لاس رسیدونکی لینک

 
په هلمند کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نشئي توکي له منځه وړل شوي
تازه خبر

په هلمند کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نشئي توکي له منځه وړل شوي


په افغانستان کې جګ پوړي امریکايی جنرال د شنبې یا خالي په ورځ وویل چې په هلمند کې یې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نشي توکي له منځه وړيدي.

د نړي د نشي توکو ۸۵ سلنه په افغانستان کې تولیدیږي او د امریکا د پوځ د اټکل له مخې د طالبانو د مالي سرچینو ۶۰ فیصده له همدې لارې پوره کیږي.

جنرال نیکولسن وویل: (یواځې د تېرو څو اونیو په موده کې مونږ په هلمند کې د پنځوسو میلیونو ډالرو په ارزښت نشي توکي له منځه وړیدي. نشي توکي د طالبانو د مالي سرچینې د انجن یا ماشین په توګه دی او اوس د طالبانو د نشي توکو قاچاق کونکي پدې پوهیږي چې مونږ ورپسې یو.)

جنرال نیکولسن په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشري کوي.

ده وویل، د نشي توکو پرضد یې د نومبر په ۱۹ نېټه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړیدي چې په ترڅ کې یې د نشي توکو یو شمېر کارخانې او لابراتوارونه هم ویجاړ شویدي.

جنرال نیکولسن ته د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اګست میاشت کې لارښونه کړې وه چې د ترهګرو او د هغوي د مالي سرچینو پرضد دې پریکړنده ګامونه پورته کړي.
هلمند د افغانستان د لویو ولایتونو له ډلې څخه دی چې زیات کوکنار پکې کرل کیږي او له پاکستان سره د ډیورنډ پر کرښه پروت دی.

ددغه ولایت زیاتې ولسوالۍ یا د طالبانو تر واک لاندې او یا یې هم تر اغېزې لاندې دي.

د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د نشي توکو د له منځه وړلو په کمپاینونو باندې ۸،۶ میلیارده ډالر لګولي دي خو اوس هم په افغانستان کې د نشي توکو تولید په لوړه کچه کیږي.

د نشي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرملتونو ادارې تېره میاشت په خپل راپور کې ویلي وه چې په روان ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د نشي توکو تولید دوه چنده زیات شوی چې اندازه یې ۹۰۰۰ ټنو ته رسیږي.

په دغه راپور کې وړاندې راغلي دي چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کر کیله کې هم ۶۳ فیصده زیاتوالی راغلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG