د قانون لپاره د پاکستان د وزیراعظم سلا کار بېرسټر عقیل ملک ویلي دي چې وفاق د څه مودې لپاره خېبر پښتونخوا صوبه کې د ګورنر راج په لګولو غور کوي خو د پاکستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو صوبه کې د ګورنر راج پځای کولو سره سخت مخالفت ښودلی دی.
د جمعې په ورځ د وزیراعظم سلا کار بېرسټر عقیل ملک د ډان ټي وي په یو پروګرام کې ویلي حکومت ګڼي چې خېبر پښتونخوا کې ګورنر راج پځای کول به یو مناسب ګام وي اؤ اؤ په دې غور روان دی.
هغه ویلي چې وزیراعظم شهباز شریف پښتونخوا کې په ګورنر راج لګولو قانع دی اؤ د وفاقي کابینې د غړو اکثریت د ګورنر راج پلوي دی.
بیرسټر عقیل ملک ویلي، د ګورنر راج لګولو لپاره خو به وړومبۍ هڅه داوي چې صوبایي اسمبلي یو قرارداد منظور کړي اؤ که داسې ونه شوه نو بیا د وزیراعظم په سپارښتنه صدر هم صوبه کې ګورنر راج پځای کولی شي.
د پاکستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو د وفاق لخوا صوبه کې د ګورنر راج پځای کولو د پرېکړې سره سخت مخالفت ښودلی اؤ وایي په داسې کولو سره به ملک کې سیاسي تاو تریخوالی نور هم سیوا اؤ جمهوریت کمزوری شي.
د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د جمعې په ورځ رسنیو سره خبرو کې ویلي د هغه ګوند خېبر پښتونخوا صوبه کې د ګورنر راج لګولو ملاتړ نه کوي ځکه چې دا ګام د جمهوریت په ضد .
خو هغه دا هم ویلي چې که ایین کې کنجایش وي نو بیا په اړینو حالاتو کې ګورنر راج پځای کېدای شي.
مولانا فضل الرحمان ویلي چې انارکي یا ګډوډی د یوې ستونزې حل هم نه دی، حکومت دې سر دوباره انتخابات وکړي تر څو د ولس حقیقي استازي مخې ته راشي اؤ ملک ددې جنجالونو څخه وباسي.
د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارتۍ مرکزي صدر ایمل ولي خان هم صوبه کې د ګورنر راج پځای کولو وړاندیز سره مخالفت ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې ګورنر راج د ستونزو د هواري لاره نه ده.
د جمعې په ورځ ولي باغ کې د خېبر پښتونخوا ګورنر سره یو ځای یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي ایمل ولي خان پوښتنه راولاړه کړې چې ایا که ګورنر ته راج په لاس ورشي نو دې سره به ستونزې هوارې شي؟
د هغه وینا وه چې د ګورنر راج له لارې خو به پي ټي آي (له اقتداره) وویستل شي خو مسلې به ورسره هواې نه شي.
ایمل ولي خان وویل د امن لپاره د هر چا سره ودریږي خو ګورنر راج د ستونزې د هواري لاره نه ده اؤ دې سره به یوازې ضد اؤ انا سرته ورسیږي.
پخپل دغه پریس کانفرنس کې ایمل ولي خان خېبر پښتونخوا صوبه کې په واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د بندیز لګولو د وړاندیز ملاتړ وکړو اؤ تور یې ولګولو چې پي ټي آي یو غیر سیاسي اؤ غیر جمهوري ګوند دی اؤ هر ګوند چې غیر جمهوري اؤ پرتشدده ي خلاف یې اقدام پکار دی.
د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا فیصل کریم کنډي رسنیو ته ویلي چې هغه سره چا صوبه کې د ګورنر راج پځای کولو په اړه مشوره نه ده کړې اؤ دا خبرې یې یوازې په ټي وي اورېدلي دی.
د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور هم صوبه کې د ګورنر راج لګولو ګنګوسې ته کلک غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي،هغه له ګورنر راج نه ویریږي اؤ که وفاق کې همت وي نو صوبه کې دې ګورنر راج پځای کړي اؤ بیا دې وګوري.
د هغه وینا وه "زه تاسو ته په دې فلور اف دي هاوس چیلنج درکوم چې که په پلار کې مو جرایت وي نو ګورنر راج ولګوئ، په الله قسم که دې صوبه کې ددې مینډیټ باجود تاسو ګورنر راج پځای کړو اؤ بیا تاسو په دې صوبه کې پاتې شوئ نو مونږ به له خپل پلاره نه یو پېدا"
په خېبر پښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په 24 نومبر اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی ؤ اؤ بیا یې په زرګونو فعالان په 25 اؤ 26 نومبر د اسلام اباد په ډي چوک ته ورټول شوي وؤ.
په دغه احتجاج کې د پي ټي آي فعالانو د خپل باني مشر عمران خان د خوشي کولو، د 26م اييني بدلون د بيرته اخستو تر څنګ انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.
امنیتي ځواکونو په 26م نومبر اسلام اباد کې د تحریک انصاف په هغو زرګونو مظاهره چیانو ډزې کړې وې چې مشري یې د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور او د عمران خان ښځې بشرا بي بي کوله.
پي ټي آی دعوه کوي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یې په لسګونو غړي وژل شوي، خو حکومتي وزيرانو دغه دعوې دروغجنې ګرځولي اؤ وایي که تحریک انصاف د وژنو ثبوته لري نو مخې ته دې یې راوړي
Forum