لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس صدر مېکرون به د خپلې عهدې موده پوره کوي، ژر به نوی وزیراعظم اعلان کړي

د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د خپل صدارت موده به بشپړوي، کوم چې په ۲۰۲۷ کال کې ختمېدونکې ده، او اعلان یې وکړ چې هغه به په راتلونکو څو ورځو کې یو نوی وزیراعظم ونوموي. مېکرون پس د هغه دا خبره وکړه چې د فرانس وزیراعظم میشل برنیر په وړاندې پارلېمان کې د عدم اعتماد تحریک کامیابه شو او برنیر له خپلې عهدې مستعفي شو.

د فرانس په پارلېمان کې د عدم اعتماد دغه تاریخي تحریک، په ملک کې فعال حکومت ختم کړ، او یوه ورځ پس یې، اېمانوېل مېکرون راښکاره شو او سختدریځه ښي اړخی حزب اختلاف یې د دې عمل ذمه وار وګرځولو.

مېکرون وویل چې حزب اختلاف "د کار کولو پر ځای، د کارونو راګرځول غوره کړل، هغوی خرابي غوره کړه."

د فرانس صدر پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې سختدریځه ښي اړخي او سختدریځه ګڅ اړخي په هغه څه کې چې نوموړي "د جمهوریت ضد یو محاذ" وبللو، سره رایوځای شوي دي. مېکرون ټینګار وکړ چې "زه به د نورو کسانو ذمه واري پخپله غاړه نه اخلم."

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

صدر مېکرون زیاته کړه چې هغه به په څو ورځو کې یو نوی وزیر اعظم ونوموي، خو هېڅ داسې اېما یې ونکړه چې نوی وزیراعظم به څوک وي.

د فرانس صدارتي اېوان د زیارت/پنجشنبې ورځې په سهار یادونه وکړه چې صدر مېکرون د وزیراعظم ميشل برنیر د استعفا منلې ده او برنیر او نور وزیران به تر هغو چې یو نوی حکومت ټاکل کیږي، د حکومتي چارو نګراني پر مخ وړي.

د کال 1962م وروسته فرانس کې دا لومړی ځل و چې د عدم اعتماد تحریک کامیاب شو.

د بجټ پيل کېدو نه وړاندې د شخړې وروسته په ملک کې د ښي اړخه او کيڼ اړخه ګوندونو سره تعلق لرونکو د پارلیمان غړو په ګډه د شورو، چهارشنبې په ورځ د عدم اعتماد په حق کې فيصله کړې ده.

د فرانس په اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د قرارداد په حق کې 331 ووټونه ورکړل شوي دي، د عدم اعتماد د کاميابۍ دپاره د 288 ووټونو ضرورت وو.

په فرانس کې د يورپي يونين لخوا د قرضونو د بوج کمولو دپاره فشار وو، سږ کال د ملک خساره د مجموعي قامي پيداوار شپږ فيصده ته رسېدو ویل شوي دي.

څيړونکي وايي، که د فرانس حکومت سخت اقدامات پورته نه کړل، نو خساره یې راتلونکي کال د اووه فيصدو پورې سېوا کېدی شي.

Forum

XS
SM
MD
LG