لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا چین ته د جدید چېپونو د جوړولو سامان په خرڅ بندیز لګولی دی


نوي قوانین د 24 مختلف ډول الاتو او درې مختلف سافټ وېر ټولز (کمپیوټر پروګرامونو) په خرڅ بندیز لګوي ، دغه ټول د " ایډوانسډ نوډ" یا د جدید نوډ  سېمي کنډکټرونه چې په مارکیټ کې د ټولو تیز او موثر کمپیوټر چېپونو دي په جوړولو کې استعمالیږي. (فایل فوټو)
نوي قوانین د 24 مختلف ډول الاتو او درې مختلف سافټ وېر ټولز (کمپیوټر پروګرامونو) په خرڅ بندیز لګوي ، دغه ټول د " ایډوانسډ نوډ" یا د جدید نوډ  سېمي کنډکټرونه چې په مارکیټ کې د ټولو تیز او موثر کمپیوټر چېپونو دي په جوړولو کې استعمالیږي. (فایل فوټو)

د امریکا صدر بایډن انتظامیې د ګل، دوشنبې په ورځ اعلان وکړو چې دوی په چین نوي برامدي کنټرولز پرځای کړي ، چې ترمخه یې چین ته د جدید سېمي کنډکټر جوړونکي الاتو او د لوړ بینډ ویت کمپیوټر میموري په خرڅولو بندیز لګیدلی دی.

نوي قوانین د 24 مختلف ډول الاتو او درې مختلف سافټ وېر ټولز (کمپیوټر پروګرامونو) په خرڅ بندیز لګوي ، دغه ټول د " ایډوانسډ نوډ" یا د جدید نوډ سېمي کنډکټرونه چې په مارکیټ کې د ټولو تیز او موثر کمپیوټر چېپونو دي په جوړولو کې استعمالیږي.

د برامداتو دغه کنټرولونه چې د امریکا د تجارت وزارت د سوداګرۍ او امنیت بیورو لخوا اعلان شوي، د لوړ بینډ ویت میموري سامان لیږد هم محدودوي، کوم چې د ایډوانسډ نوډز سیمي کنډکټرونو په مصنوعي ذهانت او مشینی زدکړو په ډول ایپلي کېشنز( کمپوټر پروګرامونو ) کارولو په وخت ورته ضرورت لري.

په ورته وخت کې امریکایي حکومت 140 کمپنۍ چې زیاتره پکې د چین د شخصي سېمي کنډکټرونو جوړونکي صنعت کې دي د هغو ادارو په لېسټ کې شاملې کړې چې ورسره په امریکایي کمپنیو او د افراد په کاروبار کولو بندیز لګول شوی دی.

د بندیزونو وروستی پړاو په ځانګړي ډول مقصد چین د جدید سېمي کنډکټرونو د جوړولو سره منع کول دي. د دې د اندیښنې له مخې چې چین به بیا مصنوعي ذهانت به خپل پوځي سامان او د ټولنیز کنټرول الاتو کې شامل کړي.

دغه وزارت په یوه بیان کې د بندیزونو د اعلان په وخت وویل چې"د مصنوعي ذهانت (AI) جدید ماډلونه د جګړې په ډګر کې د چټک غبرګون منظرنامو دپاره کارول کیدی شي، د سائبر وسلو ، کیمیاوي، بیولوجیکل، ریډیولاجیکل، یا ایټمي وسلو په جوړولو کې خنډونه کموي ، او د مخ او اواز شناخت د ټیکنالوجۍ د استعمال سره د اقلیتونو او سیاسي مخالفینو د ځپلو او څارنې دپاره."

وي او ای ته لیږل شوي په یوه بیان کې په واشنګټن کې د چین سفارت دغه بندیزونه غندلي دي.

د چین سفارت ویلي: "چین د امریکا د وروستي سېمي کنډکټر په برامداتو کنټرول ګامومو سخت مخالفت کوي. او دا ګام د یو عادي اقتصادي جبر او غیر مارکیټ عمل دی."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG