لاس رسیدونکی لینک

 
شهباز شريف وايي، "وخت رارسېدلی چې ترهګري ختمه کړل شي"
تازه خبر

شهباز شريف وايي، "وخت رارسېدلی چې ترهګري ختمه کړل شي"


شهباز شريف نن په 27م اګست د کابينې غونډې ته په وينا کې بلوچستان صوبه کې د پرونو پېښو او خېبرپښتونخوا کې په وروستيو ورځو کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه څرګندونې وکړې.(فایل فوټو)
شهباز شريف نن په 27م اګست د کابينې غونډې ته په وينا کې بلوچستان صوبه کې د پرونو پېښو او خېبرپښتونخوا کې په وروستيو ورځو کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه څرګندونې وکړې.(فایل فوټو)

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي، "وخت رارسېدلی چې ترهګري ختمه کړل شي، د دې دپاره چې کومې قربانۍ ورکړل شوي او ورکول کيږي هغه به بې ځايه نه شي، د پاکستان حکومت پوځ ته ويلي چې هر ډول وسايل يې پکار وي هغه به ورته د ټولو نورو اخراجاتو په کمولو سره ورکولی شي او هيڅ کمی به پکې نه پرېښودل کيږي".

شهباز شريف نن په 27م اګست د کابينې غونډې ته په وينا کې بلوچستان صوبه کې د پرونو پېښو او خېبرپښتونخوا کې په وروستيو ورځو کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه څرګندونې وکړې.

بلوچستان صوبه کې د 25م او 26م اګست په منځنۍ شپه کې په بېلابيلو وسله والو بريدونو کې د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې ده.

شهباز شريف وويل، په تېرو څو ورځو کې د ترهګرۍغټې پېښې شوي او په ګڼ بې ګناه پاکستانيان پکې وژل شوي، او تراوسه پورې چې کوم اطلاعات دي، د 50 نه پاکستانيان وژل شوي او د هغو سره د پوځ او قانون نافذونکو ادارو غړي هم وژل شوي دي.

شهباز شریف د کابينې غونډې ته په وينا کې وويل، "د تېرو څو مياشتو راهسې د خېبرپښتونخوا جنوبي سيمو کې ترهګرو بې ګناه پاکستانيان وژلي دي، دا خبره اوس پټه نه ده چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر یې کوي او د افغانستان نه فعاليتونه کوي".

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، خو په افغانستان کې واکمنه طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.

شهباز شریف وويل، "بلوچستان کې چې پرون د ترهګرۍ کومې تازه پېښې شوي د هغې چې څومره غندنه وشي، هغه کمه ده، بې ګناه خلک وژل شوي، او د ترهګرو غلط فهمي ده او دوی ناپاکه ارادې لري، غواړي چې پاکستان کې د پرمختيا لاره او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک مخه ونيسي او د چين سره د پاکستان اړيکې خرابې کړي".

هغه زياته کړه "بلوچستان کې چې دا وخت ترهګر کومې کارروايانې کوي پاکستان کې دننه بې ثباتي جوړول غواړي، د هغو دا ارادې به ناکامه کيږي. خو شرط به دا وي چې مونږ خپل دښمني وپېژنو او پرضد یې يو شو".

بلوچستان کې د پرونو زياترو بريدونو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې بلوڅ لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې ده.

د پاکستان وزيراعظم وويل، "هغه خلک چې د پاکستان ايين مني د هغو سره هر وخت خبرې کېدی شي خو د دوست نما دشمن سره هیڅ خبرې نه شي کېدی او دا ښکاره پيغام دی".

شهباز شریف وويل، "د ترهګرو دپاره هیڅ ځای نشته که هر څه کيږي دوی به د ملک څخه ختمولی شي". هغه زياته کړه زر به د بلوچستان سفر وکړي، جامعه خبرې کوي او بيا به فوري اقدامات کولی شي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG