د روس صدر ولاډیمیر پوټین د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا دا دعوه چې شمالي کوریا خپل درې زره عسکر روس ته استولي، رد نکړه مګر ویې ویل چې دا د ماسکو پورې اړه لري چې فیصله وکړي هغوی چېرته ولیږي، په شمول د دې احتمال چې ښایي د اوکراین په ضد د جنګ محاذونو ته ولېږلی شي.
د امریکا جګپوړو چارواکو د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا عسکر د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې د روس په طرف سمندري جهازونو کې تللي او بیا هلته کې د پوځي مشقونو څو مرکزونو ته لېږل شوي دي. امریکا فکرمندي ښودلې چې دغه کوریایي عسکر ممکن بالاخره د روسي عسکرو ترڅنګ، د اوکراین په ضد د ماسکو په جګړه کې وجنګیږي، کوم چې د شخړې د تېزېدو یو ستر عامل کېدلی شي.
کله چې صدر پوټین ته یو صحافي د هغو سټلایټي تصویرونو یادونه وکړه کوم کې چې د شمالي کوریا د عسکرو خوځښت ښيي، نو پوټین وویل: "تصویرونه یو سنجیده شیان دي. که چېرته داسې تصویرونه موجود وي، نو دا یوه معنا لرلی شي.
پوټین دا دعوه وکړه چې غربي ملکونو کيېف ته د نېټو افسرانو او رهنماګانو په لېږلو سره چې د روس په ضد د اوکراین د دفاع مرسته وکړي، په اوکراین کې جنګ تېز کړی دی.
د پوټین وینا وه چې: "مونږ ته دا پته ده چې هلته څوک شته دي، د کومو یورپي نېټو ملکونو، او هغوی دا کار څنګه پرمخ بیایي."
د روس صدر په خاص طور د شمالي کوریا او روس د شراکتدارۍ تړون څلورم آرټیکل یاد کړ، کوم چې د دوه اړخیزه دفاع په اړه دی. هغه وویل: "دلته آرټیکل ۴ موجود دی. مونږ ته هېڅ کله لږ ترلږه دا شک هم ندی پیدا شوی چې د شمالي کوریا مشرتابه دې زمونږ د لوظنامو سنجیده خیال ونه ساتي. مګر دا چې د دې آرټیکل د لاندې مونږ څه کوو، دا زمونږ کار دی."
پوټین زیاته کړه چې د روس پوځ په اوکراین کې د جنګ د محاذ په ټولو برخو کې پرمخ روان دي او د روس په کورسک علاقه کې یې د اوکراین عظیمه شمېره عسکر ګېر اچولي دي.
پوټین په داسې حال کې دا خبرې وکړې چې د روس د پارلېمان ډوما (اېوان نمایندګان) د شمالي کوریا سره د "جامع سټراټیجیکه شراکتدارۍ" تړون چې پوټین په جون میاشت کې پیونګ یانګ کې د کېم جونګ اون سره دستخط کړی و، په پارلېمان کې منظور کړ. توقع شته چې د روس د پارلېمان برنی اېوان یا سنېټ به هم دا تړون منظور کړي.
د دې تړون ترمخه، روس او شمالي کوریا په دې پابند دي چې که چېرته یو ملک باندې هم برید وشي، نو دا بل به "د ټول توان سره" په فوري توګه هغه ته پوځي مرسته مهیا کوي. د جنګ سرد د ختمېدو وروسته، دا تړون د ماسکو او پیونګ یانګ ترمنځ تر ټولو مضبوط تعلقات څرګندوي.
د امریکا دفاع وزیر لائيډ اسټن د شورو/چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا به کتل وي چې د شمالي کوریا عسکر په روس کې څه کوي.
د وایټ هاوس د قامي سلامتیا کونسل ترجمان جان کربي وویل چې امریکا "زمونږ د اتحادیانو او شراکتدارانو سره په دې باندې نږدې کار کوي چې د حالاتو مکمله جاج واخلي."
کربي زیاته کړه: "مونږ تر اوسه نه پوهېږو چې دغه عسکر به [اوکراین کې] د روسي پوځ ترڅنګ جنګ کې داخل شي که نه". کربي وویل، مګر دا امکان "په یقین سره د زیاتې فکرمندۍ وړ دی."
د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان وویل: "مونږ د اوکراین حکومت سره د دې حالت په اړه خپل جاج شریک کړی، او په یقین سره چې مونږ د نورو اتحادیانو، شراکتدارانو او د سیمې ملکونو سره د د دغسې یو ډراماټېک ګام د اثراتو په باب او دا چې مونږ به یې څنګه جواب ورکوو، د نږدې سلا مشورې کوو."
کربي زیاته کړه چې که چېرته د شمالي کوریا عسکر د اوکراین په جنګ کې داخلیږي، نو دا ښيي چې روس د اوکراین په وړاندې جنګ کې بې وسه شوی دی.
Forum