د لبنان پارلیمان د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا د ملاتړ نه برخمن پوځي مشر جوزف عون د ملک د نوي صدر په توګه غوره کړی دی.
دا ټاکنه د دې خبرې غمازي کوي چې اسرایل سره له جګړې وروسته د ایران پلوه ډلې حزب الله اثر و رسوخ اغېزمن شوی دی.
د خبري شبکې رویټرز د رپورټ له مخې دا ټاکنه د لبنان اؤ منځني ختیځ د طاقت په توله کې د بدلون عکاسي هم کوي اؤ دا هم ښیي چې د شیعه مسلمانانو ډله حزب الله د تېر کال له جګړې اؤ په دسمبر کې د شام د خپل اتحادي بشار الاسد د حکمرانۍ ړنګېدو وروسته زیاته کمزورې شوې ده.
د رپورټ له مخې دا اقدام ښیي چې په لبنان کې د سعودي نفوذ یا اثر پځای شوی چرته چې له دې وړاندې د ایران اؤ حزب الله له امله د ریاض کردار مړاوی شوی ؤ.
لبنان کې صدر څنګه ټاکل کیږي؟
د لبنان په ایین کې صدارتي منصب د مسیحي ابادۍ په سیاسي چارو کې د ګډون لپاره د مسیحیانو د استازي لپاره ځانګړې کړل شوې ده.
د لبنان د 128 غړو پارلیمان نه چې هر تن د هیواد صدر ټاکل کیږي هغه ته اړینه وي چې 86 رایې واخلي .
د لبنان د پارلیمان د سپیکر نبیه بري له مخې جنرل جوزف عون په وړومبي پړاؤ کې له پارلیمان څخه 86 رایې نه وې ترلاسه کړې خو په دویم پړاؤ کې یې بیا 99 رایې واخستې اؤ د صدارت څوکۍ ته بریالی شو.
د لبنان د صدارت څوکۍ په اکتوبر کال 2022 کې د صدر میشال عون د صدارتي مودې سرته له رسېدو راهېسي تشه وه.
په سیاسي ډلو کې د زیاتو اختلافونو له امله هغوي د یو داسې کاندید په نوم نه متفق کېدل چې د پارلیمان څخه د باور رایه ترلاسه کړی شي.
د حزب الله یو مخالف مسیحي قانون ساز میشال معوض چې عون ته یې خپله رايه ورکړې ، له رایې ورکولو وړاندې یې رویټرز ته وویل "د نړیوالې ټولنې لخوا یو واضحه پېغام دی چې هغوي د لبنان مرستې ته تیار دي خو هلته باید صدر اؤ یو حکومت وي".
هغه زیاته کړه "مونږ ته د سعودي عرب څخه د مرستې یو پېغام ترلاسه شو".
سعودي سلطنتي دربار ته یوې نزدې سرچینې وویل فرانس،سعودي اؤ امریکایي سفیرانو د حزب الله نزدې اتیلافي بري ته ویلي چې د سعودي عرب په ګډون د نړیواله ټولنې مالي مرستې د عون په انتخاب اډاڼه دي.
Forum