لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
USA-TRUMP/INAUGURATION
USA-TRUMP/INAUGURATION

د امریکې د نوي صدر د سوګند پورته کولو د ستورې تازه حال

22:05 20.1.2025

واشنګټن (وي او ای ډیوه) — ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د ۴۷ صدر په حېث د خپلې عهدې سوګند پورته کړو.

د امریکې د کانګرس په ودانۍ کې په یوه خصوصي دستوره کې ټرمپ د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کړو.

په دستوره کې د امریکې تلوونکي صدر جوبایډن او د امریکې دریو پخوانیو صدرانو هم شرکت وکړو

21:44 20.1.2025

صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د کانګرس د ودانۍ هغه تالار ته ور ورسېدو چېرته چې به هغه په لږ وخت کې د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.

ټاکل شوې ده چې ټرمپ به د خپلې عهدې سوګند د واشنګټن په وخت د غرمې دولس بجې پورته کوي.

21:40 20.1.2025

د امریکې موجوده صدر جوبایډن او نایب صدره کاملا هېرېس د نوي صدر د سوګند پورته کولو په دستوره کې شرکت دپاره د کانګرۍ تالار ته ورسېدل.

صدر منتخب ډانلډ ټرمپ به لږ وخت کې د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.

نایب صدر منتخب جی ډي وېنس د کانګرس تالار ته ورسېدو.

21:22 20.1.2025

د کانګرس په ودانۍ کې د نوي صدر د سوګند پورته کولو په دستوره کې د امریکې درې پخواني صدران جورج ډبلیو بش، براک اوباما او بېل کلېنټن هم شرکت کوي.
د دې نه علاوه د امریکې د سپریم کورټ ججان او نور مېلمانه په دستوره کې شرکت کوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG