په پېښور پوهنتون کې یوه امن مېله شوې چې پکې ګڼ شمېر ځوانانو او پېغلو ګډون کړی دی
په پېښور پوهنتون کې یوه امن مېله شوې چې پکې ګڼ شمېر ځوانانو او پېغلو ګډون کړی دی. په دې امن مېله کې ځوانانو په خپلو کلتوري جامو کې اتڼونه کړي دي. د مېلې ګډونوال وایي داسې مېلې د کلتور ژوندي ساتلو سره سره د خلکو د خوشالۍ او ذهني هوسایۍ لپاره هم ضروري دي. سعدیه قاسم شاه له څو ځوانانو سره خبرې کړې دي: