لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د اسرایلو په برید کې ۲۲ تنه ووژل شوي، خو پوځ وايي په دغه برید کې یې د حماس ډلې وسله ‌وال په نښه کړي دي


د غزې د روغتیا وزارت په وینا د خالي یا شنبې په ورځ د غزې په شمال کې په یو سکول باندې د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شوي، خو د اسرایلو پوځ ویلي چې د دغه برید کې يې د حماس وسله وال په نښه کړي چې پدغه سکول کې یي مرکز جوړ وو.

یاد وزارت په یوه بیان کې ویلي، د غزې ښار په زیتون سیمه کې په سکول باندې برید کې ۳۰ نور ټپیان شوي هم دي. زیاته وي، په وژل شويو کې زياتره ښځې او ماشومان دي. دا سمدستي څرګنده نه ده چې وژل شوي او ټپيان کوم روغتون ته وړل شوي دي.

یو بې کوره شوي تن فیریل ډیلول رسنیو ته ویلي، چې مونږ د الوتکې نه یو مزایل باندې ولګیدو، هغه وویل په لسګونو خلک، د ماشومانو په ګډون، د ودانۍ له خاورو را ایستل شوي.

د اسرایلو پوځ بیا وویلي چې د حماس "د کمانډ او کنټرول مرکز" چې په یوه ودانۍ کې دننه جوړ وو پرې برید کړې، پوځ ویلي دغه پخوا یو سکول وو. وایي عام خلکو ته د زیان محدودولو لپاره یي ګامونه اخیستي دي.

همداشان د خالي په ورځ د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرایلو په ډزو کې چې د غزې په سویل مصباح سیمه کې د وزارت په ګودامونو شوي پکې د دوی پنځه تنه کارکوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې، اسرائیلي پوځ څو سکولونه په نښه کړي په کوم کې چې په لسګونو زره فلسطینیان د اسرایلو د بریدونو او د وتلو امرونو وروسته ژوند کوي، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په غزه کې جګړې ۹۰ فیصده فلسطینیان بې ځایه کړي دي.

د اسرایل پوځ پر حماس تور لګولی چې په غزه کې د سکولونو، د ملګرو ملتونو د ځایونو او هسپتالونو په ګډون د عوامي ځایونو دننه فعالیت کوي.

حماس د امریکا، برتانیا، اروپايي اتحادیې او نورو لخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوی دی.

د ووم اکتوبر په اسرایل د حماس بر ید وروسته جګړه کې د غزه وزارت د شمیرو ترمخه د یوڅلویښت زره نه زیات فلسطینیان وژل شوي. په ۷ اکتوبر د حماس په برید کې په اسرایل کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي ول او د ۲۵۰ نه زیات حماس یرغمال کړي ول. په جګړه کې د اوربند، د یرغمال کسانو د خوشي کیدلو او غزه ته د بشري مرستو لړۍ چټک کولو لپاره قطر، مصر او مریکا بیا خپلې هڅې تیزي کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG