د خالي یا شنبې په ورځ یوکراین د روس په یو هوایي برید کې وژل شوي کسان ښځ کړل. په سلګونو غمځپلي یوکرانیان د پولتاوا په کلیسا کې راټول شوي وول چې په پوځي رونیز مرکز او ورسره نږدي هسپتال باندې د روسیې په برید کې د وژل شویو باندې یي ماتم وکړو. په دغه برید کې د ۵۰ نه زیات کسان مړه او د ۳۰۰ نه زیات زخمیان شوي وو.
بل اړخ ته امریکا او برتانیا د استخباراتي ادارو مشرانو وویلي چې له روسیې سره په شخړه کې د یوکراین سره روان ملاتړ ډیر ضروي دی. اوس مهال امریکا او برتانیا د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین له مهمو مالي او پوځي ملاتړو څخه دي، هغه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوې.
د جمعې ناوخته د یوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې په پولتاوا کې د نهې یا سه شنبې په ورځ برید کې ۵۵ کسان وژل شوي او ۳۲۸ نور زخمیان شوي دي. ښاغلي د ایټلي په میلان ښآر کې کانفرنس ته د وینا په مهال وویل چې په زخمیانو کې هغه کسان هم شامل دي چې زخمونه یي ډیر ژور دي.
زیلینسکي خپل لویدیځو اتحادیانو نه د ناراضه کیدو اظهار هم وکړ چې په هغه وسلو په کارولو باندې محدودیتونه نه لري کوي کوم یي چې دوي ته ورکړي دي او زیاته یي کړه چې یوکراین خپل ډرونونه او توغندي جوړوي. ښاغلي وویل پیوټن به فشار محسوس کړي او سولې ته به تیار شي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) مشر بیل برنز او د برتانیې د استخباراتو مشر ریچارډ مور د خالي یا شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې نړیوال نظم پداسې ډول له ګواښ سره مخ دی چې د سړې جګړې راهیسې ساری نلري.
د امریکا او بریتانیا د استخباراتو دغو دوو چارواکو په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي: "موږ له یو بل نه زیات د باور او درناوي وړ متحدین نه لرو. " هغوی په دې مقاله کې دا هم ویلي چې د دوی مشارکت یوه حیاتي موضوع ده، ځکه چې "دوی له یو لړ بې ساري ګواښونو په عمده توګه د روسیې، چین او منځني ختیځ سره مخ دي. "
دغو دوو لوړ پوړو استخباراتي چارواکو ویلي: "په دې بهیر کې پاتې کیدل تر بل هر وخت ډیر مهم دي." هغوی په دې مقاله کې لیکلي: "موږ د یو بل سره همکارۍ ته دوام ورکوو تر څو په ټوله اروپا کې د روسیې استخباراتي تخریب مخنیوی وکړو."
Forum