لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې پروسه: ولسمشر غني به دا هفته قطر ته ولاړ شي - رپوټونه 


د افغانستان یو شمېر رسنیو رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې ده افغان ولسمشر محمد اشرف غني په همدې هفته کې د قطر پلازمېنې دوحه ته سفر وکړي، چېرته چې څه دپاسه شل ورځې مخکې له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات پرانېستل شول خو تر اوسه کوم پرمختګ یې ندی لیدل شوی.

د افغانستان یو مشهوره اخبار (هشت صبح) د حکومتي سرچینو له قوله ویلي چې ښاغلی غني به اول د ګل/دوشنبې په ورځ د کویټ د پخواني امیر شیخ صباح الاحمد صباح د فاتحې دپاره کویټ ته ولاړ شي او د هغه نه پس به دوحې ته سفر وکړي.

تر اوسه قطر ته د صدر غني د دې سفر هدف ندی څرګند، او نه هم د افغانستان حکومت د دې سفر پلان په ډاګه کړی دی، خو کیدی شي دا سفر د افغانستان د سولې خبرو اترو سره تړاو ولري.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د سفر نه پس، په دې هفته کې هند ته روان دی چې د سولې په پروسه کې د هند مرسته وغواړي. د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې تېره هفته یې د پاکستان سفر وکړ، دا ځل هند ته روان دی چې د سولې په پروسه کې د هند مرسته هم وغواړي. ویل کیږي چې هغه به د نهې/سې شنبې په ورځ نوې ډهلي ته لاړ شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل او پاکستان ته یې د خپل وروستي سفر په اړه معلومات هغه ته ورکړل. دواړو مشرانو د سولې په برخه کې د آینده ګامونو په اړه هم خبرې کړي دي.

پاکستان ته د درې ورځېني سفر وروسته، ډاکټر عبدالله د دې سفر په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل
پاکستان ته د درې ورځېني سفر وروسته، ډاکټر عبدالله د دې سفر په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل

په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانېستې نه ۲۴ ورځې تیرې شوې خو تر اوسه دا مذاکرات په عملي توګه ندي پیل شوي. طالبان او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي د مذاکراتو د اصولو، ضابطو او اجنډا په اړه سره اختلاف لري او د دوی ترمنځ چې د تماس ډلې کوم ملاقاتونه و، هغه هم په تېرو شپږو ورځو کې ندي شوي.

بل اړخ ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې طالبان دې د هسې نعرو او شعارونو په ځای، د افغانستان دپاره خپلې منصوبې یا پلانونه څرګند کړي. صدر غني پکتیکا ولایت ته په سفر کې، د خالي/شنبې په ورځ، د سولې د مذاکراتو په کامیابېدو ټینګار وکړ.

غني په طالبانو غږ وکړ چې افغانیت او اسلامیت دې ومني او سوله دې وکړي.

په دې حال کې د مذاکراتو د عملي پیلېدو کوششونه پیل شوي، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللی او له طالبانو سره یې لیدلي، همدا راز د کابل نه د تللي مذاکراتي هیئت مشر معصوم ستانکزي د نېټو له غیرپوځي استازي سره کتلي دي.

بل اړخ ته طالبانو ویلي چې د افغانستان دپاره د جرمني خاص استازي مارک پوتزل هم د دوی د قطر دفتر له چارواکو سره ملاقات کړی دی.

همدا راز د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب مشرانو سره له ملاقات وروسته، د افغانستان د دولتي هیئت له څلورو ښځینه استازو سره کتلي دي. خلیلزاد ویلي، امریکا د دې ښځو سره چې د ښځو د حقونو دفاع کوي، ولاړه ده.

که څه هم د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ دپاره د افغان حکومت او خارجي چارواکو لخوا کوششونه جاري دي، مګر افغانستان کې اوس هم جګړه روانه ده او هره ورځ د تشدد له امله خلک وژل کیږي.

په یو وروستي خونړي برید کې چې په ننګرهار ولایت کې وشو، کم از کم ۱۶ کسان وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوي دي. دا چاودنه چې د خالي/شنبې په ورځ د ننګرهار غني خیلو سیمه کې وشوه، پکې ماشومان هم ووژل شول. تر اوسه د دې حملې ذمه واري چا نده منلې.

بل پلو د افغانستان د بشري حقونو کمېشن ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په اولو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۳۳ تنه غیرپوځیان په هدفي وژنو کې مړه شوي او ۴۱۲ نور زخمیان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG