لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بین الافغاني مذاکراتو کې په جزییاتو باندې ژور اختلافات راڅرګند شوي


په داسې حال کې چې د قطر په سرښار دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل نه یوه هفته تیريږي، خو تر اوسه لا په ډېرو ابتدایي مسایلو باندې هم د دواړو خواوو د مرکچیانو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي.

د مذاکره کوونکو هیئتونو ترمنځ د نظر اختلاف نه یواځې د ډزبندۍ په جنجالي مسئلې باندې زیات دی، بلکې په بنیادي مسایلو هم ډېر لېرې پاته دي چې د جګړې د ختمولو او سولې راوستلو دپاره امیدونه له لویو خنډونو سره مخ کولی شي.

د مشکلاتو با وجود، دا خبرې د سولې دپاره داسې هیلې راپیدا کړي چې په کلونو کلونو یې ساری نه دی لیدل شوی. د دې هیلو سره سره، طالبان ډزبندۍ ته نه حاضریږي او تشدد په افغانستان کې دوام لري. یوازې په تېره هفته کې د طالبانو په حملو کې شاوخوا څلوېښت کسان وژل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال تر مئې میاشتې پورې ټول خارجي عسکر له افغانستانه ووځي، او د وخت په تېرېدو سره افغان حکومت اوس په دې هڅه کې دی چې څنګه له طالبانو سره روغه وکړي او جنګ ته ورسره دوام ورکړي.

په قطر کې د ستمبر په ۱۲مه چې د امریکا د خارجه وزیر او نورو بهرنیو چارواکو په شتون کې بین الافغاني مذاکرات پرانېستل شول، د نړېوالو پام یې ځان ته راوګرځاوه، مګر د څو ورځو په تېرېدو یې خبره په نړۍ کې سړه شوه او دواړه اړخونو تر اوسه یوازې دا ويلي چې دوی قریب په هره مسئله اختلاف لري.

د افغان حکومت د هیئت یو غړي رایټرز ته ویلي، "مونږ له داسې یو اړخ سره خبرې کوو چې خبرې ورسره سختې دي او هېڅ نرمي نه ښیي، او له دې کبله خبرې پر مخ نه ځي."

دواړه اړخونه د سولې د راتلو په مقصد په یو لړ بېلابېلو اختلافي مسایلو خبرې کوي، د افغان حکومت له مشروعیت نه نیولې بیا د ښځو تر حقونو پورې.

د افغانستان د سولې په خبرو نظر ساتونکی څېړنکار ګراهام سمېټ وایي، "ړومبۍ هفتې دا وښوده چې په عمومي توګه دا خبرې به څومره پېچلې وي، او تر ټولو اهمه موضوع به یې د افغانستان آینده سیاسي نظام وي."

طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې ویلي چې دوی د شریعت پر بنیاد د ښځو حقونو ته به احترام ساتي، خو ډېری تعلیم یافته افغانې ښځې چې د طالبانو د حکومت له منځه تلو وروسته یې پخپل ژوند کې پرمختګونه کړي، د طالبانو وعدې باندې شک څرګندوي.

ځیني فعالانې دا وېره لري چې که حکومت د طالبانو د خوشحالولو دپاره د دوی په حقونو سترګې پټې کړي، نو ښځې به د سولې د خبرو ړومبۍ قربانیانې وي.

درې ډېپلوماټان چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې څاري، رایټرز خبري ادارې ته ویلي چې دا خبرې د اسلامي قوانینو په ډېرو وړو او حساسو ټکو باندې ټکنې شوې دي.

د افغانستان حکومت او طالبان دواړه د سني اسلام د حنفي فقهې پیروان دي، خو په دوحه کې یو ډېپلوماټ ویلي چې د هغوی هر یو تفسیر د شرعي قوانینو په اړه یو له بله ډېر اختلاف لري.

دا اختلافات، په غټو مسایلو باندې سیوری اچولی شي، لکه مجرمینو ته باید څنګه سزاګانې ورکړی شي، او یا ښځو ته څنګه حقونه ورکړی شي، او یا د بیان آزادي تر کومه حده وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG