د امریکا او دریو اروپایي طاقتونو لخوا د ایران په ایوي ایشن یا هوایي سیکټر باندې د بندیزونو وروسته د خالي یا شنبې په ورځ حکومتي رسنیو خبر وکړو چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې تهران د شخړو د حل لپاره سفارتکارۍ ته تیار دی خو "ګواښونو او فشارونو" ته نه.
رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر ترمخه عباس عراقچي دا څرګندونې وروسته تر هغې وکړلې چې درې اروپایي هیوادونو او امریکا د ایران د هوایي چلند په سیکټر تازه بندیزونه ولګول.
امریکا ، جرمني، برتانیا او فرانس د نهې یا سه شنبې په ورځ په ایران نوي بندیزونه ولګول چې په هغو کې د ایران د ملي هوايي شرکت یا ایران اییر په ضد اقدامات هم شامل دي.
د ایران حکومتي خبري ایجنسۍ ایرنا خبر ورکړې چې عراقچي ویلي، ایران په قوت سره په خپله لاره روان دی، خو دوي د همیش لپاره د مسلو د حل لپاره خبرو ته تیار دي او خبرې اترې باید د یو بل د احترام په بنیاد وي نه چې د ګواښونو او فشارونو په په بنیاد.
امریکې او برطانيې د نهې- سه شنبې، په ورځ په رسمي توګه الزام ولګولو چې ایران روس ته په یوکرېن کې استعمال دپاره د نږدې فاصلې بېلېسټېک مېزایل ورکوي، دواړو ملکونو وویل داسې اقدامات به کوي چې ماسکو ته مېزایل په ورکولو کې ککړو خلکو ته سزا ورکړی شي.
د اروپايي ټولنې مشر سفارتکار وویل چې بلاک د ایران د ایوی ایشن یا هوايي چلند سیکټر په نښه کولو لپاره نوي بندیزونه په پام کې نیسي، دا د هغو راپورونو په غبرګون کې چې تهران د یوکراین په وړاندې په خپله جګړه کې روس ته بېلسټیک مزایل ورکړي.
عراقچي د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، تهران روس ته کوم بېلسټک مزایل نه دي ورکړي او د امریکا او درېو اروپايي هیوادونو لخوا په ایران لګول شوي بندیزونه به د دوی ترمنځ کومه ستونزه حل نه کړي.
امریکا او یاد هیوادونو له څو مياشتو راهيسې روس ته د توغندیو د ورکولو په ضد تهران ته خبرداری ورکړی دی. اروپايي ټولنې پر ایران باندې له دې کبله بندیزونه لګولي چې د اوکراين د جګړې لپاره یې روس ته بې پيلوټه الوتکې یا ډرونز استولي.
Forum