لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین : د روس په برید کې په خېرسون کې لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي دي


د اوکراین چارواکو ویلي چې د نهۍ- سه شنبې په ورځ د روس په برید کې د جنوبي ښار خیرسون یو مارکېټ په نخښه شوی دی چې له امله یې لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي
د اوکراین چارواکو ویلي چې د نهۍ- سه شنبې په ورځ د روس په برید کې د جنوبي ښار خیرسون یو مارکېټ په نخښه شوی دی چې له امله یې لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي

د اوکراین چارواکو ویلي چې د نهۍ- سه شنبې په ورځ د روس په برید کې د جنوبي ښار خیرسون یو مارکېټ په نخښه شوی دی چې له امله یې لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.

د اوکراین پوځ د نهې- سه شنبې په ورځ وویل د هغو 32 ډرون الوتکو کې یې 29 یې ویشتلي دي چې د روس لخوا د دغه هېواد پر ګڼو سیمو د شپې په بریدونو کې کارولي وو .

د اوکراین هوايي پوځ ویلي چې په چرکاسي، دنېپروپېټروسک، خېرسون، کیروف هراد، مایکولاېوف، پولتاوا او سمي سیمو کې دغه ډرون الوتکي ویشتل شوي دي.

بلخوا د روس د دفاع وزارت ویلي چې د نهې- سه شنبې په سهار یې د بیلګورد په سیمه کې د اوکراین یوه ډرون الوتکه ویشتلې، او په تېره شپه کې یې د اوکراین اته نور ډرون الوتکي ویشتلي دي.

د بیګورد ګورنر ویلي چې په دغه پیښه کې ودانۍ ته تاوان رسیدلی دی خو کومه مرګ ژوبله نه ده اړولی.

د ګل- دوشنبې په ورځ خپور شوی د بجټ د یوې مسودې له مخې روس به په راتلونکي کال کې خپل دفاعي لګښتونه نزدې 30 فیصدي زیاتوي.

د 2025 کال کې به د روس دفاعي بجټ 145 بلینه یا ملیارد ډالرو ته ورسیږي چې د دې کال د پوځي بجټ نه شاوخوا 32 ډالره زیات دی او د شوروي اتحاد د وخت راهیسې د روس لخوا په پوځي دفاع مصرف شوي ترټولو زیات دی.

پر اوکراین د روس حمله چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یورپ تر ټولو ستره شخړه ده، د دواړو هېوادونو وسایل ختم کړي دي.

د راتلونکي کال دپاره د اوکراین 54 بلینه ډالره پوځي بجټ د روس د 2025 کال د پوځي لګښتونو د اعلان شوي پلان دریمه برخه جوړیږي.

اوکراین یوازې د خپلو اروپایي اتحادیانو لخوا ترلاسه شوي وسلو او مالي امداد له وجې وتوانیدلو چې د خپل لوی او په ښه وسلو سمبال ګاونډي په وړاندې جګړه وکړي.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د دوشنبې- ګل په ورځ په خپله وینا کې وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روس د جګړې په فرنټ لاین یا لومړۍ کرښه وضعیت "ډېر ننګونکی" دی.

صدر زېلنسکي وویل: "هر څه چې په دې مني - خزان کې ترسره کیدی شي، هرڅه چې مونږ ترلاسه کولی شو، مونږ باید ترلاسه کړو."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG