تازه خبر

بلېنکن په غزه کې د ډزبندۍ د خبرو دپاره د مصر سفر کوي

 د جګړې د پیل راهیسې منځني ختیځ ته د بلېنکن لسم سفر دې په دغه کې اسرایل ته سفر شامل نه دې چې اسریل مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
د جګړې د پیل راهیسې منځني ختیځ ته د بلېنکن لسم سفر دې په دغه کې اسرایل ته سفر شامل نه دې چې اسریل مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن به د نهې- سه شنبې په ورځ مصر ته سفر کوي ترڅو د منځني ختیځ د مهمو سیمه ییزو شریکانو سره د ډزبندۍ دپاره وړاندې شوې تجویز شریک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر د ګل- دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مونږ په سیمه کې د خپلو شریکانو، په ځانګړې توګه مصر او قطر سره په دې اړه خبرو ته دوام ورکوو چې دا وړاندیز کې به څه وي. او دا خبره یقیني کولو یا هڅه کوو، چې دا هغه وړاندیز دی چې فریقېن د یو وروستۍ لوظنامې ته ورسوي ".

امریکا د بدل شوي وړاندیز دپاره کوم ټایم ټیبل یا وخت نه دی وړاندې کړی ، که څه هم چارواکو داسې اشاره ورکړې چې دا به ډیر زر وړاندې شي. په دې وړاندیز کې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب د میاشتو نه روان خبرو اترو کې مهم مسایل حل کول دي چی دغه خبرې یې د ځنډ ښکار کړي، چې مقصد یې د اسرایل او حماس ترمنځ دزبندۍ او تیر کال 2023 د اکتوبر په اوومه د جګړی د پیل په وخت حماس د وسله والو لخوا د پاتې یرغمل شویو بندیانو خوشې کول دي .

بلېنکن به په قاهره کې د مصر د بهرنیو چارو د وزیر بدر عبداللطي سره د امریکا او مصر د سټرېټیجېک خبرو اترو د افتتاحي غونډې مشري کوي. د مېلر په وینا بلېنکن به د مصر د مشرانو سره هم وویني چې په غزه کې د ډزبندۍ د یقیني کولو، د ټولو یرغمل شویو بندیانو د خلاصون، د فلسطینیانو د کړاوونو د ختمولو او د سیمه ییز امنیت د پراخولو په اړه خبرې وکړي.

خو د جګړې د پیل راهیسې منځني ختیځ ته د بلېنکن لسم سفر دې په دغه کې اسرایل ته سفر شامل نه دې چې اسریل مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

د ګل- دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن د اسرایل د اپوزیشن یا مخالفه ډلو مشر او پخواني وزیر اعظم یایرلاپېډ سره ملاقات وکړو.

یایرلاپېد د امریکا بهرنیو چارو په وزارت کې د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل چې اسرایل د یرغمل شوو او په غزه کې د جګړې ختمولو تړون ته ضروت لري او په دې خبرې زور ورکړو چې هیڅ سیاسي عمل یا کړکیچ باید دا تړون باندې اثر ونه کړي. لاپېد په امریکا زور ورکړو چې حماس ته اجازه ورنکړي چې "د یرغمل کولو تړون نه تېښته وکړي ".


اسراییل به د یو ملت په توګه تر هغه وخته روغ نه شي چې موږ [پاتې یرغمل شوي] کور ته راوړو. دا زموږ د وجود لپاره اړین دی

لاپید وویل "اسرایل به د قام په توګه تر هغه وخت پورې روغ نه شي چې مونږ [پاتې یرغمل شوي] بیرته کور ته راستانه نکړو. دا زمونږ د وجود دپاره ضروری دی."

بلخوا د ملګرو ملتونو په سیکورټي کونسل یا امنیت شورا کې د غزې دپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه او بیارغونې مشر کوارډینېټر سېګریډ کاګ د فلسطیني ملکي وګړو وضعیت په خپل بریفنګ کې بد ګرځولی دی.
سېګریډ کاګ وویل "وخت د لسه وځي په داسې حال کې چې د انسان لخوا جوړ شوي بحران غزه په یوه کنده کې بدله کړې ".

هغې زیاته کړه " په دې خبرې هغه هومره ټینګار نشي کیدی چې څومره پکار دې: مونږ په سمدستي توګه ډزبندۍ ته ضرورت لرو، د ټولو یرغمل شوو سمدستي او غیر مشروط خوشې کول ، او په ټولې غزه کې د څه قسمه بندیز بغیر په لویه کچه پراخو بشردوستانه مرستو لاسرسي ضروت ته".

XS
SM
MD
LG