لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبيح الله مجاهد: د طالب مشرانو ترمنځ اختلاف نشته، د فکر بدلون لري


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، "د طالبانو د مشرانو ترمنځ هيڅ ډول اختلاف نشته، د فکر بدلون له يو بله سره لري، البته يوې مسلې ته يو د يو ديده او بل بيا د بله ديده ګوري، او دا مطرح کوي په مباحثو کې، کله کله په خبرو کې، او ميډیا ته هم راوځي، دا هيڅ کله د اختلاف په معنا نه ده".

مجاهد د اېکس په يو سپېس کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې دغه خبره کړې او زياته کړې یې ده، "دا يو طبعي حالت دی، هر اختلافي شی داسي نه دی چې سره پورته کيږو به يو بل به زخمي کوو او جنګيږو به".

طالبان د کال 2021م راهسې په افغانستان واکمن دي، د طالبانو په اړه د لومړۍ ورځې څخه په مطبوعاتو او ټوليزو رسنيو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د حکومت جوړولو نه تراوسه پورې د طالبانو د لوړې کچې مشران خپلمنځي اختلافات لري.

ذبيح الله مجاهد د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلاف د نشتوالي او فکر د بدلون خبره په داسې وخت کې کړې چې تېره میاشت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي ويلي، "د مشرانو نه مو دا تقاضا ده چې د علم دروازې بايد خلاصې کړي، دې ته هيڅ بهانه نه شته، نه به وي او نه به یې کوي".

ستانکزي په خوست کې يوې دستورې ته په وينا د جينکو د تعليم يا زده کړو په اړه ويلي وو، "مونږ چې په کومه لاره روان يو، دا زمونږ د طبعيت خبره ده، نه چې د شريعت".

ستانکزي له دې وړاندې هم د جينکو د تعليم په باب دغه ډول څرګندونې کړي دي.

د تازه څرګندونو وروسته په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو داسې ويل شوي وو چې ستانکزی د افغانستانه وتلو ته اړ شوی دی.

دي ګارډين ورځپاڼې ويلي، ستانکزي ځايي مطبوعاتو ته منلې چې هغه دوبۍ ته تللی خو د صحت د مسلې له امله تلی دی. طالبانو په دغې اړه څه نه دي ویلي.

ځینې مطبوعاتي رپورټونو کې دعوې شوي، د طالبانو مشر هبته الله اخندزاده د ستانکزي د نیولو او په هغه د سفري بنديزونو لګولو حکم کړی، او ستانکزي له دغې امله افغانستان پرېښودی او متحده عرب اماراتو ته تللی دی. خو ستانکزي او طالبانو په دغې اړه هم په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

د عباس ستانکزي د څرګندونو وروسته د جرمونو د نړیوالې محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان په 23مه جنورۍ ويلي وو، په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي وو، د طالبانو دا مشران "د افغان نجونو او ښځو...او هغو کسانو چې طالبان یې د نجونو او ښځو [د حقونو] ملاتړي بولي، د ځورول کېدو له کبله د جنایت مسئول دي".

طالبانو دغه اعلاميې ته په غبرګون کې ويلي وو، "دا بې بنسټه تورونه دي، په کلکه یې غندي او ردوي یې".

افغانستان کې د تېرو درېو کالو څخه زیاتې مودې راهسې د طالبانو په واکمنۍ کې په ځانګړي ډول د جينکو د شپږم ټولګي نه بره تر پوهنتونونو کې په زده کړو بندیز دی.

طالبانو نه يواځې د جينکو په زده کړو، بلکې د ښځو په کار کولو یې هم بنديزونه لګولي دي.

نړۍ د طالبانو نه بيا بيا غوښتنه کوي چې د جينکو د زده کړو څخه منع کولو پرېکړه بيرته واخلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG