودروي، يا د حماس وسله والې ډلې څخه د اسرايل پاتې يرغماليان خوشي کړي، په دغه تړون کولو کې نه دي کاميابې شوي.

تازه خبرې په داسې وخت کې شوي چې په لبنان کې د حزب الله ډلې په اسرايل په لسګونو راکټې او ډرون داغلي او اسرايل بيا په لبنان کې نزدې د 100 جيټ الوتکو حمله کړې ده.

خو کربي ویلي، د پولې پورې راپورې دغه جګړې مذاکرات نه دي اغېزمن کړي.
هغه زياته کړې، "په دغه لړ کې پرمخ تګ روان دی او په خبرو کې برخه اخستونکی زمونږ ټيم دغه خبرې رغنده ګرځوي".

له دې وړاندې د اتوار په ورځ دوه مصري سرچينو ويلي، اسرايل د هغو فلسطينانو په اړه تحفظات لري د کومو چې حماس د خوشي کولو غوښتنه کوي، اسرايل غوښتنه کوي چې که دوی خوشي کړل شو د غزې څخه به وځي.
د امریکې د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوين په کېنېډا کې خبري غونډې ته ويلي، امریکا په غزه کې د جنګ بندۍ او يرغماليانو په خوشي کولو کار کوي.

امريکايي چارواکو ويلي، د تېرو درېو څلورو ورځو راهسې د امریکا، مصر او اسرايلي مذاکرات کارو ترمنځ پوره خبرې شوي دي

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پيل شوې، چې د تېر کال په اووم اکتوبر حماس په اسرايل بريد کې کړی، د اسرايل په خبره، 1200 کسان یې وژلي او 250 يې يرغمال کړي وو.

له دغې وروسته اسرايل په غزه کې ځوابي عمليات پيل کړي، د فلسطيني د صحت د محکمې چارواکي وايي، تراوسه پورې لږ تر لږه 40,000 کسان وژل شوي او نزدې 23لکه خلک په کورونو پرېښودو مجبور شوي دي.

د دې خبر معلومات د رویټرز څخه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG