د اسرایل وزیراعظم نېتن یاهو غزې څخه د شپږو یرغمالیانو له مړو ترلاسه کېدو وروسته د اوربند لپاره د سیوا شوي فشار د کمولو هڅې کوي.
دوه ورځې وړاندې د جنوبي غزې د رفح ښار د یو سرنګ یا ټنل څخه د شپږو یرغمالیانو مړي موندل شوي وؤ چې د هغې په ضد اسرایل کې سختې احتجاجي مظاهرې شوي اؤ وزیراعظم نېتن یاهو هم د ګل په ورځ په وړومبي ځل په دې معامله خبرې کړې دي.
د خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس له مخې نېتن یاهو ویلي "تر زما زیات هیڅوک هم د یرغمالیانو راخلاصولو ته هوډمن نه دی "اؤ د هغه په قول ده ته هیڅوک په دې معامله هدایات نه شي ورکولی.
په ټیلي ویژن خپره شوې خپله وینا کې د اسرایل وزیراعظم ویلي هغه د یرغمالیانو ژغورنه کې په ناکامۍ بخښنه غواړي.
نوموړي ویلي اسرایلي ځواکونه یرغمالیانو ته ډیر ورنزدې شوي وؤ خو مونږ بریالي نه شو.
هغه پخپلو خبرو کې د غزې واک لرونکې وسله والې ډلې ته ګواښ کړی چې حماس ته به ددې عمل یو دروند قیمت پرېکول وي.
د اتوار- یکشنبې په ورځ په تل ابیب،یروشلم اؤ د ملک په نورو برخو کې د نېتن یاهو د حکومت په ضد په پراخه کچه احتجاجي مظاهرې شوې وې اؤ د ګل- دوشنبې په ورځ هم د احتجاجونو دا لړۍ روانه وه.
په یروشلم کې ګڼ شمیر مظاهره چیان د دوشنبې په شپه د اسرایلي وزیراعظم د شخصي کور مخې ته ورټول شوي وؤ اؤ په غزې کې یې د اوربند په پلوۍ شعارونه ورکول.
په غزې کې د اوربند اؤ د یرغمالیانو د خلاصون لپاره د منځګړو په مرسته روانو خبرو کې د غزې اؤ مصر د پولې تر منځ په فلاډیلفي کوریډور د اسرایل د کنټرول معامله هم مذاکراتو کې د نه پرمختګ وجه جوړه شوې ده.
د اسرایل وزیراعظم په دې راهدارۍ یا کوریډور د اسرایل د واک پځای ساتلو لپاره د پېل راهسې فشار اچوي.
اسرایل تور لګوي چې دې سیمه کې حماس د ځمکې لاندې سرنګان غزې ته د وسلې قاچاق کولو لپاره کاروي خو حماس اؤ مصر دا تورونه ردوي.
د اسرایل د تر ټولو ستر تجارتي سازمان له لوري د دوشنبې په ورځ د هړتال له امله په ګرد هېواد کې په معاشي فعالیتونو کې خنډان راپورته شوي .
بیلابیلو تنظیمونو هم د تجارتي سازمان د هړتال د غږ ملاتړ کړی ؤ.
د ټریډ یونین د هړتال مقصد په حکومت غزې کې د 11میاشتو راهسې د روانې جګړې د ختمولو اؤ د یرغمالیانو د راخوشې کولو په غرض د یوې معاهدې لپاره فشار اچول وؤ.
د هړتال له امله په بینکونو، سرکاري ټرانسپورټ، هسپتالونو، لویو دوکانونو اؤ مهمو هوایي اډو فعالیتونه اغېزمن شوي اؤ هلته هیڅ رقم چارې نه دي ترسره شي خو په ځېنو برخو کې بیا د هړتال اثرات کم لیدل شوي دي.
د یرغمالیانو د راخوشې کولو لپاره هڅه کوونکي اؤ د بن یامین نېتن یاهو ناقدان پرله پسې وایي چې د اوربند سره به غزې کې جګړه ودریږي اؤ له دې امله به دغلته د موجودو یرغمالیانو ژوند وژغورل شي.
خو د اسرایلي وزیراعظم په حکومت کې شامل د هغه زیاتره ایتلافیان ددې وړاندیز سره مخالفت ښیي اؤ حماس سره باید هیڅ رقم تړون ونه کړل شي.
نېتن یاهو هم په غزې کې د اوربند وړاندیز رد کړی .
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزې کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزې د صحت وزارت وايي په سیمه کې تر د ۴۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي.
اسرایلي پوځ وايي په دغه شمېره کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
اسرایل وايي ۱۰۱ اسرایلي او غېر ملکي یرغمالان په غزه کې دي چې په دریو کې یوه برخه يې وژل شوی او د نورو سرنوشت نه دی معلوم.
د حماس لوړ رتبه چارواکو ویلي د وروستیو یرغمالانو د وژل کېدو سبب د ډز بندۍ په معاهده د لاسلیک کولو نه د اسرایل انکار دی.
Forum