د امریکا صدر جو بایډن د ګل- دوشنبې په ورځ د براعظم افریقا هېواد انګولا پایه تخت لوانډا ته رسیدلی دی.
د بايډن دغه درې ورځنې سفر چې د هغه په صدارت موده کې د براعظم افریقا لومړی سفر دی د اوږد انتظار پس شوی دی.
د بايډن سفر مقصد په دغه براعظم کې د چین اثر سره د مقابلې دپاره د امریکا په ملاتړ جوړیدونکي د ریل ګاډي پټلۍ منصوبه په ګوته کول دي.
د زامبیا، کانګو او انګولا کې د لوبیټو کوريډور یا دهلیز ریل پټلۍ د بیا رغونې مقصد په سیمه کې د امریکا شتون ته وده ورکول دي چې هغه کلیدي معدنیات لري چې په الېکټرک ګاډو (په بجلۍ چلیدونکو ګاډو)، الېکټرانک الاتو، او پاک انرجۍ ټېکنالوجیز کې کارول کیږي.
د انګولا پايه تخت لوانډا په سړکونو زرګونو خلک د بایډن د هرکلي دپاره ولاړل وو.
بایډن اول په اټلانټېک سمندر کې د کیپ ورډ هېواد لنډ سفر وکړو او هلته یې د وزیراعظم یولیسس کوریا ای سېلوا سره ولیدل.
په انګولا کې به بايدن د دغه هېواد صدر ژووا لورینسو سره ملاقات کوي. د نیشنل سلېوري میوزیم یا د غلامۍ قامي میوزیم لیدنه به کوي او د ریل منصوبه کتلو دپاره به د لوبیټو ښار سفر کوي.
بایډن دوه کاله مخکې په واشنګټن کې د امریکا - افریقا په سرمشریزه کې افریقا ته د سفر ژمنه کړې وه.
په افریقا کې څېرونکي وایی چې د بايډن سفر باید ډېر وړاندې شوی وی او ځینې بیا پوښتنې کوي چې ولې انګولا هېواد چې د بشري حقونو لانجمن ریکارډ لري د هغه د سفر بنیادي منزل دی.
Forum