لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جېنيوا کنفرانس: افغان چارواکو په سولې، د ښځو په حقونو، او اقتصادي پرمختګ ټینګار وکړ


په جینیوا کې د افغانستان په اړه د سبا ورځې کنفرانس په درشل کې، د ګل/دوشنبې په ورځ درې مهمې غونډې وشوې چې په هغو کې د افغان حکومت مشرانو د تشدد په کمېدو، سوله ټینګېدو، د اقتصاد په پرمختګ، له کرپشن یا فساد سره په مبارزې، او د سیمې په کچه د تجارتي تعلقاتو په پراختیا ټینګار وکړ.

د سیمه اتصال په اړه غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیوکنفرانس له لارې وینا وکړه او د تجارتي لارو له اړخه یې د افغانستان اهمیت رابرسېره کړ.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، «خوشحاله یوو چې اوس افغانستان ته له فرصتونو څخه د ډک لرلید په توګه کتل کېږي، نه د ګواښ».

خو بل اړخ ته په جېنیوا کې نړېوالې غونډې ته په خبرو کې د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر په دې ټینګار وکړ چې د سولې د روانو کوششونو نتیجه باید په افغانستان کې د تشدد کمېدل وي. هغه دا یادونه وکړه چې افغان حکومت زرګونه بندیان له جېلونو آزاد کړل، مګر طالبانو بیا هم تشدد سېوا کړی دی.

همدا راز له طالبانو سره د افغانستان د ریاستي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل چې که د بشري حقونو او د تېرو کلونو په ترڅ کې د لاسته راوړنو له ساتنې ډاډ ورنکړل شي، نو تلپاتې سوله به ممکنه نه وي.

صدر غني په جینیوا کې د سیمه ییز اتصال غونډې ته آنلاین وینا وکړه
صدر غني په جینیوا کې د سیمه ییز اتصال غونډې ته آنلاین وینا وکړه

دې مسئلو ترڅنګ، د جینیوا په غونډو کې د ګل/دوشنبې په ورځ، د ښځو د حقونو یادونه هم وشوه او په دې برخه کې د افغان صدر مېرمن، بي بي ګل رولا غني وویل، «افغانې مېرمنې له نړیوالې ټولنې تمه لري، څو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره په صادقانه توګه ملاتړ وکړي، او د ډموکراتیکو ارزښتونو، بشري او مدني حقونو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ ووسي.»

د دې ترڅنګ د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېشنرې میشل بشلېټ هم وویل چې د افغانستان د سولې په عمل کې باید ښځو ته سمه ونډه ورکړی شي. هغې د ښځو د حقونو د ساتنې کلک ملاتړ وکړ.

ټاکل شوې ده چې سبا د نهې/سې شنبې په ورځ، د اویا (۷۰) ملکونو وزیران او د نړېوالو بشري تنظیمونو مشران د آنلاین غونډې له طریقه په جینيوا کنفرانس کې د افغانستان د ترقیاتي منصوبو د حفاظت دپاره په بلینونه ډالره مرستې اعلانې کړي.

د دې غونډې کوربه توب، د ملګرو ملتونو، فېنلېنډ او افغانستان چارواکو په غاړه دی.

د جینیوا کنفرانس کې به ځیني چارواکي د آنلاین لارې هم برخه واخلي، او تمه کیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو سکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش هم کنفرانس ته ویناوې واوروي.

طالبان د جینیوا کنفرانس ته نه دي بلل شوي، خو دې ډلې په مرستندویه تنظیمونو او نړېوالو غږ کړی چې افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. طالبانو بیا دا هم ویلي چې که دا مرستې د غبن ښکار ګرځي او مستحقو خلکو ته نه رسیږي، نو بیا طالبان یې غوښتنه او ملاتړ نه کوي.

خو د افغانستان حکومت وایي چې د فساد یا کرپشن په وړاندې کلکه مبارزه کوي او په دې کې کلکه اراده او پلانونه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG