د امریکا پوځ افریقایي کمانډ افریکام مشر وي او اې ته ویلي چې په صومالیه کې اسلامي دولت – داعش په تیر یو کال کې په شمېر کې نزدې دوه چنده زیات شوی دی.
د افریکام کمانډر جنرل مایکل لېنګلی په یوه ځانګړې مرکه کې وي او اې ته وویل: "زه د صومالیه شمالي برخې او د داعش مخ په زیاتیدونکي شمېر په اړه اندیښمن یم."
ښاغلي لینګلي دا وویل نه ډډه وکړه چې د امریکا په اټکل یا اندازه په صومالیه کې د اسلامي دولت جنګیالي څومره دي، خو وویل چې د دې ډلې شمېر په تېر کال کې "دوه چنده" شوی دی.
پخوانۍ اټکلونه د صومالیه په شمال کې د اسلامي دولت د جنګیالیو شمیر شاوخوا دوه سوه ښیي.
د امریکایي پوځ د افریکام کمانډر په صومالیه کې د اسلامي دولت د بهرنیو جنګیالیو د شتون د ممکنه زیاتوالي په اړه هم خبرداری ورکړو.
د صومالیه پنټ لېنډ سیمه چې په شمال کې د اسلامي دولت مرکز دی د استخباراتو او پولیسو پخوانی کمانډر بریګېډیر عبدي حسن د روان کال په پیل کې وي او اې ته ویلي وو چې د اټکلونو له مخې یوازې د اسلامي دولت د بهرنیو جنګیالیو شمیر په سلګونو کې زیات شوی دی . دا شمېره تر اوسه سیمه ییزو چارواکو نه ده تایید کړې.
یوه امریکايي چارواکي د جون په میاشت کې وي او اې ته ویلي وو چې په صومالیه کې د اسلامي دولت مشر عبدالقادر مومن د می په میاشت کې د امریکا په یوه هوايي برید کې په نخښه شوی و، خو په ممکنه توګه مومن په دغه برید کې ژوندی پاتې شوی دی.
په شمالي صومالیه کې د اسلامي دولت - داعش د جنګیالیو زیاتوالی خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې القاعده پورې تړلې الشباب د صومالیه او ایتوپیا ترمنځ د سفارتي اختلافاتو څخه ګټه پورته کړې ترڅو د خپلو جنګیالو شمېر زیات کړي.
جګپوړو دفاعي چارواکو د جون په میاشت کې وي او اې ته ویلي وو چې الشباب د مضبوط مالي امداد او د بهرتۍ یا استخدام د هڅو له امله د 12,000 نه تر 13,000 پورې جنګیالي بیرته لري.
د امریکایي پوځ د افریکام کمانډر جنرل مایکل لېنګلی زیاته کړه چې صومالیه د داعش او الشباب نه علاوه په یمن کې د ایران پلوه حوثي وسله والو په اړه هم اندیښمن وي چې د الشاب سره د همکارۍ کولو "هیلې" لري.
Forum