لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالرو پرځای د بلې کرنسۍ رواجولو دپاره د برېکس اېجنډه اوږده لاره مخې ته لري

د برېکس ډلې د هېوادونو مشران، په شمول د روس صدر ولاډیمیر پوټین او د چین صدر شي جن پنګ، په ښکاره خپله ژمنه وښوده چې دوی به په مشترکه توګه داسې د اداینې یو متبادل نظام جوړ کړي چې هغه به د امریکا په ډالرو باندې تړلی نه وي.

مګر آزاد څېړونکي نه ګڼي چې دا نظریه دې په آسانۍ سره په نږدې وختونو کې عملي کړی شي.

د برېکس – برازیل، روس، اېنډیا، او ساوت افریقا – په دې وروستۍ سرمشریزه کې، په دې باندې خبرې وشوې چې د اداینې د عالمي سیسټم، سوېفټ پرځای د یو متبادل نظام جوړولو ته لارې چارې ولټول شي. کله چې په کال ۲۰۲۲ کې روس په اوکراین باندې پوځي یرغل وکړ، نو مغربي ملکونو ورباندې پابندۍ ولګولې او هغه یې د سوېفټ نظام نه بهر کړو. ماسکو اوس په خاص ډول دې ته لېواله دی چې د سوېفټ دپاره متبادل پیدا کړي.

صدر پوټین وویل: "مونږ دې امکان ته ګورو چې که د قامي کرنسیو او ادائیګیو استعمال ته وسعت ورکړو، او غواړو داسې وسایل پرځای کړو چې دا کار په کافي پیمانه امن او خوندي اوسي."

پوټین زیاته کړه چې برېکس ډله به د خپلو غړو هېوادونو د متعلقه مرکزي بنکونو په همکارۍ سره د ادائینې د یو نظام جوړولو لارې چارې ولټوي.

څېړونکي وایي، د دې کار خبرې آسانه، مګر عملي کول یې مشکل دي. مګر د امریکا د خزانې وزارت د پخواني نایب مرستیال ګریګوري زېرزان په شان ځيني ماهرینو د برېکس ډلې د هلو ځلو نظراندازي خطرناکه بللې ده. ګریګوري ویلي، دا ځکه چې د برېکس ډلې غړي هېوادونه، چې ځیني یې د امریکا سره دومره دوستانه تعلقات نلري، د خپلو مقاصدو ترلاسه کولو دپاره پرعزمه ښکاري.

په برلېن کې د چین د مطالعاتو مېرکاتور انسټیټیوټ یوې څېړونکې، اېوا سيوېرټ وي او اې ته وویل: "که چېرته برېکس کوم وخت د ادائینې یو نظام جوړ کړي چې هغه د سوېفټ نظام دپاره یو سنجیده متبادل نظام وي، تر هغو پورې به ډېره لاره وي."

هغي یادونه وکړه چې د کازان اعلامیه، کوم چې تېره هفته د برېکس دوه ورځېنۍ غونډې په پای کې جاري شوه، د کراس بارډر پېمنټ انېشیټیو (بي سي بي پي آی) په نوم د ادائینې د یو کمرنګه ورژن په باب یې هم وضاحت نه لرلو. دا پروګرام د برېکس ډلې د هېوادونو ترمنځ، د بنکي نېټ ورکونو یا شبکو د رابطو د مضبوطولو دپاره خیال کې دی، چې ترمخه به یې د برېکس غړي ملکونه وکړی شي په ځایي کرنسیو راکړه ورکړه وکړي.

د برېکس په اعلامیه کې راغلي چې په دې پروګرام کې د برېکس د ممبرانو شاملېدل به "په رضاکاره توګه وي او لازمي ندی".

د ځینو اړخونو، د برېکس دا منصوبه سنجیده ګڼل کیږي، ځکه چین او هند دا ښودلې چې د اقتصادي پابندیو نظراندازه کول او په ځایي کرنسیو د روس تیل اخېستل امکان لري. ځیني څېړونکي فکر کوي چې دا عمل ممکن ایران ته هم وغځېږي، کوم چې په برېکس ډله کې شامل شوی دی.

په عین وخت کې، د بنکونو منتظمین متقاعد ندي چې برېکس ډله به وکړی شي د سوېفټ د متبادل نظام دپاره یو ټکنیکي پایداره سیسټم جوړ کړي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG