لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د افغانستان وضعیت د ارزولو په اړه غونډه کوي

د امنیت شورا پر خپله  ویپ پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ددې غونډې د جوړیدو دقیقه نیټه نه ده ښودلې، خو ویلي دي چې دغې پرانیستې غونډې ته به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل رپورټ هم وړاندې کړي.(فایل فوټو)
د امنیت شورا پر خپله  ویپ پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ددې غونډې د جوړیدو دقیقه نیټه نه ده ښودلې، خو ویلي دي چې دغې پرانیستې غونډې ته به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل رپورټ هم وړاندې کړي.(فایل فوټو)

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ډسمبر په روانه میاشت کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په اړه غونډه کوي.

د امنیت شورا پر خپله ویپ پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ددې غونډې د جوړیدو دقیقه نیټه نه ده ښودلې، خو ویلي دي چې دغې پرانیستې غونډې ته به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل رپورټ هم وړاندې کړي.

دغې شورا ویلي: " د ډسمبر په میاشت کې به د امنیت شورا د افغانستان په تړاو درې میاشتنی پرانیستې غونډې دپاره یو ځای کېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دعمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایووا؛ سفیر اندریس مونتالوو سوسا( اکوادور) پر افغانستان باندې د بندیزونو د کمیټې د رئیس په توګه؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا)؛ او د مدني ټولنې یو استازی به توضیحات ورکړي."

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې غوندې په پای کې به ګډونوال د افغانستان په تړاو د بندو دروازو شاته سلامشورې هم وکړي. ددې خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې چې امنیت شورا به پر افغانستان باندې د بندیزونو د ارزونې د 1988 کمیټې د اختیاراتو تجدید په اړه هم فیصله وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 2024 کال د مارچ په میاشت کې د 2025 کال د مارچ تر میاشتې په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" ماموریت غځولی دی.

د ملګرو ملتونو د کړنلارې له مخې افغانستان لپاره د عمومي منشي ځانګړي استازي په هرو دریو میاشتو کې ددغه هېواد د وضعیت په اړه د امنیت شورا ته یو رپورټ وړاندې کوي.

د افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر " یوناما" خپل وروستۍ راپور د سېپټمبر 18 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړی وو.

د یوناما مشرې دغې شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې په کابل او دایکندي کې د ملکي افغانانو او په ځانګړي ډول په بریدونو کې د هزارګانو نخښه کولو په پیښو اندیښنه ښودلې وه او ویلي و چې له افغانستان څخه سیمې ته د ترهګرۍ کوم ګواښ چې متوجه دی، کم شوی نه دی.

اوتنبایووا وویل په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو له حکومت سره د تعامل هڅه کوي، د طالبانو حکومت پرېکړې او په خاص ډول د "امر بالمعروف او نهي عن المنکر" د قانون نفاذ د "واقعي تعامل په اړه" منفي پیغام لري او دا قانون له پامه نه شي‌ غورځول کېدای.

نوموړې وویل چې دا پرېکړې د طالبانو او نړۍ ترمنځ فاصله یا واټن پیدا کوي او په خبره یې طالبان د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي،‌ شدیدې تګلارې خپلوي

همدې غونډې ته د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرائیوي مشرې سیما بحوث د طالبانو د "امر بالمعروف او نهي عن المنکر" د قانون په منفي اغیزو خبرې کړې وې او ویلي و چې دا قانون "یوازې ښځې له نارینه وو څخه نه جلا کوي، بلکې ښځې هم له یو بل څخه جلا" کوي.

بحوث وویل چې دا مهال په افغانستان کې ښځې نه شي کولای چې له یو بل سره وویني او یوازې د هغې په خبره ۲۲ سلنه ښځې کولای شي چې هره ورځ او یا په اونۍ کې یو ځل د خپلو کورنیو له غړو پرته له نورو ښځو سره وویني.

هغې د یوې نظر پوښتنې په اساس وویل: " 64سلنه-فیصده ښځې له خپلو کورونو څخه د باندې ځانونه مصون نه احساسوي، 70 سلنه نورې ښځې له خپلو کورونو څخه د باندې د طالبانو له بد چلند سره مخامخ دي."

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل چې په افغانستان کې د 90 فیصده ښځو او نجونو وضعیت بد دی. هغې زیاته کړه: "اته سلنه ښځې داسې دي چې لږ تر لږه یوه نجلۍ پیژني چې د ځان وژنې هڅه یې کړې ده. هغه څه چې وضعیت ترینګلی کوي دا دي چې دا قانون (امر بالمعروف او نهي عن المنکر) مبهم لیکل شوی او همدا علت دی چې په خپلسري ډول تفسیر او اجرا" کېدای شي

طالبانو چې د 2021 کال د اګست په میاشت کې ًپه افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هxواد او نړیوال تنظیم له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ څوکې هم تراوسه د طالبانو حکومت ته نه ده سپارل شوې او دا څوکۍ لا هم د پخواني جمهوري حکومت له خوا د ګمارل شوي دېپلوماټ له خوا اداره کیږي.

يادونه: د وي او ای اشنا په مننه

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG