پاکستان
پاکستان کې په څلورو کالو کې ترهګریزو بریدونو کې 20 چینایان وژل شوي دي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پارلیمان یا قامي اسمبلۍ ته پخپلو وړاندې کړل شوؤ شمیرو کې ویلي چې د کال 2020م نه تر کال 2024م پورې پاکستان کې په بهرنیو وګړو باندې په اتو ترهګریز بریدونو کې 23 بهرنیان وژل شوي دي. په دغو کې نزدې 20 چینایان دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت قامي اسمبلۍ ته په ليکلي رپورټ کې ویلي چې 17 چینایان په خېبر پښتونخوا او درې په سند (کراچۍ) کې وژل شوي دي. د وژل شوو چینایانو دا شمېره د 2021م نه تر اوسه پورې ده.
رپوټ وايي په هیواد کې کال 2023م کې په خېبر پښتونخوا کې 402, بلوچستان کې 148 او سند کې اته پاکستاني امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ تېره میاشت ویلي وو چې څښکال د جنورۍ د میاشتې نه تر اګست پینځمې نېټې پورې 139 پاکستاني پوځیان وژل شوي خو دغه شمېرې د وروستیو حملو له امله اوس د 160 نه اوښتې دي.
حکومتي شمېرې ښيي چې تېر کال په ترسره شوؤ 1214 ترهګریزو بریدونو کې 930 کسان وژل شوي وو.
رپوټ وايي تر ټولو زیات اولسي خلک، 580 کسان، په خېبر پښتونخوا او ورپسې 315 کسان په بلوچستان کې وژل شوې.
د ګل- دوشنبې په ورځ، حکومت پارلېمان ته په سیپېک (چین-پاکستان راهدارۍ) پروژه باندې مخ پر زیاتیدونکې ترهګریزو پیښو کې په بهرنيو کارمندانو د شوو بریدونو په اړه رپوټ شریک کړی وو.
د پاکستان پخواني سفیر جوهر سلیم وایي، د پاکستان او چین تر مینځ سي پیک یوه مهمه پروژه ده اؤ داسې هڅې کیږې چې د سی پیک په اړه بې باورې خوره کړی شې او بل اړخ ته د ترهګرۍ د پیښو له لارې دې پروژې ته زیان ورسول شی.
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د بده مرغه په دې وروستیو کې هم دغه رنګه پیښې شوي چې مقصد یې د بې امنۍ د فضا رامنځته کولو هڅې دي.
د زیاتره چینايي پنګو او پراجېکټونو مرکز نا ارامه بلوچستان صوبه ده. رپوټ وايي هلته تېرو څلورو کې دوو بریدونو کې درې چینایان ټپیان شوي او په سیند کې په دریوؤ ترهګریزو بریدونو کې پینځه بهرني وګړې وژل شوي دي.
خبریال اؤ د امنیتي چارو کار پوه افتخار فردوس ډیوه ته وایي "مونږ ګورو چې د قانون پځای کوونکو ادارو، پولیسو او انتظامیې په پخوانیو قبایلې سیمو او بلوچستان کې هغسې بحالې نه ده شوې لکه څنګه چې پکار وه اؤ له دې امله دغه مسلې شتون لري"
د ښاغلي فردوس په وینا "اوس پر چنیایانو باندې د بریدونو وروسته چین د پاکستان د مرستې هم خبره کوي، خو دغه مسله پر پولو هم ده او له پولې پورې غاړې په افغانستان کې هم ده"
د کورنیو چارو د وزارت په رپورټ کې ویل شوې چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د هیواد دننه ټولټال 2208 استخباراتي عملیات ترسره شوي چې پکې 89 ترهګر وژل شوي او 328 نیول شوي دي.
پاکستان کې په دې وروستیو کې د ترسره شوو اکثره ترهګریزو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان او وسله والې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي په سر اخیستې.
د پاکستان حکومت تور لګوي چې د بریدونو لپاره د افغانستان ځمکه کارول کیږي خو د افغانستان د طالبانو حکومت مدام دغه تورونه رد کړي او ناامني د پاکستان کورنۍ معامله بولي.
د نړیوالو چارو کار پوه عمران سردار ډیوه ته وایي "دا وخت چې کوم حالات دي هغه ډیر خطرناکه دي، چې پکې ټي ټي پي او نورې ترهګرې ډلې د یو بل سره رابطې زیاتوي، دا رابطې باید پرېکړل شي او د دې لپاره د افغان طالبانو سره خبرې او د هغوي مرسته ډیره ضروري ده"
پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډيز نومې څېړنیزې ادارې هم په خپل یو تاره رپورټ کې ویلي چې سږکال د تیر د اګست په میاشت کې په ټول هیواد کې 59 ترهګریز بریدونه شوي، چی پکې تر ټولو زیات 29 بریدونه خېبر پښتونخوا اؤ 28 بلوچستان کې ترسره شوي دي.
See all News Updates of the Day
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني له خپل منصبه استعفا ورکړه
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ښاغلي اصف دراني د خپل منصب نه استعفا ورکړې ده.
ډان نیوز دخارجه دفتر د سرچېنو له خولې ویلي ښاغلي دراني له خپلې عهدې استعغا د ذاتي وجوهاتو له امله ورکړې ده.
پخپله اصف دراني د خپلې استعفا په اړه هیڅ نه دي ویلي اؤ نه هم پاکستاني رسنیو هغه وجوهات مخې ته راوړي چې له امله یې اصف دراني خپل منصب پرېښودو ته اړ شوی دی.
خو بي بي سي پښتو بیا اسلام اباد کې د میشت خبریال طاهر خان له خولې ویلي چې اصف دراني له خپل منصب څخه کوښه کړل شوی دی.
ښاغلی اصف دراني په مې کال 2023م پاکستان د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی ؤ.
تر دې وړاندې هغه د کال 2005م څخه تر کال 2009م پورې کابل کې د پاکستاني مشن د مرستیال مشر په توګه هم خدمات ترسره کړي وؤ اؤ ددې تر څنګ په بیلابیلو وختونو کې په ایران اؤ متحده عرب اماراتو کې د پاکستان سفیر هم پاتې شوی ؤ.
د اصف دراني د ماموریت په دوره کې د پاکستان اؤ په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت تر منځ اړېکې زیاتې ترینګلې شوې وې .
اصف دراني پرله پسې تورونه لګول چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي خو د طالبانو حکومت پرله پسې دا تورونه رد کړي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد وکاروي
تر اصف دراني وړاندې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صاق هم په کال 2022م کې له خپل منصبه استعفا ورکړې وه.
جنرال منیر: پوځ به د پښتونخوا پولیسو اؤ نورو قانون پځای کوونکو ادارو ته کوټلې مرسته ورکوي
د پښتونخوا په لکي مروت اؤ باجوړ سیمو کې د پولیسو لخوا د ناامنۍ په ضد له شوؤ احتجاجونو وروسته د پاکستان پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر د جمعې په ورځ د پښتونخوا اورکزئ سیمې ته سفر کړی اؤ دغلته یې د خېبر په تيراه سیمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي عملیاتو کې بوختو عسکرو سره لیدنه کړې ده.
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي په دې سفر کې پوځي سر لښکر ته د سیمې په مجموعي امنیتي وضعیت احوال تېر کړل شوی اؤ هغه په قبایلي ضلعو کې د ثبات د ټينګښت لپاره د پورته کړل شوؤ ګامونو څخه خبر کړل شوی دی.
د پوځ مشر اورکزو ته دا سفر وروسته له هغې کړی چې روانه اوونۍ د خېبر پښتونخوا په لکي مروت اؤ باجوړ سیمو کې پولیس ځوانانو د ناامنۍ اؤ په هغوي د کېدونکو پرله پسې بریدونو په ضد احتجاجونه کړي دي.
په لکي مروت کې احتجاج کوونکو پولیسو په پوځ تورونه لګولي وؤ چې د سیمې امنیت خرابولو کې لاس لري اؤ د سیمې نه یې د پوځ د ویستلو اؤ د امن د ټینګولو لپاره پولیسو ته د واک ورکولو غوښتنې کړې وې.
د اي ایس پي ار د بیان له مخې په اورکزئ کې پوځي افسرانو اؤ ځوانانو سره لیدنه کې جنرال عاصم منیر ویلي چې د ملک نه به په بشپړه توګه ترهګري ختمولی شي اؤ هم به غیر قانوني فعالیتونه له مینځه وړل کیږي.
پوځي مشر ویلي چې هیواد کې امن د قام په سترو قربانیو ټینګ شوی اؤ دا امن به په هر حال کې پځای ساتلی شي.
اي ایس پي ار وایي د پوځ سرلښکر په دغه موقعه په خېبر پښتونخوا کې د پولیسو اؤ اؤنورو قانون پځای کوونکو ادارو هڅې ستایلي اؤ ویلي يې دي چې پوځ به په قبایلي ضلعو کې د خېبر پښتونخوا پولیسو اؤ نورو قانون پځای کوونکو ادارو ته کوټلې مرسته ورکوي.
د پوځ د بیان له مخې په دې سفر کې جنرال عاصم منیر د قانون پځای کوونکو اادرو د کاري توان سیوا کولو په ضرورت ټینګار هم کړی دی.
چارسده کې د کچه کوټې غورځېدو له امله مور،پلار اؤ د هغوي درې اولادونه مړه شوي
د پښتونخوا په چارسده سیمه کې د سخت ځول له امله د یو کچه کور کوټه لویدلې چې پکې د یوې کورنۍ پینځه کسان مړه شوي دي.
د سیمې نه سرچېنو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه تېره ورځ د چارسدې په ترنګزو سیمه کې مخې ته راغلې ده.
سرچينې وایي چې دغلته په سخت ځول کې د ساجد نومې یو تن د کور کچه کوټه لویدلې چې پکې پخپله ساجد، د هغه کور ودانه نګهت، اؤ درې بچي اته کلن موسا،اووه کلنه دعا نور اؤ د اتوؤ میاشتو یو بل وړوکی ماشوم شامل دي.
سرچېنې وایي د سیمې خلکو د کوټې غورځېدو نه وروسته د ملبې څخه د پینځوؤ واړو کسانو مړي راویستي اؤ دې پېښې د عمرزو ټوله سیمه غمژنه کړې ده.
تر دې وړاندې په ۲۹م اګست د دیر په پاتراک سیمه کې هم د زیاتو بارانونو د ورښت له امله په کور د غره ګټ رارغړیدلی ؤ چې پکې د اووه ماشومانو په ګډون 12 کسان مړه شوي وؤ.
بنو کې یو بل پولیس عسکر په هدفي توګه وژل شوی
د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې یو بل پولیس عسکر د نامعلومه کسانو په هدفي برید کې وژل شوی دی.
د سیمې نه د پولیسو سرچېنو وي او اې ډیوه ته ویلي دا پېښه تېره ورځ د بنو په باران ډيم سیمه کې مخې ته راغلې ده.
سرچینې وایي دغلته د فهیم الله په نوم یو پولیس عسکر نامعلومه کسانو ذبح کړی اؤ د هغه مړی یې بیا په بیدیا غورځولی دی.
د سرچېنو وینا ده چې وژل شوی پولیس عسکر د بنو د حدري محمدخیل سیمې اوسیدونکی ؤ اؤ د بنو پولیسو په ایلیټ ځواک کې یې دنده ترسره کوله.
پولیس وایي د پېښې مقدمه یې د نامعلومه کسانو په ضد درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړي تر څو معلومه کړي دا پولیس افسر چا اؤ ولې وژلی دی.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو د هدفي وژنو لړۍ چټک شوې اؤ په لکي مروت اؤ باجوړ سیمو کې پولیسو د خپلو عسکرو ملګرو د هدفي وژنو په ضد سخت احتجاجونه هم کړي دي
په اتم ستمبر په لکي مروت کې د پوليسو يو افسر د وژنې وروسته د ضلعې پوليسو په احتجاج او پرلت لاس پورې کړی و اؤ غوښتنه یې کړې وه چې دوی ته دې امن ورکړل شي او د "ضلعې څخه دې پوځ بهر کړل شي"
لکي مروت کې د پوليسو احتجاج ته په غبرګون کې د صوبې د پوليسو مشر [آی جي] اختر حیات خان اوړمه ورځ پخپل بیان کې ويلي وؤ"ځينې شرخوښي عناصر د پوليسو او فورسز [پوځ] ترمنځ اختلافات جوړوي، د ځوانانو حوصلې ماتوي او معاملاتو پيچلي کولو هڅې کوي، پوليس مشرتابه په دغه ناوړه مقصدونو خبر دی او د ملي مشرانو په مرسته به یې ناکامه کوي"
په داسې وخت کې چې د پوليسو احتجاج روان وو، په 12م ستمبر د لکي مروت سره په پوله بنو ضلعه کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پوليس اهلکار په وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ او د دغه پېښې وروسته هم پوليسو احتجاج کړی و.
په 11م ستمبر د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ په سلارزو تحصيل کې نامعلومه وسله والو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې برید کړی ؤ، په بريد کې د پوليو د ټيم کارمند او ساتونکی پوليس یې وژل شوي وو.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، د صوبې په 27 مخصوصو ضلعو کې د نهم ستمبر څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان دی.
باجوړ کې د پوليو په ټيم د بريد وروسته د باجوړ پوليسو د پوليو ډيوټۍ څخه انکار کړی ؤاو اوړمه ورځ یې احتجاج کړی ؤ.
د باجوړ پوليسو يو چارواکي بيا وي او اې ډيوه ته ويلي، احتجاج وروسته له هغې ختم کړی شو چې احتجاج کوونکو، د ضلعې پوليس مشر ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې او پينځه ورځې وخت ورته ورکړل شو چې د دوی غوښتنې به ومنل شي.
چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل، "دوی د پوليو کمپاين د ډيوټۍ نه انکار وکړو" او وې یې ويل، "څو پورې چې دوی سره په کمپاين کې دوه د پوځ او دوه د اېف سي عسکر نه وي دوی به د پوليو ډيوټي نه کوي"
په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د باجوړ نه د عوامي نېشنل ګوند منتخب غړي نثار باز خان په اسمبلۍ کې د پوليسو د احتجاج ملاتړ کړی دی.
آي ایم ایف وایي پاکستان د پور لپاره شرطونه پوره کړي
نړيوالې مالياتي ادارې، آي ايم ايف ويلي د پاکستان لخوا د دوستو هيوادونو نه د بهرنيو مرستو د يقين ترلاسه کولو وروسته د ادارې د ايګزيکټيو بورډ غونډه د روانې مياشتې، ستمبر په 25مه نيټه کېدونکې ده چې هيله ده پاکستان ته د پور د نوي پروګرام منظوري ورکړي.
د زيارت په ورځ واشنګټن کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې د آي ايم ايف وياندې جولي کوزيک وويل پاکستان د دوستو هيوادونو په مرسته د پور لپاره شرطونه پوره کړل او د 37 مياشتو د پاره د اووه اربه ډالرو د پور ورکولو جاج به په 25م ستمبر د بورډ په غونډه کې اخستل کيږي.
د پاکستان سټيټ بينک ګورنر جميل احمد ويلي دي حکومت د څه د پاسه دوه اربه ډالرو بهرنيو مرستو بندوبست کړی او هيله یې څرګنده کړه اوس د پور مخې ته نور خنډان نشته.
د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزيب جیو نیوز ته وويل"مونږ ته به بنيادي اقتصادي اصلاحات يقيني کول، او مالياتي، د توانایۍ او سرکاري ادارو کې به اصلاحات راوستل وي"
څيړونکي وایي پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادي ستونزو کي نښتی دی د هغې نه وتلو د پاره د آي ايم ايف نه د يور پروګرام اخستل او بهرنۍ مرستې ترلاسه کول ضروري وؤ.
خبريال او څيړونکی ثنا الله خان وي او ای ډیوه ته وایي"د پاکستان د بهرنيو قرضو حجم ډير زيات دی او صرف روان مالي کال کې به ورته د شل اربه ډالرو نه زياتې قرضې ستنول وي ، بل د آي ايم ايف پور سره د پاکستان په اقتصاد به د نړيوالو پانګونکو، دوه اړخيزو او څو اړخيزو قرض ورکوونکو هيوادونو او ادارو باور هم سيوا شي"
ثنا الله وويل البته د آي ايم ايف پروګرام سره چې کوم اقتصادي اصلاحات کيږي هغه ډير سخت دي لکه نوي ټيکسونه لګول، د بجلۍ اؤ ګيس بيعې لوړول وغيره، نو دى سره به ګراني نوره سيوا کيږي خو زياته یې کړه که راتلونکو دريوؤ کلونو پورې دا پروګرام روان ؤ نو د پاکستان اقتصاد کې به استحکام راشي.
خو ځينې څيړونکي او اقتصاد پوهان ګڼي چې د آي ايم ايف نه پور ترلاسه کولو سره به د پاکستان اقتصاد څه لږ ډير د خطرو نه راوځي خو تر کومې پورې چې دلته پراخه اقتصادي اصلاحات نه وي شوي تر هغې اقتصادى استحکام نه شي راتلی.
د مالياتى چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي وي او ای ډيوه ته وایي"دا چې کومې قرضې به ترلاسه کیږي، دي نه به زمونږ اقتصاد راتلونکې 37 مياشتې شل، ګوډ روان وي، که څه بل مصيبت راوړاندې نه شو، او پاکستان تر هغې د اقتصادى بې ثباتۍ څخه نه شي راوتلی تر کومې چې د پوځ په ګډون ټول سياسي ګوندونه پراښه اقتصادي اصلاحاتو ته لاره هواره نه کړي"
د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د دوستو هيوادونو د ملاتړ ستاینه کړې او هيله یې څرګنده کړې چې هيواد به یې راتلونکو کلونو کې په بهرنيو قرضو انحصار کول راکم کړي.
د پاکستان سټيټ بينک هم د سود شرحه کې د دوه فیصدي کمي اعلان کړی او دا یې دا 19.5 نه 17.5 فيصدي ته راکمه کړې ده.
د رپوټونو له مخې، د سود شرحه کې له کمي راوستلو او د آي ايم ايف لخوا د اووه اربه ډالرو د پور منظورېدو لپاره د لارې هوارېدو وروسته د پاکستان د ونډو بازار کې تيزي راغلې ده او د پاکستان د ونډو بازار کي د سهار نه د 894 پواینټونو اضافه ليدل شوې ده.
Forum