لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان له القاعدې ندي جدا شوي بلکې ورسره یې مشترکې حملې کړي دي - پنټاګان


د امريکا د دفاع وزارت سرڅارونکي په خپل تازه رپورټ کې ويلي د امريکا سره د لوظنامې باوجود افغان طالبانو د ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې القاعده سره نه يوازې نزدې اړيکي په ځای ساتلي بلکې په افغان امنيتي ځواکونو او حکومتي خلکو يې شريکې حملې هم کړې دي.

طالبانو د امریکا د دفاع وزارت د سرڅارونکي (لیډ انسپکټر جنرل) د دغه تازه رپوټ په وړاندې تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.

د ليډ انسپکټر جنرل يا سرڅارونکي په درې مياشتني رپورټ چې د اپريل نه تر جون پورې موده يې څارلې د امريکا کانګرس ته ويلي امريکا روان کال د طالبانو سره لاسليک کړې د 29م فرورۍ لوظنامې تر مخه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر 8600 جنګي ځواک ته راکم کړی.

د لوظنامې تر مخه امريکا ژمنه ده چې د کال 2021م د اپريل پورې خپل ټول ځواکونه د افغانستان نه اوباسي خو په دې شرط چې طالبان به هم خپلې وعدې پوره کوي چې ترهګرو ته به د افغانستان خاوره د امريکا او د امريکا د اتحاديانو خلاف استعمال ته نه ورکوي او د افغان حکومت سره به د سولې خپلمنځي خبرو اترو ته کيني.

رپورټ وايي طالبانو د کړو ژمنو سره سم چلن نه دی کړی او د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو نه يې ځان نه دی بيل کړي. د امريکا د دفاع د وزارت د بيان سره سره د ملګرو ملتونو رپورټونه هم د دې تایید کوي چې طالبان اوس هم د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو ملاتړ کوي.

د رپورټ تر مخه امريکا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د قيديانو د تبادلې منځګړتوب کوي خو دواړه خواوې د قيديانو په ازادولو کې ناکامه شوي او ځکه د خپلمنځي خبرو اترو نيټه چې د مارچ لسمه ټاکل شوې وه نوره وغزېده.

رپورټ وايي طالبانو په امريکايي او اتحادي ځواکونو حملې ودرولي خو په افغان ځواکونو او حکومتي خلکو يې بريدونه سېوا کړي دي.

د قیدیانو د خلاصون لانجه

په همدې حال کې د افغانستان رسنیو رپوټ ورکړی چې حکومت د پاته طالب زندانیانو د خلاصون پروسه ځنډولې ده او ویلي یې دي تر هغو پورې چې طالبان، دوه ویشت (۲۲) افغان کومانډو ځواکونه چې د دوی سره په قید کې دي، خوشې نکړي، نو د ۳۲۰ طالبانو د خلاصون بهیر به ځنډېدلی پاته وي.

ولسمشر غني د لویې جرګې د ختمېدو نه پس امر کړی و چې د طالبانو هغه څلور سوه بندیان دې هم له زندانه خوشې شي کوم چې د حکومت په وینا، د سختو جرمونو په وجهه بندي شوي و، خو د هغو ۴۰۰ نه، تر اوسه ویل کیږي چې یوازې اتیا تنه یې خوشې شوي دي.

ولسمشر غني په یوه وروستۍ مرکه کې دا هم ویلي چې د خطرناکو طالبانو په خوشې کېدو سره به ممکن یورپ ته زیاته اندازه مخدره مواد انتقال شي. صدر غني د برتانیې له ټایمز اخبار سره په خبرو کې دا هم ویلي چې غرب ته د مخدره موادو د قاچاق او کاروبار د زیاتېدو ذمه وار به امریکا او نېټو وي.

بل اړخ ته ویل کیږي چې فرانس او آسټرالیا د یو شمېر طالب زندانیانو د خلاصون مخالفت کړی دی.

دا انتظار کېده چې تېره هفته په قطر کې بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي، خو دا مذاکرات تر اوسه ندي پیل شوي.

آزادي رېډیو د یوې سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو دپاره اوولس کسیز هیئت هم ټاکلی دی او نومونه یې په رپوټ کې خپاره شوي دي، خو د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین دا خبر نه رد کړی او نه یې تایید کړی دی.

خو بل پلو د افغانستان د صدر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د ګل/دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې حکومت د سولې دپاره غټ ګامونه اوچت کړي خو طالبانو لا هم یو شمېر حکومتي عسکر پخپل قید کې ساتلي دي. صدیقي زیاته کړې چې حکومت آماده دی د طالبانو سره خبرو ته کيني، مګر د هغه وینا ده چې طالبان خبرو ته نه حاضریږي.

طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې تر هغو یې ټول پنځه زره کسان چې لېست یې حکومت ته سپارلی و، خوشې نشي، دوی بین الافغاني مذاکرو ته نه حاضریږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG