د امریکا منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د ټایم مجلې سره په یوه مرکه کې، د ایران له حکومت سره د جنګ امکان رد نکړ.
ټرمپ په دې مرکه کې چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۱۲مه) شایع شوه، د ټایم مجلې یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې د ایران لخوا د هغه د هدفي وژنې د منصوبې او د صدارت په دویم دور کې د ایران سره د امریکا د ممکنه جګړې په اړه وه، دوه ځله وویل: "د هرڅه امکان موجود دی."
دا مرکه په داسې وخت کې چاپ شوې چې د ټایم مجلې په پښتۍ د ټرمپ تصویر د ۲۰۲۴ کال د شخصیت په توګه چاپ شوی دی. دا دویم ځل دی چې ټایم مجله، ټرمپ د کال د شخصیت په حیث اعلانوي.
د ټایم مجلې سره په دې مرکه کې د ایراني چارواکو سره د اېلان ماسک د ملاقات په باب هم له ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې آیا اېلان ماسک دا ملاقات د ټرمپ په امر ترسره کړی که څنګه؟ ټرمپ په جواب کې ویلي: "نه یم خبر چې هغه (ماسک) له هغو سره لیدلي دي."
د منتخب صدر ټرمپ سره په دې مرکه کې وروسته د ټایم مجلې لخوا ورته ویل شوي چې "د رپوټونو په اساس، هغه [ماسک] له ایرانیانو سره ولیدل." ټرمپ بیا جواب ورکړی: "نه پوهېږم. دا یې ما ته ونه ویل."
ټرمپ دا خبره هم کړې ده چې د هغه د لومړي دور صدارت په وروستیو وختونو کې، ایران "ډېر خطرناکه نه و" ځکه د نوموړي په وینا، د ایران حکومت سره دومره پیسې نه وې چې حماس او حزب الله ډلو ته یې ورکړي.
ټرمپ پخپلې دې مرکې کې د روس او اوکراین ترمنځ د جګړې حالت "ډېر ناپیداره" بللی او د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي دا فیصله چې "روس په میزائیلو وولي"، د شخړو "د اضافې یو لوی عامل" او یو "ناپوهه" اقدام ګرځولی دی.
د امریکا نیویارک ټایمز اخبار څو هفتې وړاندې خبر ورکړ چې د ټرمپ نږدې اتحادي او لوی سرمایه کار اېلان ماسک، د ملګرو ملتونو دپاره د ایران له سفیر سره ملاقات کړی دی.
نیویارک ټایمز پخپل رپوټ کې چې فرناز فصیحي د دوو ایراني چارواکو له قوله لیکلی، د دې لیدنې مقصد دا و چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لارې چارې ولټول شي.
د دې خبر د خپرېدو وروستو، د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په یو ټي وي پروګرام کې راڅرګند شو او دا خبر یې چې ګني اېلان ماسک او د ایران سفیر سره ملاقات کړی، رد کړ. هغه دا یو جعلي خبر وګرځولو.
ټرمپ د خپل صدارت په اول دور کې په ایران باندې ډېر زیات فشار راوستی و او په همغو کلونو کې یې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي دستې د سپاه قدس د کمانډر جنرل قاسم سلېماني د وژنې حکم وکړ، او هغه بغداد کې د امریکا په یوه حمله کې ووژل شو.
تر هغه وړاندې، ټرمپ امریکا د هغې لوظنامې نه هم واېستله چې د ایران د جوهري پروګرام په اړه د ایران او د نړۍ د لویو طاقتونو ترمنځ لاسلیک شوې وه. د هغه نه پس، ټرمپ په ایران باندې هغه پابندۍ بېرته ولګولې کوم چې د نوموړې لوظنامې په نتیجه کې د ایران نه لېرې کړی شوې وې.
Forum