لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غربي غاړې او اردن په پوله ډزو کې ۳ اسرایلیان وژل شوي

اسرایلي چارواکو ویلي چې د اتوار/ یکشنبې په ورځ د غربي غاړې او اردن په پوله د تګ راتګ په یوې لارې ډزو کې درې اسرایلیان وژل شوي. چارواکي دغه برید په غزه کې د ۱۱ میاشتو راهسې روانې جګړې سره تړي.

د اسرایل پوځ ویلي چې وسله وال تن د اردن د اړخه اسرایل ته روان یو ټرک کې ناست وو او په اېلن بی پل یې د تیریدو په وخت یې د اسرایل په امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. اسرایلي ځواکونو په ځوابي ډزو کې برید کونکی هم وژلی.

د اسرایل د بیړنو مرستو یوې ادارې تر مخه وژل شوي درې اسرایلیان د ۵۰ کالو د عمر عام خلک وو.

د اردن د ځايي میډیا ترمخه دغه هیواد هم د ډزو د پېښې پلټنې پېل کړي. د غربي هیوادونو ایتلافي دغه عرب هیواد (اردن) په کال ۱۹۹۴م کې د اسرایل سره د سولې لوظنامه لاس لیک کړې خو د فلسطین په اړه پالیسیانې یې د نیوکو لاندې دي.

اردن د فلسطینیانو لویه ابادي لري او په غزه کې د جګړې پېلیدو وروسته په دغه هیواد کې لوې مظاهرې شوي. د اردن او اسرایل تر منځه د اردن په سیند جوړ دغه پل چې په شاه حسین پل هم یادیږي، زیاتره د اسرایلیانو، فلسطینیانو او نړیوالو سېلګرو لخوا کارول کیږي.

په اسرایل او اردن کې چارواکو ویلي چې د بل امر پورې به دغه لار تړلې وي او وروسته بیا اسرایل اعلان کړی چې د اردن سره دواړه ځمکنې لارې بندې کړي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو دغه برید غندلی او دا برید یې د ایران او ایران پلوه وسله والو ډلو لکه په غزه کې حماس او په لبنان کې حزب الله ډلې سره د اسرایل د لانجې سره تړلی.‌

د اسرایل د ولقې لاندې غربي‌ غاړه کې د غزه د جګړې راپه دیخوا په تشدد کې زیاتوالی راغلی. اسرایل دغلته د فلسطنینیانو د ګڼې ابادۍ په ځاې کې هره ورځ پوځي عملیات، په کورونو چهاپې او د خلکو نیول زیات کړي، او په دغه سیمه کې د ابادکارانو په پریدونو او د اسرایلیانو پرضد د فلسطینیانو بریدونه هم زیات شوي.

هم د اتوار په ورځ په غزه کې د اسرایل په هوایي بمبارۍ کې پینځه تنه وژل شوي چې پکې دوه ښځې، دوه ماشومان او د سېلف ډیفنس ادارې مشر هم دی. د حماس د حکومت لاندې چلیدونکې دغه ادارې ویلي چې د دوي د ناېب ډاېریکټر محمد مرسي په کور برید شوی.

د اسرایل د پوځ لخوا تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویل شوي خو وړاندې یې ویلي چې دوي هڅه کوي چې په جګړه کې وسله وال په نخښه کړي او عامو خلکو ته زیان وه نه رسیږي.

د غزه د صحت چارواکي وايي د اسرایل او حماس تر منځه شورو شوې جګړې راپه دیخوا تر اوسه ۴۰۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي. خو دغه محکمه په دې شمېرو کې د جنګیالو او عامو خلکو فرق نه کوي. دغه جګړې په غزه کې لویه تباهي راوستې او د ۲.۳ میلینه ابادۍ ۹۰ فیصده برخه څو څو وارې بې کوره شوې.

د حماس وسله والو تیر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه په اسرایل ناڅافي برید وکړو او د ۱۲۰۰ نه زیات فلسطینیان یې ووژل چې زیاتره یې عام خلک وو. د حماس وسله والو نژدې ۲۵۰ اسرایلیان د ځان سره یرغمل کړ او وروسته یې بیا په دغو کې د ۱۰۰ پورې خوشي کړي هم دي.

داسې ګڼل کیږي چې د پاتې یرغمالیانو دریمه برخه د حماس او اسرایل تر منځه روانه جګړه کې وژل شوي وي.

( د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخستل شوي)

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG